د ډاروین نظریه او په هغه باندې د باور ډول او په عملي ډګر کې د هغې تطبیق، په لوېدیځه ټولنه کې خورا ناوړه اغیزې او پایلې پریښې دي. دې پایلو په غربي ټولنه کې هغه پاتې لږ ایمان او سمه عقیده هم له منځه یووړله او دا ټولنه یې د پراخ او تقریبا مطلق الحاد کندې ته وغورځوله؛ که څه هم لوېدیځه ټولنه له ډیرې مودې راهیسې د دین او د هغه د لارښوونو او د خدای تعالی د ذات د معرفت په برخه کې د انحراف او الحاد سره لاس او ګریوان وه، خو دغه نظریه او کوم تفسیرونه چې د پلویانو لخوا یې وړاندې کېدل، په غربي ټولنه کې د ایمان او دیني عقیدې پر تابوت وروستی مېخ و.
په غربي ټولنه کې الحاد او بې دینۍ د ډاروین له تیورۍ مخکې هم شتون درلود؛ په دې ډول چې د فرانسې انقلاب د «عقيدې د ازادۍ» په شعار سره الحاد ته د ازادۍ اجازه ورکړه او د «نيوټن ميخانیکي» نظريې هم الحاد او ملحدانو ته ستر خدمت وکړ، خو له دې مسئلې سره سره الحاد تر ۱۸۵۹ کال پورې یوه محدوده فلسفي مسله وه او عیسوي عقیده د قوي مرکزونو لکه پوهنتونونو او ساینسي اکاډمیو لخوا چې د علمي پلاوو تر نظارت یا د کلیسایانو تر ولکې لاندې و، ساتل کېدله.
خو له دې کال وروسته غربي نړۍ د ډاروین د نظریې او د هغه د ناسمو تعبیرونو او د هغه ناوړه ګټې اخیستنې له امله چې متعصبو خلکو ترې اخیستله او د بې ساري ملاتړ له امله له نیمکړتیا او ننګونو سره مخ شوه. کلیسا چې له دې مخکې یې دریځ هم له منځه تللی و او په ډېرو مواردو کې یې نظریات او دریځونه د ساینسي نظریاتو له لارې رد شوي وو، دا ځل یې هم یو لړزوونکی او متزلزل دریځ خپل کړ. د ډاروين د نظريې په خپرېدو سره يو ځل بيا د کليسا او د دې نظريې د پلويانو تر منځ سخته جګړه پيل شوه، چې په پايله کې يې ديني عقیدې ټکنۍ شوې او الحاد او بې دینۍ خپره شوه او په عام ډول مذهبي فکر رد شو.
د دې جګړې او د ډاروين د نظريې او د مسيحيت د عقايدو تر منځ د جګړې لامل دا و چې دا دين د “مستقيم پيدايښت” په ډګر کې د ځانګړې عقیدې له امله د نورو ټولو الهي مذهبونو په پرتله د ډاروين د نظريې مخالف دې. بې له شکه، ټول الهی دینونه د مستقیم تخلیق په عقیده باور لري؛ خو عیسویت په دې عقیده کې زیاتی کړی او ویلي یې دي چې دا عقیده د مسیحي عقیدې بنسټ دی؛ ځکه چې “پلسي مسیحیت” په دې باور دې چې خدای تعالی آدم او حوا پیدا کړي او دوی یې د خیر او شر د ونې له خوړلو منع کړي دي، مګر مار دوی دوکه کړل او دوی د هغه ونې څخه وخوړل او د نه جبرانیدو وړ خطا مرتکب شول له هغه وخته تر ننه پورې د همدې میراثي خطا لرګي خوري، تر دې چې الله تعالی پر دنیا رحم وکړ او خپل زوی (نعوذ بالله من ذالک) یې د پیغمبر په توګه واستاوه او له همدې خطا څخه د انسانیت د ژغورلو لپاره په صلیب ووژل شو.
دا عقیده د کلیسا د تعلیماتو اساس دې، او تر څو چې یو څوک په دې باور نه وي، هغه په عیسویت کې مومن نه ګڼل کیږي؛ له دې امله، واضح خبره ده چې د ډاروین نظریه د عیسویانو له عقیدې څخه سرغړونه ده؛ ځکه چې دا نظریه به د عیسوي عقیدې له مخې د انسان د پیدایښت لاره ونه مني او په دې صورت کې به د “لومړۍ خطا” او “کفاره” کیسه چې د عیسویت د تعلیماتو او ریښو بنسټ دې، د کاغذي او بې ثباته ودانۍ په څېر به سقوط وکړي.