Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»سیکولاریزم»سیکولاریزم (دیارلسمه برخه)
سیکولاریزم سه شنبه _23 _جولای _2024AH 23-7-2024AD

سیکولاریزم (دیارلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابورائف


سیکولاریزم (دیارلسمه برخه)

 د نیوټن د جاذبې او انقلاب نظریه
 په اوولسمه پېړۍ کې د نړۍ او شته موجوداتو په اړه نوي او نوښتګر نظرونه د فیلسوفانو په افکارو پوښل شوي وو او د هغه وخت د دیني او علمي ټولنو ځانګړې توجه او پاملرنه یې ترلاسه کړې وه.  یو له سترو نویو تیوریو څخه د« اسحاق نیوټن» د« جاذبې نظریه» وه.
 اسحاق نیوټن په 1642کال کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او دا هغه نیټه ده چې د «ګالیله» د مړینې سره سمون لري.  د هغه عملیه او اکتشاف په حقیقت کې د ګالیله د عملیې بشپړونکی او دوام و؛ په دې ډول چې ګالیله په ۱۶۰۴ میلادي کال کې د «آونګ» نظریې په اکتشاف سره  د یوې نظریې لپاره لاره پرانستله چې باور لري:  “دا ممکنه ده چې د طبیعت ظاهري چارې د یو او بل سره د اړیکو په وسیله د  بهرني ځواک د مداخلې له اړتیا پرته تفسیر کړو.”
 په حقیقت کې د ګالیله اکتشاف د« طبیعت پالنې» مذهب او «میکانیکي» نظریې د لومړني بذر او تخم په توګه و، چې وروسته ډېر مشهور شو او غوغا یې جوړه کړه، کلیسا د دې نظر مخالفت وکړ او په حقیقت کې یې په وړاندې مبارزه وکړه او د هغه پیروان یې وغندل. کلیسا باور درلود چې شیان په خپل ذات کې د هیڅ عمل ځواک نلري ، مګر دا الهی پاملرنه ده چې دوی په خوځښت او حرکت راولي.
 که څه هم د کلیسا دا نظریه ظاهراً معقوله وه او د دیني ټولنو له خوا منل شوې وه، خو کلیسا د افق او لیدلوري د پراخوالي دې حد ته نه وه رسیدلې چې الله تعالی ته د افعالو د نسبت کولو له مخې چې د هغوی حقیقي فاعل دې، او اسبابو ته د هغو د نسبت ورکولو له اړخه چې د هغوی د ترسره کولو مستقیم اسباب دي، ترمنځ توپیر او تفکیک وکړي.  بلکي په هر نوي را منځته شوي شي باندي د کليسا قهر او غوسه د توازن او نرمي سره د چلند مخه نيولې وه.
 همدا رنګه د نويو افکارو خاوندان هم د غفلت او بې پروايي تر شا پټ شول او په پايله کې يې د الهي پاملرنې او توجه له اثر څخه په بشپړه توګه انکار وکړ او ټول مسايل يې په خپلو اسبابو پورې تړلي وو او په دې يې عقيده لرله چې هر هغه څه چې د یو شي مستقیم لامل وګڼل شي، اړتیا نشته چې د خدای مداخله او اغیزه فرض کړو.
 کله چې نيوټن د جاذبې نظريه وړاندې کړه او د رياضي له مشهورو او عمومي قوانينو سره يې موافقه وکړه، نو د لوستو ډلو عقل او فکر يې د ځان تابع کړ.  د دین دښمنانو هم دا یوه پیاوړې وسله ګڼله او هغه یې د «نیوټن انقلاب» په نوم ونومول او په حقیقت کې یې د یوې سترې بریا د ودې احساس کاوه؛ ځکه چې اوس د دې غیر معمولي قانون سره، دوی کولی شي نړۍ تشریح کړي او د کوپرنیک، ګالیله او برونو نظرونه هم تایید کېدل.
همدارنګه، دې نظریې د پخوا په پرتله د کلیسا ضعیف او بې بنسټه دلیلونه ډیر رد کړل. له همدې امله کلیسا  غوسې، کرکې او سختۍ ته مخه کړه او د هغه کسانو پر نیوټن چې د خدای تعالی په وجود یې باور درلود ، برید وکړ او د هغوی په باور د نوموړي نظریه د خدای تعالی له وجود څخه د انکار لامل شوې ده؛ ځکه چې هغه د نړۍ د الهي توجه او استدلال څخه انکار کوي، که څه هم وروسته ثابته شوه چې کلیسا په دې ادعا کې په سمه وه او طبیعت پالو د خدای تعالی څخه انکار وکړ، مګر کلیسا د دې نظریې په تړاو په خپل  موقف او دریځ کې غلطه شوه او په دریځ کې همدغه تېروتنه د دې ناسمې پایلې لامل شوه.
