لیکوال: ابو عائشه
معتزله (اووه ویشتمه برخه)
سريزه
په نېکۍ امر کول او له بديو منع کول د اسلام سپېڅلي دین له بنسټیزو مسائلو څخه دې. دا اصل په اسلام کې ډېر لوړ مقام او مرتبه لري چې د قرآن بې شمېره آیتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث د دې خبرې شاهدي ورکوي. په دې لیکنه کې به لاندې موضوعات وڅېړو: (د معروف او منکر یا ښو او بدو ډولونه، په نېکۍ امر کوونکي او له بدو منع کوونکي کس او د حاکم له اطاعت څخه د وتلو شرایط)؛ مخکې له دې چې پر دې مسائلو بحث وکړو، لازمه ګڼم چې د قرآن، سنتو او د علماوو د ارشاداتو په رڼا کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر یا همغه په نېکیو امر کول او له بدیو د منع کولو دريځ، مقام او منزلت بيان کړم؛ ځکه دا موضوع په اسلامي شريعت کې يوه له مهمو موضوعاتو څخه ده چې خداى پاک د دې ستر مسؤوليت لپاره انبياء او رسولان راليږلي دي.
د امر باالمعروف او نهی عن المنکر مقام او منزلت
په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول په اسلام کې یو له مهمو کارونو او بنسټیزو مسوولیتونو څخه دې. د اسلام دين د ښو امر او د بدو له منعې پرته ثبات نه لري. بې شمېره آیتونه او احادیث شته چې په نیکۍ د امر کولو او له بدیو څخه د منع کولو مقام او منزلت او همدارنګه د هغو اهمیت او اړتیا څرګندوي.
په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول او د خلکو سره خواخوږی او خیر غوښتنه د ایمان له شعائرو او نښو نښانو څخه دې کوم چې په هغه سره د انبیاوو، رسولانو او د هغوی د پیروانو په شمول د حق خلک پیژندل کیږي. د دوی مسؤلیت په نېکیو امر کول؛ يعنې د توحيد د ټينګولو، د الله سبحانه وتعالی عبادت، د عدل د ټينګښت او د ښو اخلاقو د ترویج او خپراوي او په ځمکه کې د شرک، نافرمانۍ، ظلم او فساد د منع کولو خبره وه.
خدای تعالی د حضرت لقمان رضي الله عنه د کیسې په نقلولو سره چې خپل زوی ته یې وویل؛ داسې فرمایي: «یا بنی اقم الصلاة وامر بالمعروف وانه عن المنکر واصبر علی ما اصابک ان ذالک من عزم الامور»؛ (زویه! لمونځ قایم کړه، په نیکۍ امر کوه، له بدو څخه منع کوه او په هر څه چې درته پېښ شي صبر کوه، دا یو له لویو کارونو څخه دې.)
په بل ځای کې فرمايي: «فلولا کان من القرون من قبلکم اولو بقیة ینهون عن الفساد فی الارض الا قلیلا ممن انجینا منهم »؛ (نو ولې له تاسو نه مخکې په امتونو کې داسې هوښيار خلک نه وو چې په ځمکه کې د فساد مخه ونيسي؟ مګر له هغوی لږو کسانو پرته چې ومو ژغورل.)
په بل ځای کې الله جل جلاله د مؤمنانو نارینه او ښځو په ځانګړنو کې یو هم امر بالمعروف او نهی عن المنکر یاد کړی دې او داسې فرمایي:«والمومنون والمومنات بعضهم اولیاء بعض یامرون بالمعروف و ینهون عن المنکر …»؛ (مؤمنان نارينه او ښځې يو له بل سره مرسته کوي، په ښو امر کوي او له بدو څخه منع کوي.)
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ترغیب او هڅونه د دې مسؤلیت ادا کولو لپاره تر ټولو زیات و؛ په دې ډول چې هغه خپل امت ته په هر نېک کار امر کړی او له هر بد کاره یې منع کړي دي. لکه څنګه چې په ډېرو احادیثو کې دوی د دې لوی مسؤولیت په سر ته رسولو امر کړی.
په یوه حدیث کې راغلي دي:« کله چې له تاسو څخه یو څوک بد عمل وویني نو په لاس دې یې بدل کړي او مخه دې ونیسي او که یې نه شي کولی نو په ژبه دې بدل کړي او که یې نه شي کولی نو د زړه له تله دې بد وګڼي.»
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «مخکې له دې چې تاسو دعا وکړئ او دعا مو قبوله نشي، په نيكو كارونو امر وكړئ او له بدو كارونو څخه منع وكړئ.»
په بل حدیث کې فرمایي: «قسم په هغه ذات چې زما ژوند د هغه په واک کې دې یا دا چې تاسو په نیکۍ امر کوئ او له بدو کارونو منع کوئ، که نه نو نږدې ده چې الله تعالی به پر تاسو داسې عذاب نازل کړي چې تاسو به دعا کوئ او خدای تعالی به ستاسو دعا نه قبلوي.»
په دې احادیثو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مقام او منزلت په ښکاره او څرګند ډول بیان شوی او دا چې که په ټولنه کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ترسره نشي، نو هغه ټولنه به له کومو ننګونو او ستونزو سره مخ شي.
شیخ محمد شوکاني د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ټولنیزو اغېزو په اړه داسې وایي: «پوه شه چې په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول د دین له سترو ارکانو څخه دي؛ ځکه چې په دې دواړو کې د دنيا او آخرت ګټې تر لاسه کېږي، که دا دواړه ثابت او قائم وي، نور ديني ستنې او دنياوي ګټې به هم ټينګې او ثابتې وي، خو که دا دواړه ثابت او قائم نه وي، نو د نورو دیني او دنیوي چارو قیام او اجرا کول به څه ګټه ونلري.»
شیخ صالح بن عثیمین د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه وایي:«امر بالمعروف او نهی عن المنکر د دې امت د بقا، عزت او یووالي لپاره دوه قوي او پیاوړې ستنې دي، ترڅو نفسي غوښتنې هغوی له یو بل څخه بېل او جلا نکړي، له همدې امله په نېکۍ امر کول او له بدو منع کول یو له هغو وظیفو څخه دې چې د هر نارینه او ښځې لپاره د قدرت تر څنګ لازم دي.»
امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اسلام کې ډېر مهم دې. دا یو دوامداره جهاد دې چې یو مسلمان یې ترسره کوي. دا مسؤولیت د اسلامي تمدن د جوړولو بنسټیز اصل دې؛ ځکه چې له دې پرته اسلامي شریعت نه پلی کیږي. په ښو امر کول او له بدو منع کول د دين ستر قطب دې؛ هغه وظيفه چې د هغه لپاره ټول پېغمبران رالېږل شوي او دا دنده پر نورو امتونو د دې امت د برتري راز او د ژوند خوندي دریڅه او د فردي او ټولنيزې خوښۍ ضامن دې؛ هغه مسؤلیت چې په امت کې د خیر او ښېګڼې معنی ثابته ساتي او له ژوند څخه د بدۍ او فساد عوامل له منځه وړي او داسې شرایط برابروي چې په هغه کې اخلاق او فضایل وده او پراختیا مومي او منکرات او رذایل له منځه ځي.
په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول یوه مهمه او برخلیک جوړوونکې مسله ده چې په اسلامي لاره او مسیر کې د امت ساتنه تضمینوي او دا یو ټولنیز مسؤلیت دې چې باید د ټولو مسلمانانو د پام وړ وي . په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول په اسلامي ټولنه کې له فساد سره د مبارزې یو له مهمو کارونو څخه دې.