لیکوال: ابوریان عزیزي


فمینیزم (شپږ ویشتمه برخه)

 د څو واده کولو دلائل او حکمتونه
 دیارلسم دلیل: د نارینه وو جنسي او ټولنیز بلوغ او د واده لپاره د دوی چمتووالی وروسته راځي او دوی د میرمنو په پرتله وروسته بالغ کیږي، او ډیر لږ داسې پیښیږي چې یو سړی د پنځه ویشت کلنۍ څخه مخکې واده ته چمتو وي، په داسې حال کې چې د میرمنو بلوغ او د واده لپاره چمتووالی په کم عمر کې واقع کیږي؛ له همدې امله د نارینه وو په پرتله ډیرې ښځې واده ته چمتو وي، او که چیرې ښځه د نارینه په څیر انتظار وکړي او په 25 کلنۍ کې واده وکړي، نو هغه به  ځوانۍ او تازه والي له لاسه ورکړي، او دا هغه څه دي چې زموږ په ټولنه کې لیدل کیږي، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې دوی زده کړې کوي او غواړي خپلې زده کړې پای ته ورسوي او په پای کې دوی پوه شي چې عمر یې ډیر شوی او دوی د واده له کتار څخه شا ته پاتې دي او نارینه له داسې میرمنو سره علاقه نه لري او په پایله کې دا ډول میرمنې خپل ژوند په نا امیدۍ تیروي.
 څوارلسم دلیل: ښځي د نارینه وو په پرتله د جماع لپاره لږ لیواله وي او اکثره ښځي شرمیږي او ډیر لږ نارینه دي چي له یوې ښځي اشباع وي او شاید داسي ښځي وي چي د نارینه وو په مقابل کي  توان او وړتیا نلري، په تېره بیا هغه وخت چي دا ښځي د پنځوسو کالو ته ورسیږي.
 هغه دلایل چې پورته ذکر شول، هغه څوارلس لاملونه دي چې د هر انسان اړتیاوې د څو واده کولو اهمیت ته بیانوي، او فمینیسټان هم په اسلام باندې  د کثرت ودونو په وجه نیوکه کوي، هغوی په اصل کې د نارینه وو دغه اړتیاوې له واده څخه بهر د دوستۍ او نامشروع  اړیکو  په ټینګولو کې حل کوي؛  فمینیسټان که په کثرت واده باندې اعتراض کوي چې په هغه کې د ښځې عزت او حیا دواړه خوندي وي او د نارینه وو د لوبو کولو آله نه وي، دوی د هغې د جبران لپاره نور غیر انساني بدیلونه وړاندیز کوي، چې په دې نسخو کې، بې وزله ښځه د تاوان سره مخ کیږي له بلې زاویې که پام وکړو ټولنه په فساد اخته کیږي، په هغو نسخو کې چې فیمینیسټان د ښځو لپاره جوړوي، ښځې د نارینه وو د لوبو او لهو او لعب د اسبابو  په توګه ساتل کیږي او کارول کیږي، د ښځو حیثیت ته زیان رسیږي، او د ښځو پت او عفت تر پښو لاندې کیږي او د دې ټولو رسوایو او سپکاوي په پای کې د ښځو شخصیت ته زیان رسیږي؛ سړي د څو ورځو لپاره له دې ښځې سره په دوستۍ او ملګرتیا خپلې جنسي اړتياوې پوره کوياو خپلې موخې ته تر رسیدو وروسته، ښځه پرېږدي او ځي ، بيا نه مهر ورکوي او  نه هم د ښځې نفقه ورکوي او اولاد چې له دې نامشروع اړیکې څخه نړۍ ته راځي بې برخلیکه او بدمرغه پاتې کیږي او له سمې روزنې او  زده کړې څخه بې برخې کیږي او په ټولنه کې ګډوډي راولي.
په داسې حال کې چې اسلام غواړي چې انساني ټولنې روغې پاتې شي او نارینه او ښځې سالمې اړیکې ولري چې یوازې د دایمي واده له لارې ممکن دي. واده د ښځې د خوښۍ، وقار او عفت ضامن دی او د هغې د اولادونو لپاره رحم، شفقت او سالمه روزنه او مناسب کفالت منځ ته راوړي او سړی هم کولای شي د شرعي شرطونو او معیارونو په پام کې نیولو سره د نکاح او واده له لارې او هوساینې او نېکمرغۍ ته ورسیږي .
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version