Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»د حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌‌عنه ژوندلیک او کارنامې (لومړۍ برخه)
اصحاب کرام شنبه _10 _اگست _2024AH 10-8-2024AD

د حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌‌عنه ژوندلیک او کارنامې (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: زید


د حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌‌عنه ژوندلیک او کارنامې (لومړۍ برخه)

 

 سریزه
 صحابه پېژندنه هغه علم دې چې ټول مسلمانان ورته اړتیا لري. هر هغه څوک چې په وروستي پیغمبر او د رب العالمین پر رسول صلی الله علیه وسلم د ایمان او عقیدې دعوی کوي، بې له شکه د ایماني وړتیا او ظرفیت د لوړولو او په معنوي اړخونو کې د ودې او پرمختګ لپاره دغه مبارک علم ته ډېره اړتیا لري؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ستر صحابه کرام د رسالت د ډیوې پتنګان او د هدایت د اسمان ستوري دي او د رسالت له رڼو چینو څخه اوبه څښلي او معنوي فیوضاتو او د نیکمرغۍ لوړې څوکې ته رسیدلي دي.
 د اسلامي کتابونو او سرچینو له مطالعې څخه دا مفهوم تر لاسه کېږي، چې اصحاب کرام رضي الله عنهم د هدایت د ستورو په څېر دي. كه څوك له دوى څخه د يوه  پيروي وكړي نو هدايت به ومومي او خپل منزل ته به ورسېږي او د اسلام له سپېڅلي دين څخه به ډېر څه ترلاسه كړي.
 که موږ د مصطفی صلی الله علیه وسلم د یارانو او د فکر او تاریخ د سترو شخصیتونو ژوند ته یوه کتنه وکړو، نو معلومه به شي چې هر یو یې جلا او ځانګړی ژوند درلود.  ځینو یې زاهدانه ژوند تېر کړی دې؛ لکه سیدنا ابوذر غفاري رضی الله عنه ، ځينو يې مجاهد ژوند تېر کړی دې؛ لکه د سیدنا خالد بن ولید رضی الله عنه په څېر، ځینو نورو د سوداګرۍ ژوند درلود؛ لکه د حضرت سيدنا عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ژوند، ځينو يې علمي ژوند تېر کړی دې؛  لکه سیدنا عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه او ځینې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې وو؛ لکه حضرت سیدنا انس بن مالک رضی الله عنه او نور.
 لنډه دا چې د انساني ژوند په هر اړخ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب کرام غوره بېلګې دي  او موږ کولای شو د ژوند په هره برخه کې پر هغوی باور او اقتداء وکړو؛ ځکه چې دوی ټولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشپړه پیروي کوله او یوه شېبه یې هم د هغه نافرماني نه کوله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قدمونو پسې یې ګامونه اوچتول او د هیڅ ملامت کوونکي ملامتیا ته یې پام نه کاوه.
د سیرت کتابونو او مقالو د لړۍ په دې برخه کې دا ځل غواړو د تاریخ د یو ستر شخصیت او روڼ فکره کور ته لاړ شو، هغه شخصیت چې نوم یې د سیرت په غونډو او حلقاتو کې ډېر یادېږي او ژوند یې د سیرت او تاریخ په کتابونو کې ډېر لیدل کیږي؛ هغه دروند او مشهور شخصیت، حضرت سیدنا عبدالله بن زبیر قریشي رضی الله عنه دې .
 له همدې امله تر کومه ځایه چې معلومات لرو، د دې جلیل القدر صحابي په ژوند به په تفصیل سره بحث او خبرې وکړو.
