لیکوال: اسماعیل ساراني


همجنسبازۍ «همجنسپالنه» (لومړۍ برخه)

لنډيز
په ننني عصر کي موږ شاهدان يو چي لويديځوال له خپل ټول وس او توان څخه په استفادې سره غواړي ټول ولس او په ځانګړې توګه مسلمانان د بې لارۍ او فساد لوري ته بوځي.
د فساد او بې حیايۍ یو لامل “همجنس غوښتنه” ده، چې په کفارو او ازادي غوښتونکو هیوادونو کې په چټکۍ سره خپریږي. دا عمل د قرآن او سنتو د احکامو او لارښوونو خلاف او حرام دی، او د ګناه او فتنې په توګه معرفي شوی دی. همجنسبازي یو ناوړه عمل او د انساني فطرت خلاف عمل دی، چې له هغې څخه بیلابیلې ناروغۍ پیدا کیږي. خو د دين دښمنان دغه ناوړه عمل ته طبيعي او د انسان د فطرت عنوان ورکوي.
مقدمه
همجنسبازي په نننۍ نړۍ کې د یو ناوړه او جنایي عمل په توګه خورا پراخ شوی او ډیری پیروان یې ترلاسه کړي دي. ډېرو هېوادونو په تېره بيا لوېديځو هېوادونو دا ناروا عمل په خپلو اساسي قانونونو کې يو مشروع او د توجيه وړ عمل بللى او مخالفين يې په کلکه غندلي؛ د (۹/۲/۱۴۰۳ هجري قمري کال) د عراق پارلمان یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې همجنسبازان تر (۱۵) کلونو پورې په بند محکومیږی. كله چې دا خبر د لويديځوالو غوږونو ته ورسيد؛ امريکا، بريتانيا او… د دغه قانون پر تصويب سخت اعتراض وکړ.
خو غرب ولې همجنسبازۍ ته وده ورکول غواړي؟!
دوه عمده لاملونه دي، يو يې د کورنۍ له بنسټ سره مخالفت او بل يې له دين سره مخالفت دی؛ د بېلګې په توګه: ډاکټر کنګر وايي: “د کمونیسټانو لومړیتوب د همجنسبازانو له حقونو څخه دفاع نه ده، بلکې لومړیتوب یې د کورنۍ د بنسټ پر وړاندې اعتراض ته دوام ورکول دي.”
د مارکسیستي نړیوال کنفرانس کې دا هم ویل شوي: “موږ کولی شو ټولنه د همجنسبازۍ او سقطجنین له لارې کنټرول کړو!” او په استرالیا کې د کمونست ګوند هم ویلي: “د همجنسبازۍ په ملاتړ کولو سره، عیسوي مذهب ته ګوزار ورکړئ.”
یا “کارل مارکس” مشهور ملحد، د خپل معاصر ملحد “اینګلز” په لیک کې لیکي: “نېکمرغه هغه څوک دی چې کورنۍ نه لري.”
د ۱۹مې پېړۍ تر پایه پورې همجنسبازي د کلیسا له خوا ګناه ګڼل کېده او ډاکټرانو هغه جنسي انحراف ګڼل، تر څو چې د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۹۹۱ کال د مې په ۱۷مه هغه د رواني ناروغیو له لېست څخه حذف کړ.
ډیری لویدیځو هیوادونو یا ټولو، همجنس غوښتنه په رسمیت وپېژندل، او دغه اقلیت ډله نن ورځ په خپل څو رنګه بیرغ سره مشهوره ده. له بده مرغه نن ورځ موږ د دې رواني ناروغۍ د خپریدو شاهدان یو او ملاتړي یې هڅه کوي چې د رسنیو او ضعیفو دلیلونو له لارې خلک د دې ناوړه عمل په اړه قانع کړي او ډیری یې چې ځانونه روښانفکران او مسلمان ګڼي هم د همجنسبازۍ او له واده پرته اړیکو ملاتړ کوي .
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version