موږ مخکې هم خبرې کړې دي چې بې شمېره لاملونه لکه بې وزلي، د خلکو په مالونو او شتمنیو د مذهبي مشرانو تسلط، د ازادۍ د غورځنګونو خپرېدل او له دیني چارو سره مخالفت، د عقلانیت نظریې خپرېدل او وده او همدارنګه د اروپا د ملت د مطالعې د کچې لوړېدل، د دیني حکومت په اړه د اروپا د خلکو په نظر او فکر کې بدلون راغی او په فرانسه کې لوی انقلاب رامنځته شو.
دې ټولو بدلونونو د اروپا په وچه کې د بدلون د بادونو څپېدنه اعلان کړه او د یوه نوي دور د پیل خبرداری یې ورکړ چې د ارزښتونو، افکارو او دریځونو له اړخه له تېرو زمانو سره مخالف و. د اروپایی هیوادونو په منځ کې، فرانسې ځانګړی کلتوری او ټولنیز وضعیت درلود او د دې وړتیا یې درلوده چې دا بدلونونه په ځانګړې توګه ومني.
د فرانسې تر انقلاب څو کاله وړاندې په فرانسه کې سیاسي فساد او اقتصادي سقوط خپل اوج ته رسېدلی و، په داسې توګه چې په ۱۷۸۷ کال کې د فرانسې د ملي خزانې وزیر ښاغلي “کالوین” دا خبره منلې وه، او د دې بې کفايتۍ د مخنيوي لپاره حکومت نوي او ملا ماتوونکي ټکسونه وضع کړل، چې په نتيجه کې يې د بېوزلو وضعيت لاپسې خراب شو او ښار يې د لوږې او بېکارۍ څپو را ولړزاوه .
دغه مهال چې د ولسونو د صبر کاسه ډکه شوې وه او د لوږې او بې وزلۍ له وجې په ګونډو شول، د خلکو دوه ډلې وې چې په هر ډول نعمتونو او خوندونو کې ډوب وو او له هر ډول امکاناتو څخه برخمن وو: ۱- مذهبي رجال او د کلیسا اهل؛ ۲- د امیرانو او شتمنو طبقه، د دې ترڅنګ د بادارانو کورنۍ هم وه چې د هر چا په اوږو دروند بار وو.
حالات داسې حد ته رسېدلي وو چې د ولسونو د نجات لپاره عمل او حرکت ته اړتیا وه چې د ظلم د له منځه وړلو او له مظلومانو څخه د دروند او ملا ماتوونکو فشارونو د له منځه وړلو لپاره خپلو اقدام وشي؛ په همدې خاطر د ملت ټول غړي سره راټول شول، بزګران، کارګران او کوچني کشیشان په یوه جبهه کې وو او په مقابل کې یې د دوو متعصبو طبقو یعنې د کلیسا د اهل او د امیرانو او فئوډالانو ائتلاف و.
د خدای تقدیر دا و چې د فرانسې ضعیف ملت به په زورواکو برلاسي شي او سرکشه او دنیاپالونکي خلک به مات شي. دغه انقلاب په لوېديځه نړۍ کې ډېرې مهمې پايلې درلودې؛ په دې ډول چې د عیسوي اروپا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو داسې جمهوري دولت رامنځته شو چې فلسفه یې د خدای د واکمنۍ پر ځای د ملت پر حاکمیت، د کاتولیکانو پر ځای د مذهبي ازادۍ، شخصي ازادۍ او په اخلاقو او مذهبي محدودیتونو باور کولو او د کلیسا د تصویبونو پر ځای د اساسي قانون پراساس جوړه شوه.
دغه انقلاب نا اشنا کړنې درلودې، په دې ډول چې د مذهبي ټولنو انحلال يې اعلان کړ، راهبان او راهبانې يې ازادې کړې، د کليسا جايدادونه يې ضبط کړل او ټول امتيازات يې لغوه کړل، ديني عقايد او باورونه په ژوره او سخته جګړه کې راګیر شول او تر فکري جګړې او برید لاندې ونیول شول او ديني مشران د دولت په وړاندې د عادي کارمندانو په توګه وګڼل شول .