د دې موضوع دغوره کولو لاملونه
 د ځینو لوستونکو په ذهن کې دا پوښتنه پیدا کیږي چې ولې مو دا شخصیت غوره کړ؟  که څه هم دلته ډېر لوړ پوړي خلک شتون لري چې ژوند یې د لیکلو وړ دې؛  او همدارنګه هغه ډېر مشهور دي، نو د نوموړي د ژوند لیکلو ته اړتیا نشته.
 د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې دا یو څرګند حقیقت دې چې حضرت سیدنا عبدالله بن زبیر رضی الله عنه یو غوره او مشهور شخصیت و؛ مګر د ده ژوند په تفصیل سره ندې تشریح شوی او یوازې په لنډه توګه د ده سیرت او ژوند لیک لیکل شوې دې. یا په ځینو کتابونو کې چې د دې مسلې په اړه څه لیکل شوي دي، د دې نیکمرغه شخصیت ژوند ټول اړخونه نه دي بحث شوي؛ له همدې امله، موږ پرېکړه وکړه چې دا مسله په بشپړه توګه وڅیړو او د باوري سرچینو څخه ګټه واخلو.
 حضرت سیدنا عبدالله بن زبیر رضي الله عنه داسې شخصیت دې چې په تاریخ کې یې ساری نه دې لیدل شوی؛ نو د اسلامي ټولنې لپاره دا مناسبه ده چې دا نادر او قیمتي ګوهر نړۍ ته معرفي کړي او د ویاړ مډال خپل کړي.
 عبدالله څوک دې؟ هغه د کومې کورنۍ څخه دې؟  کله یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې؟  د هغه د شخصیت د پرمختګ لاملونه او عوامل څه وو؟  کله يې اسلام قبول کړ او کومې لاسته راوړنې يې شاته پرېښودې؟  او په لسګونو نورې پوښتنې…
 د ګرانو لوستونکو د اسانتیا په خاطر مو د دې موضوع متن او منځپانګه په مختلفو برخو ویشلې ده . اوس به د دې موضوع لومړۍ برخه چې د حضرت سيدنا عبدالله ابن زبير رضي الله عنه د نوم، نسب، کورنۍ او قبيلې په اړه ده، د مطالعې او څېړنې لپاره وړاندې کړو.
 هیله مند یم چې الله تعالی به موږ په دنیا کې د دغو سترو شخصیتونو ریښتیني پیروان وګرځوي او د قیامت په ورځ  د داسې شخصیتونو سره حشر او یوځای کړي.
لنډیز
 حضرت سيدنا عبدالله بن زبير رضي الله عنه د قريشو سپه سالار، په مدينه منوره کې د مسلمانانو لومړی زېږېدلی، زړور زمری، د بيت الله عائذ او د کعبې مصلوب، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له یارانو څخه او د اسلام يو له زړورو مشرانو څخه دې چې نوم يې په تاريخ کې په زړورتيا، ايمان او سرښندنې سره ثبت شوى دې. د هغه زیږون په یهودي خرافاتو او توهماتو باندې د بطلان کرښه وه او ژوند یې د وخت د ظالمانو او جابرانو پر مخ یوه قوي څپېړه وه.
 چا چې خپل ژوند په اخلاص سره قربان کړ او د مظلوم خلیفه حضرت عثمان ذي النورین رضی الله عنه او بیا د ام المؤمنین عایشه صدیقه رضی الله عنها دفاع یې وکړه، هغه قایم اللیل او صائم النهار و. هغه د خپل پلار سره مینه درلوده او د مور اطاعت یې کاوه؛ د خدای کور ته یې پناه یووړه او کعبه یې ترمیم کړه.  هغه سړی چې تر وروستۍ سلګۍ پورې د ظلم پر وړاندې ودرېد او هېڅکله ذلت ته تسلیم نه شو او لکه د حضرت حسین رضی الله عنه په څېر د حق او حقیقت د دفاع لپاره یې خپله وینه د خدای د کور ترڅنګ قربان کړه.
ادامه لري…
Previous Articleسیکولریزم «په لوېدیځه ټولنه کې د تکامل د تیورۍ اغیزې او پایلې» (څلورویشتمه برخه)
Next Article سیکولریزم ته یوه کتنه (درېمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.