Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»حسن بصري رحمه الله؛ زاهد او امام (لومړۍ برخه)
متفرقه یکشنبه _1 _سپتمبر _2024AH 1-9-2024AD

حسن بصري رحمه الله؛ زاهد او امام (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: "ابوعرفان"

حسن بصري رحمه الله؛ زاهد او امام (لومړۍ برخه)

سريزه
ژوندلیک په اسلام کې لوړ ارزښت او حیثیت لري، او د قرآن کریم ډیری آیتونه د انسان د مختلفو دورونو د شخصیتونو ژوند بیانوي. نبوي احادیثو هم دا موضوع په پراخه کچه تر پوښښ لاندې راوستې ده، تر دې حده پوري چې علم الرجال، نسب‌پوهنه او سیرت‌ليکنه په اسلام او د وروستي پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سیرت کې د یوې مهمې، بنسټیزې او په ورته وخت کې عملي او اوږدمهاله موضوع ده.
الله جل جلاله په ډېرو آيتونو کې د حضرت آدم علیه السلام، حضرت داود عليه السلام، حضرت نوح عليه السلام، حضرت ابراهيم عليه السلام، حضرت يعقوب عليه السلام، حضرت یوسف علیه السلام، حضرت یونس علیه السلام، حضرت هود علیه السلام، حضرت موسی علیه السلام، حضرت عیسی علیه السلام. او د ډیرو نورو پیغمبرانو د ژوند مهم حالات او پیښې يې په اجمال يا په تفصيل سره يې موږ ته بیان کړي دي. همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې هم د دې مسئلې په اړه ډېر شواهد او اسناد شته. له همدې امله دا موضوع په اسلام کې لوړ مقام لري او په ټولو اسلامي تاریخي کتابونو کې د دې موضوع په اړه ارزښتناک او د لوستلو وړ مواد شته، ترڅو راتلونکي نسلونه له اوسنيو او تېرو زمانو څخه عبرت واخلي او د ښه ژوند زمینه برابره کړي، تر څو د آخرت ژوند يې آباد وي.
دا ثابته ده چې د اسلام په تاریخ کې ډېر خلک د تقوا په فضیلت، ځینې د جهاد په صفت او ځینې نور د ښو اخلاقو په لرلو سره پېژندل شوي او له عامو خلکو څخه جلا دي. يو له هغه ممتازو شخصيتونو څخه چې د تاریخ، تعلیم، اصلاح، اخلاقو، ساینس او حتی سیاست په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، او مسلمانانو له پیړیو راهیسې د هغه له اثارو، افکارو او ګټورو نصیحتونو څخه ګټه پورته کړې ده او هغه د يوې نمونې او مثال په توګه پېژني د اسلامي نړۍ د مشهورو امامانو له جملې څخه ابو سعید حسن بن ابوالحسن یسار د بصرې د خلکو امام او مشر دی. چې نوم، نصیحت، خطبې او لارښوونې یې د اسلام په تاریخ کې د يو ځلانده لمر په څېر ځليږي.
د امام حسن بصري (رح) ژوند لیک
د امام حسن بصري (رح) ژوند او د هغه علمي او اجتماعي شخصیت، مختلف اړخونه لري چې په څو کرښو او څو مخونو کې یې د ژوند خلاصه کول، ناقص کار دی. نو په دې لیکنه کې به د دغه سپېڅلي امام او متقی او هوښيار رهبر د ژوند د مختلفو برخو او ابعادو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړو.
د امام حسن بصري (رح) نسب
ابو سعید حسن بن ابوالحسن یسار په (۲۱ هـ ق) کال کې د امیرالمومنین عمر بن خطاب رضي الله عنه د خلافت پر مهال په مدینه منوره کې زیږېدلی دی. پلار یې “یسار” د زید بن ثابت غلام و او مور یې “خیره” د ام المومنین ام سلمه رضي الله عنها خادمه وه. د سیدنا عثمان رضي الله عنه د خلافت پر مهال یې قرآن کریم حفظ کړ او د صحابه کرامو له یوې لویې ډلې څخه یې ډېر احادیث واورید، چې په هغو کې درې ګوني عبادالله (عبدالله ابن عباس، عبدالله ابن مسعود او عبدالله ابن عمر رضي الله عنهم) شامل وه.
د امام حسن بصري رحمه الله استاذان او شیخان
حسن بصري رحمه الله ډېر مشهور استاذان او شیخان درلودل چې په صحابه کرامو کې یې حضرت عثمان بن عفان، انس بن مالک، جندب بن عبدالله بجلی، عبدالرحمن بن سمره، سمره بن جندب فزاري، عبدالله بن عباس، عمران بن حصین، مغیره بن شعبه، نعمان بن بشیر، عبدالله ابن عمر، جابر، عمرو بن ثعلب، عبدالله بن عمرو، معقل بن یسار، ابوهریره، اسود بن سریع، ابوبکره نفیع بن حارث ثقفي، احنف بن قیس تمیمي، مطرف بن عبدالله شخیر بصري او د ده مور ام الحسن خیره رضي الله عنهم شامل وو.
له همدې امله امام حسن بصري رحمه الله د هغه شخصیتونو د مکتب شاګرد دی چې د علم او دین حاصلات یې د نبوت له کښتزار څخه را ایستلي، او د خپل حکمت کوزه یې د رسالت له سمندر څخه اوبه کړې او خپل د سفر توښه يې د محمدي سترخانه اخيستې ده. امام بصري رحمه الله د خپل ديانت د تعليم په خاطر يې د روايت او درايت په سيوري کې او د رحمت او رحمن د کلمو په رڼا کې خپل د همت لستوڼي پورته کړل او د نړۍ په هر ګوټ کې يې د ايمان او رسالت درس وړاندې کړ، او د قرآن او سنت مشق به يې کاوه، او د استدلال او استنباط ارزونه به يې کوله. تر هغه وخته پورې چې دين تل پاتې شو او د خدای‌پوهنه عامه شول، او پرهېزګاري غالبه شول. له همدې امله امام حسن بصري رحمه الله داسې تکړه استادان، ماهر شيوخ او ښوونکي درلودل چې له ۱۴۰۰ کلونو راهيسي هم اسلامي امت د هغو د سرښندنو، قربانيو او کوښښونو پوروړی دی. له همدې امله ډېرو اسلامي پوهانو هغه د “امام التابعین”، “سید التابعین” او “شیخ الاسلام” په لقبونو یاد کړی دی. امام حسن بصري رحمه الله یو نظر لرونکی متکلم، تکړه مفسر، ضابط محدث، پوه فقيه او د لومړۍ او دويمې پېړۍ له اتو مشهورو پرهېزګارانو څخه دی.

 

ادامه لري…
Previous Articleاسلام او ډیموکراسي (شپاړلسمه برخه)
Next Article هندویزم (دیارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.