لیکوال: م. فراهي "توجګي"

د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (دوه څلوېښتمه برخه)

 د دین او رسنیو ترمنځ تاریخي تعامل
 تاریخي څېړنې ښیي چې رسنیو د دیندارۍ په پیاوړتیا او وده کې د پام وړ مرسته کړې ده. البته مهمه دا ده چې د دې دوو سمبولیکو بنسټونو استازي او پلي کوونکي د یو بل وړتیاوې د خپل واقعیت سره سم وپیژني او د دوی شاوخوا نړۍ ته د انسان د درک او پوهاوي معنی ورکړي.
 د ډېرو څېړنو له مخې رسنۍ په بېلابېلو دورو کې د دین په خدمت کې وې او دي؛ په داسې توګه چې د دې دواړو تر منځ اړیکه خورا لرې وختونو یعنې د افسانې لومړني روایتونو، دیوال لیکونو او د ډبرو لیکنو دورې ته ورګرځي. د زړې او نوې عهد نامې د کتابونو لیکل د دین او ارتباطاتو تر منځ د زرګونو کلونو اړیکو سمبول ګڼل کیږي. په هنرونو، لاسي صنایعو او نقاشیو کې د دین او دیني آثارو شتون ډیرو  پخوا کلونو ته ورګرځي.
 باید په دې پوه شو چې د توحیدي دینونو جوهر هغه الهي پیغام دې چې پیغمبرانو ته د خلکو غوږونو ته د رسولو لپاره ورکړل شوی و. د خدای پیغام، په ځانګړې توګه په اسلام کې، د هغه وخت د اړیکو ترټولو مهمو وسایلو یعنې فصیح او بلیغ کلام له لارې د ټولو څرګندو ظرفیتونو او غوره هنري میتودونو په کارولو سره د انسانانو تر غوږونو رسول شوی دې. د هر ډول مثالونو او کیسو کارول او د تیرو تاریخونو بیانول په داسې کتاب کې چې اصلي هدف یې خلکو ته د خدای بلنه ده، د ټولو مناسبو وسایلو د کارولو ښکارندوی ده.
 رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د الهي پیغام د رسولو لپاره د خپل وخت تر ټولو غوره ارتباطي طریقې کارولې. هغه خپل مثالي روزل شوي کسان د نورو ښارونو، سیمو او قومونو د پیغام رسولو لپاره واستول او د هغه وخت د لویو او کوچنیو حکومتونو مشران یې د اسلام دین ته راوبلل او د هغه وخت د اړیکو د ټولو مهمو وسیلو څخه یې د اسلام د رسولو په لاره کې ګټه واخیستله. جومات، اذان، خطبه، خط او مخامخ خبرې د ارتباط هغه لارې وې چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم ترې ګټه پورته کړه، تر څو اسلامي ټولنې ته یو مناسب داخلي او محلي ارتباطي میکانیزم برابر کړي. البته دا طریقې او لارې چارې په پخوانیو دینونو کې هم په بېلابېلو طریقو موجودې وې.
دین رسنیو ته له دوو زاویو ګوري؛ یو داچې د خپل پیغام د لیږدولو او خپرولو وسیله ده، او بل یې د انساني ژوند د واقعیت په توګه څه ډول فعالیتونه او کړنې ترسره کړي او له کومو کړنو څخه ډډه وکړي او اصول او قواعد باید رعایت کړي. په بل عبارت، دین د خپلو احکامو سره د رسنیو په فعالیت او محتوا هم اغیزه کوي.
 له همدې امله، موږ د دین هر ډول تعریف چې و کړو، په لنډه توګه یو ډول پیغام دې. د دین ریښه بصیرت دې او پایله یې په تمایلاتو او عملونو کې څرګندیږي او له همدې امله خپراوی او پرمختګ د هغه اصلي ځانګړنه ده. دین غواړي خلکو ته ووایي چې څنګه فکر وکړي او څنګه عمل وکړي، او دا د مخاطبانو له موندلو پرته معنی نلري. د فکر، اند او عقیدې ماهیت او ژوند د هغې له خپریدو او پراخیدو سره نږدې اړیکه لري. یوه مفکوره چې د مخاطبینو د موندلو او خپل پیغام خپرولو په لټه کې نه وي، یا د خپل په سموالي او حقانیت باور نلري او یا د خپل په دوام لیواله نه دې. همدا لامل دې چې د دین مفهوم عموما د نبوت او تبلیغ له مفهوم سره تړلی دې. د اسلام مبارک دين هم خپل ځان يو پيغام ګڼي چې د چمتو او مستعدو مخاطبانو زړونو ته لېږل کېږي او هغوی هم باید په خپل وار سره د ټولو خلکو لپاره «پيغمبران» وي او هر چا ته بلنه ورکړي چې دا پيغام واوري، قبول يې کړي او بالاخره نور هم پراختیا ور وبخښي؛ له همدې امله، دین رسنیو ته د خپل ژوند د دوام او د خپل پیغام خپرولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګوري.
 رسنۍ د لاوډ سپیکر په څېر دي چې د دین غږ نورو ته رسوي او همدا لامل دې چې دین ورته درناوی کوي. د ټولو انساني او الهي مذهبونو هڅې د عباداتو او اجتماعي عبادتونو د تشریع، د مطلوبو نصیحتونو او درسونو ویلو او اوریدلو، د مذهبي ځایونو د جوړولو او پراختیا او د “مقدس کتاب” لوستلو ته هڅول او د هغه د زده کړې د لړۍ دوام، د سنتي رسنیو له وړتیا څخه د دین د ګټې اخیستنې مثالونه دي چې په نویو رسنیو کې هم صدق کوي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version