دغه جنجالونه او د دغه انقلاب پايلې او اغېزې بې شمېره لاملونه درلودل، چې ځينې يې په لاندې ډول تحليل کېږي:
1- د هغه وخت د مذهب ضد فکر؛ د فرانسې د انقلاب د رامنځته کېدو او له هغې څخه د رامنځته شويو پايلو يو له مهمو لاملونو او دلایلو څخه هغه بېلابېل فکري او تیوریک مکتبونه او تحريکونه وو چې د روښانفکرۍ په دوره کې په يوه واحد هدف سره د دين او د هغه د لارښوونو له منځه وړلو لپاره رامنځته شوي وو او پر ځای د طبیعیزم مذهب او فلسفې ځای پر ځای کول وو.
د دې هدف لپاره درې مکتبونو او نظریاتو هڅه او کوښښ وکړ:
۱- علمي مکتب؛ په دې مکتب کې داسې کسان شامل وو چې علمي انګیزه یې درلوده او دیني افکار او نظریات یې د ساینس او پوهې مخالف ګڼل. د دې مکتب تر ټولو ښکاره بېلګه هغه ليکوالان وو چې د «ډني ډيډرو» تر مشرۍ لاندې يې د دائرة المعارف پروژه تر څارنې لاندې نيولې وه او د ويلز په وينا: دوی په ړندې دښمنۍ سره دين ته سپکاوی کاوه.
2- دوهم مکتب؛ دا هغه مکتب دی چې د ټولنیز او سیاسي کودتا سره رامینځته شوی. د دې تیورۍ په سر کې روسو د «ټولنیز تړون» کتاب لیکوال و، چې دا کتاب د فرانسې د انقلاب د انجیل په نوم پیژندل شوی و. فرانسوي فیلسوف او د “د روح قوانینو” کتاب لیکوال مونتسکیو هم د دې غورځنګ په سر کې و. د فرانسې د انقلاب مشرانو د هغه لیکنې او ویناوې کارولې او اصول یې له هغه څخه الهام اخیست.
د ټولنيز فکر موخه او غرض څرګنده او روښانه وه او دا وه چې د اخلاقو او ديني نظام پر ځاى ټولنيز مصلحت او ګټورې فردي اړيکې ټينګې شي. په دې نظریه کې د ټولنې بندګي او خدمت د الله تعالی د عبادت پرځای غوره کړل شو. له روسو نه مخکې په تېرو پېړيو کې ډېرو لوېديځو مفکرينو پر دې باور درلود او د فردي تفکر او د افرادو ګټې يې پر مذهب غوره ګڼلې او هغو ته یې لومړیتوب ورکاوه.
3- د دین خلاف فلسفي مکتب؛ دا مکتب د عقلانیت فیلسوفانو لخوا رهبری کیده. دوی د فرد او دولت تر منځ د اړیکو په برخه کې له نورو څخه مخکې وو او داسې ټولنه یې غوښتله چې دین له دولت څخه جلا وي؛ د دې ډلې لپاره، دا اړینه وه چې دین په بشپړه توګه له مینځه یوسي، ترڅو عقلانیت او د طبیعت قانون د هغې ځای ونیسي.
یهودي فیلسوف “اسپینوزا” د سیکولریزم مشر و چې هغه یې د ژوند طریقه او سمه لاره ګڼله. هغه د “خدای پیغام او سیاست” په نامه کتاب کې لیکي: “د دین او حکومت لپاره یو له خطرناکو شیانو څخه دا دی چې مذهبي خلکو ته د تصویب حق ورکړل شي او د حکومت په چارو کې د مداخلې اجازه ورکړل شي. برعکس، د دولت بقا او تاسیس هغه وخت زیاتیږي چې دیني خلک یوازې د دوی پوښتنو ته ځواب ووايي او په دې توګه په پخوانیو میراثونو باندې تکیه وکړي چې د خلکو په منځ کې ډیر یقیني او د منلو وړ وي.
یو بل فیلسوف چې دا مکتب یې تایید او تبلیغ کړ،« فولټیر» و؛ هغه د مفکرینو دین د توهماتو او متضادو افسانو څخه پاک ګڼلو. الماني فیلسوف« کانت» د فرانسې د انقلاب معاصر و او هغه یې منلی و او دغه مذهبی ضد فکر یې هم تایید کاوه.
په همدې خاطر او د بې دینۍ په فکر سره د فرانسې انقلاب وتوانید چې پخوانی فلسفی فکر پراخ کړي او اخلاقي او دیني ارزښتونه رد کړي او خالصې ګټورې اړیکې یوه مقدسه وسیله وګرځوي. نو په حقیقت کې بې دینۍ او له دیني لارښوونو څخه د تیښتې احساس د فرانسې د انقلاب د بریالیتوب او اغیزمنتوب لومړنی لامل و.