لیکوال: "ابوعایشه"
معتزله (درې دېرشمه برخه)
امر بالمعروف او نهی عن المنکر د امت له اړینو واجباتو او مسئولیتونو څخه دی، ځکه په اسلام کې ډېر لوړ مقام لري. نو هغه شرایط او مسایل چې په هغه پورې اړه لري هم اړین دي. په دې برخه کې کوښښ کوو چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ګټې او د محتسبینو شرایط بیان کړو او همدارنګه د امامت مسئله تر څېړنې لاندې ونیسو.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ګټې
علما او محققین د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره ډېرې ګټې لیکلي دي چې موږ یې ځېنې دلته ذکر کوو، چې دغه ګټې یا محتسب او مقابل لورې ته یې ور ګرځي او یا هم عمومو خلکو ته:
-
هغه ګټې چې محتسب (آمر بالمعروف او ناهي عن المنکر) ته ورګرځي:
-
د دغه مسئولیت څخه خلاصېدل؛
-
د الله تعالی حجت مخلوقاتو ته وړاندي کول؛
-
پر مخلوقاتو شهادت ورکول: امام مالک رحمه الله تعالی وایي: «خلکو ته پکار ده چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي، او که چیرې یې خبره ونه منل شول نو دوی به پر سرغړونکو باندې شاهدان وي.»
-
د الله تعالی د ځېنو حقوقو ادا کول، لکه د منعم شکر( یعني د هغه کس شکر چې انسان ته یې نعمت وربخښلی وي) د هغه ډېرو نعمتونو لپاره چې موږ ته یې راکړي دي؛
-
د ثواب او اجر لاسته راوړلو لپاره؛
-
د محتسب د ګناهونو بخښنه؛
-
د دنیا او اخرت له عذاب څخه نجات، چې خدای تعالی دغه عذاب هغه چا ته ورکوي چې له دې مسئولیت څخه غفلت کوي یا یې پریږدي؛
-
د پیغمبرانو او رسولانو سره ورته والی او د هغوی د دعوت مسئولیت په غاړه اخیستل او همدارنګه د هغو په لاره روانېدل؛
-
د خلکو په زړونو کې د معروف او منکر هیبت پیدا کول.
۲. هغه ګټې چې مقابل لوري ته ورګرځي:
-
په دې لاره کې د ګټې او استقامت هیله؛
-
د دنیا او آخرت د نجات لپاره وسیله برابرول.
۳. هغه ګټې چې د عامو خلکو لپاره دي:
-
د دین، شریعت او د عقیدې ساتل؛
-
د عمومي عذابونو څخه مخنیوی؛
-
د الله تعالی د نعمتونو نازلېدل؛ [ځکه چې دا کار د ګناهونو د کچې د راټیټیدو او د الله تعالی د رحمت د نازلیدو سبب کیږي].
-
د مؤمن تقویت او د منافقانو مایوسه کول؛
-
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مسئولیت په ترسره کولو سره، مسلمانانو ته هیله پیدا کیږي او له ټیټو او بې ارزښته شیانو څخه ډډه کوي؛
-
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له برکته نصرت او بریا مسلمانانو ته په نصیب کیږي؛
-
په امر بالمعروف او نهی عن المنکر سره امت خپل خیریت ته رسیږي؛ [ځکه چې علماو کرامو ويلي دي: دا وصف به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې دا امت امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي].
-
د منافقانو له صفتونو څخه لرې کېدل او د مؤمنانو او د منافقانو تر منځ فرق؛
-
د مفاهیمو برابري او موازنه، تر څو خلکو ته منکر څرګند شي او پوه شي چې کوم کار منکر دی او کوم معروف.