د مخلوقاتو د پیدایښت د تاریخ په اوږدو کې د ډولونو د تکامل او له هغو څخه د رامنځته شویو بدلونونو نظریه حتی د مسلمان مفکرینو په منځ کې هم ثابته ده او ډېرو اسلامي لیکوالانو په خپلو کتابونو کې هم ورته اشاره کړې ده. حتی د اسلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بلنې په پیل کې د مخلوقاتو د تکامل او د هغوی د حقیقت په اړه استدلال او داچې د تاریخ په اوږدو کې یې بېلابېلې بېلګې او بڼې تجربه کړې او بالاخره خپلې اوسنۍ بڼې ته ورسېدل، د الله سبحانه وتعالی د وحدانیت او د هغه د ذات د خالقیت د ثبوت یو له دلایلو څخه دې.
خو هغه څه چې د ډاروین نظریه ردوي او د منلو وړ یې نه ګڼي دا ده چې دا نظریه د الهي قدرت د نفی او له خالق څخه د انکار په لوري روانه ده او موخه یې دا ده چې دا وښيي چې مخلوقات په خپل تکامل او بقا کې خپلواک دي او د خدای ذات ته اړتیا نلري.
بې شمېره مسلمانو مفکرينو له پخوا څخه تر اوسه له دغې نظریې څخه یادونه کړې ده او دا نظريه يې په ظاهري او لومړني مفهوم کې د اسلامي افکارو او نظریاتو خلاف نه ګڼله، بلکې دا يې د الله تعالى د قدرت او خلاقيت د ثابتولو يوه طريقه ګڼلې ده؛ علماوو لکه: “امام فخرالدین رازي”، “امام ابن خلدون”، “مولانا جلال الدین رومي”، “امام محمد بن موسی الدمری”، “فارابي” او معاصر علماء لکه “شیخ محمد احمد باشمیل”، “محمد فريد وجدي، “عباس محمود عقاد”، “محمد قطب” او… دې موضوع ته اشاره کړې ده.
د اسلامي نړۍ نامتو مفسر او فيلسوف امام فخرالدين رازي په “المباحث المشرقیة” كتاب كې ليكي: «د انسان بدن له دې امله منځ ته راغلى چې هغه، د ځانګړو اندازو لرونکو عناصرو څخه جوړ شوى دې چې یو ځانګړی اغېزمن توب یې تجربه کړی، او دا اغېزمن توب د هغو ځانګړو اندازه لرونکو اجزاوو د راټولېدلو تابع ده په دې کې شک نشته چې د دې اجزاوو ترلاسه کول د هغو ځانګړو اندازو له مخې ممکن دې او د هغې اغېزمنتیا هم په ځانګړې توګه ممکنه ده، او د هغه شي حصول او لاسته راوړل چې په ممکن څیز باندې معلق وي، خپله یې هم ممکن ده؛ له همدې امله، دا ممکنه ده چې د تولید میتود له لارې د انسان بدن ترلاسه کړي.»
امام ابن خلدون چې یو اسلامي ټولنپوه او فیلسوف دی، د مخلوقاتو د تکامل په اړه لیکي: “بیا د تکامل نړۍ ته وګوره چې دا څنګه د کانونو، بیا نباتاتو او بیا د حیواناتو نړۍ په حیرانتیا سره په تدریجي ډول رامینځته شوه. د کانونو وروستی افق د نباتاتو له لومړي افق سره تړلی دې لکه بې ګټې او بې ثمره نباتات، او د نباتاتو وروستنی افق لکه د خرما ونې او انګور د حیواناتو د افق له پیل سره تړلي دي لکه حلزون او صدف او دا دوه یوازې د لمس کولو وړتیا لري. … او د حیواناتو نړۍ پراخه شوې او ډولونه یې زیات شوي او د پرمختګ د تدریجي پروسې په پای کې دا د دې لامل شوی چې انسان د افکارو او نظریاتو خاوند وي. همدارنګه د انسان تکوین د بیزوګانو له نړۍ څخه پیل شوی چې له هغوی سره یوازې احساس او ادراک موجود و، خو فکر، خیال او عملي فکر نه و او دا د انسان لومړنی افق و.”
امام “احمد بن سهل بلخي” چې یو له مشهورو اسلامي پوهانو او فیلسوفانو څخه دی، داسې لیکي: «انسان له رطوبت څخه پیدا شوی دی؛ کله چې کلونه تېر شول، هغه په وچېدو پیل وکړ او هغه لوښي له هغه څخه لرې شول. دا د دوی د خبرو لنډیز د حیواناتو د پیدایښت په اړه دې او آدم هم یو حیوان دی. له همدې امله له هغوی څخه د ځینو په وینا آدم علیه السلام د ځمکې له رطوبت څخه پیدا شوی دی، لکه څرنګه چې نور ژوندي مخلوقات پیدا شوي دي او د هغه پوستکی د ماهي د پوستکي په څیر و، او د ځینو نورو په وینا آدم علیه السلام په تدریجي ډول څرګند شو او د وخت په تېرېدو سره په انسان بدل شوی دې.»