د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (پنځوسمه برخه)
حضرت خالد رضي الله عنه په شام کې
د حضرت سيدنا ابوبکر صديق رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د شام خاوره د روميانو تر واک لاندې وه او په دې خاوره کې يې په مېشتو عربانو هر ډول ظلمونه ترسره کول؛ تر دې چې سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله عنه په دې اړه جدي پرېکړه وکړه او په شام کې د جهاد لپاره یې ښه سمبال لښکر او پوځ چمتو کړ. هغه ټول احتمالات وڅیړل او یو ګټونکی پلان یې طرح کړ.
د شام فتحه د حضرت سيدنا صديق اكبر رضي الله عنه لپاره ډېره مهمه وه او د اسلام په تاريخ كې يوه ستره لاسته راوړنه ګڼل كېده؛ د دې خاورې د فتحې په اړه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بشارت ورکړل شوی و او په دې اړه ډېر احادیث هم راغلي دي. له همدې امله حضرت سیدنا ابوبکر رضي الله عنه دا مهمه وګڼله او هلته یې د مبارزې لپاره تکړه او تجربه کاره قومندانان وټاکل او شام ته د حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه د لېږلو یو لامل همدا و؛ ځکه چې د عراق او ایران د بشپړې فتحې لپاره کافي فرصت موجود و چې د هغه هېواد ډېرې مهمې سیمې هم فتحه او د اسلام تر واکمنۍ لاندې وې.
شیخ شلبي رحمه الله په دې اړه لیکي: سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله عنه د روم په اړه جدي پرېکړه وکړه؛ خلک یې جهاد ته راوبلل او یو لوی لښکر یې تیار کړ، د څلورو لښکرو بیرغونه یې پورته کړل چې د یزید بن ابو سفیان، شرحبیل بن حسنه، ابو عبیده بن جراح او عمرو بن عاص په نومونو څلور قومندانان وو. دوی ته یې د ماموریت ځای، د حرکت لاره او د هر یو مسؤلیتونه تشریح کړل.
هغه يزيد بن ابو سفيان دمشق ښار ته، شرحبیل بن حسنه د اردن خاورې ته، ابو عبيده بن جراح حمص ښار ته او حضرت عمرو بن عاص رضی الله عنهم اجمعین يې د فلسطین خاورې او استاوه.
دا څلور لښکرې په جلا جلا توګه حرکت وکړ تر دې چې شام ته ورسېدل؛ هر لښکر په هغو ځایونو کې ځای پر ځای شوی و چې د دوی لپاره د خليفه لخوا ټاکل شوی و او د مسلمانانو د خلیفه سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله عنه د حکم په تمه وو.