 په دې کې شک نشته چې د نیوټن نظریه د اروپایانو په ژوند باندې د اغیز کولو په برخه کې یوه له سترو ساینسي تیوريو څخه وه، چې د غربي مادي فکر بنسټ یې کېښود، او  “عقلي”  او  د طبیعت پالو مذهب  د همدې تیورۍ له لارې بریا ترلاسه کړه؛ همدارنګه الحادي مذهبونه او د  “وحی انکار” مذهب هم په یو ډول د دې ساینسي تیوري څخه اغیزمن شوي.
 په ټولیزه توګه په اوولسمه پیړۍ کې او د غربي مفکرینو له ټولو افکارو او نظریاتو څخه د دریو مهمو نظریو یادونه کولای شو:
 ۱-  د حقایقو ثبوت باید د غور او کتنې پر بنسټ وي، نه د نا تایید شویو روایتونو پر بنسټ؛
 ۲-  غیر حیواني نړۍ اغیزمنه او د بدلون وړ ده، او د هغې ټول بدلونونه د طبیعت د قوانینو پر بنسټ ترسره کیږي.
 ۳-  ځمکه د هستۍ مرکز نه دی او که د پيدايښت هدف هم ولري، نو هيڅکله هم د انسان لپاره هغه هدف نه دی، او په  اصل کې هدف پالنه، صحيح او علمي فکر نه دی.
 که اووه لسمه پېړۍ د کلیسا پر وړاندې د بغاوت او پاڅون پېړۍ وه، همدارنګه د عقایدو د پلټنو د محکمو زرینه پېړۍ هم وه او د نویو علومو پوهان له ډول ډول شکنجو او کړاوونو سره مخ وو.  د حرامو او ممنوعه کتابونو اوږده لستونه خپاره شوي و، چې د چا سره به وموندل شول نو سمدستي به د عقایدو د پلټنې محکمو ته ورپېژندل کیدل او د سزا او مجازاتو لاندې به ونیول شول.
کلیسا د ماډرنیزم د هرې هڅې سره مخالفت وکړ، که څه هم ګټور او ښه به و؛  په دې ډول چې د آلمان د یوه ښار رئیس له دندې ګوښه او تکفیر کړای شو؛ ځکه چې هغه روښنايي ګاز (پټرول مواد ) اختراع کړي وو، مګر کلیسا هغه د الهي مشیت په بدلولو تورن کړ، ځکه چې خدای شپه د شپې او ورځ د ورځې په توګه رامینځته کړې، او هغه په ​​​​دې اختراع سره د دوی بدلول غواړي .
 په حقیقت کې ویلای شو چې په اوولسمه پیړۍ کې د غربي ساینس پوهانو او فیلسوفانو نظریات چې په دین باندې د برید لامل شول، یو ډول غیر موجه او غیر هدفي غبرګون و چې هدف یې د کلیسا له غلامۍ څخه خلاصون او ژغورل وو، پرته له دې چې پایلې او موخې ته  یې ډیره پاملرنه وکړي.
 د دې افکارو په خپراوي او په ټولنه کې د دیني اصولو په له منځه وړلو کې لویه ونډه هم د نیوټن د تیورۍ د پایلو اغیزو ته ورګرځي. د هغه تیوري د فرانسې صنعتي انقلاب او د ډاروین تیوري دواړو ته لاره هواره کړه.  د هغه د نظریې اغیزې او پایلې ډیرې وې او په راتلونکې موضوع کې به پرې بحث وکړو.

 

 ادامه لري…
Previous Articleهمجنسبازۍ «همجنسپالنه» (لومړۍ برخه)
Next Article د محدثینو او فقهاوو له نظره د امام ابوحنیفه «رحمه الله» علمي مقام

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اووه‌ویشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD4 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD6 Views

ليکوال: عبيدالله نيمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک نولسمه برخه امام غزالي رحمه‌الله…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه لومړۍ برخه سریزه:…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.