لیکوال: البتّار


خوارج (څلورمه برخه)

 د امیرالمومنین حیدر کرار رضی الله عنه او خوارجو ترمنځ خبرې
 د بهرنیو فتنه ګرو پر وړاندې د امیرالمومنین رضی الله عنه زړه سوی او د حجت اقامه کول:
 په حقیقت کې صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین او په ځانګړې توګه خلفای راشدین پر دې امت ډېر زړه سوانده او مهربانه وو او تر وروستۍ شېبې پورې؛ حتی د دښمنانو ، مفسدینو او بدعتګرانو پر وړاندې یې زړه سوي او خواخوږي کوله؛ خو د حق د نه منلو او د الله تعالی د رضا لپاره د حجت له وړاندې کولو وروسته، پر هغوی ډېر په قهر او غوسه شول او په حقیقت کې دوی د «اشدآء علی الکفار رحماء بینهم» آیت مصداق وو [ځکه چې د خوارجو کفر د سلفو او خلفو ترمنځ اختلافي ده].
 حضرت علي رضي الله عنه د حضرت ابن عباس رضي الله عنه له رالېږلو وروسته په مسجد کې د خوارجو له پاڅون او د تکفير سره سره بيا هم له دې فتنه ګرو سره په نرمۍ خبرې کولې؛ ځکه د تاریخ په اوږدو کې دا طریقه د پیغمبرانو علیهم السلام  وه؛  حضرت موسی علیه السلام هم په لومړي سر کې له فرعون سره په نرمۍ خبرې وکړې ، په سورة طه کې الله تعالی فرمایلي دي: «فقولا له قولا لینا لعله یتذکر او یخشی»؛ ژباړه: (هغه سره په نرمۍ سره خبرې وکړئ ، ښایي نصیحت ومني یا وډار شي).
 خو د حجت له اقامې وروسته چې په راتلونکي کې به يې يادونه وشي، د نهروان جګړه او له خوارجو سره لومړۍ تاريخي جګړه پيل شوه او له همدې ځايه يې خپل شدت وښود او دغه ظالمه ډله يې ښه وځپله؛ ځکه الهي سنت دا دې چې د حجت او دلائلو له وړاندې کولو وروسته به سزا وي؛  لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په سورت بني اسرائیل کې فرمایلي دي: « وما کنا معذبین حتی نبعث رسولا»؛ (او موږ به هیڅ شخص او قوم ته عذاب ورنکړو؛ تر هغه چې موږ رسول ور ولیږو).
اوس تاریخي خبرې اترې بیانوو:
  کوفې ته له ستنيدو وروسته له نورو خوارجو سره د مناظرې او له هغوي سره د چلند د څرنګوالي په هکله د امیرالمومنین علي رضی الله عنه حرکت او د هغوي بیاځلي پاڅون او بغاوت :
 وروسته له دې چې ابن عباس له خوارجو سره مناظره وکړه او دوه زره تنو يې د هغه بلنه او دعوت ته مثبت ځواب ورکړ، اميرالمؤمنين علي رضی الله عنه د هغوى خوا ته ورغى او خبرې يې ورسره وکړې او هغوى بېرته کوفې ته ولاړل؛ خو دا تړون ډېر دوام ونه کړ؛  ځکه خوارجو ته د علي رضی الله عنه له قوله معلومه شوه چې هغه د حکمیت په اړه له خپل نظر څخه راګرځېدلی او له خپلې تېروتنې یې توبه کړې ده – د دوی په وینا – او دا ګمان یې په خلکو کې خپور کړ او اشعث بن قیس کندي امیرالمؤمنین ته ورغی او ورته یې وویل: خلک وايي چې ته له کفر څخه راګرځېدلی یې، علي رضی الله عنه  د جمعې په ورځ د خدای له حمد او ثنا وروسته خبرې وکړې او د خوارجو او د هغوی له خلکو مخالفت او هغه مسله چې د دوی د ویشلو لامل شوې، بیان کړه.
په بل روایت کې راغلي دي چې:  یو سړی راغی او ویې ویل : «لا حکم الا الله»؛ له الله پرته بل هیڅ حکم نشته، بیا بل کس وویل: «لا حکم الا الله»؛ له الله پرته بل هیڅ حکم نشته؛ بیا د جومات له کونجونو څخه څو کسان پورته شول او غږ یې وکړ چې«لا حکم الا الله»؛ له الله پرته بل هیڅ حکم نشته، حضرت علي رضی الله عنه ورته د کښېناستو اشاره وکړه او ویې ویل: هو!  “لا حكم الا الله، کلمة حق اريد بها الباطل” هغه حقه کلمه ده چې په هغه سره تاسو د باطل امر غوښتنه كوئ، زه ستاسو په اړه د الله تعالى د حكم انتظار كوم.
 او د منبر پر سر يې په اشاره سره هغوى خاموش کړل، يو کس چې دوه ګوتې يې په غوږونو کې کېښودلې وې، راپاڅېد او ويې ويل:  “لئن اشرکت لیحبطن عملک ولتکونن من الخاسرین»؛ ژباړه:  که تاسو شرک کوئ نو ستاسو عملونه به خامخا له منځه ولاړ شي  او خامخا به له تاوانیانو څخه شئ.
 امیرالمومنین علی رضی الله عنه هم ورته په دغه آیت سره ځواب ورکړ: «فاصبر ان وعدالله حق ولا یستخفنک الذین لا یوقنون»؛ نو انتظار وکړه، ځکه چې د خدای وعده ریښتیا ده او پام چې هغه څوک چې ایمان نه راوړي ، تاته سپکاوی نه کوي .
 امیرالمؤمنین د دغې افراطي ډلې په وړاندې خپله عادلانه او روښانه تګلاره اعلان کړه او ورته یې وویل: تاسو په دریو مواردو کې زموږ په نظر حق لرئ:
  1. موږ به تاسو په دې جومات کې له لمانځه څخه منع نه کړو؛
  2. موږ به تاسو د هغه فیئ له برخې څخه بې برخې نه کړو چې تاسو پکې لاس درلود؛
  3. تر څو چې تاسو له موږ سره جګړه نه کوئ موږ به درسره جګړه ونه کړو.
 حضرت علي رضي الله عنه دا حقوق د دوی لپاره ګڼي، تر څو چې له خلیفه سره جګړه ونه کړي او د اسلامي ټولنې پر ضد پاڅون ونکړي او په عین حال کې د اسلامي عقیدې په چوکاټ کې خپل نظریات ولري، په لومړي سر کې دوی له اسلام څخه نه بهر کوي او د نظر اختلاف حق د دوی لپاره خوندي ده، پرته له دې چې د فرقه پالنې او جلا والي سبب شي او وسلې وکارول شي.
 حضرت علی رضی الله عنه د دوی او نورو لپاره چې د دوی د نظریاتو او ظاهري کړنو پلویانو و، د دلیل او حق او حقیقت په روښانه کولو کې لیوالتیا درلوده ، هغه خپل یو کس ته وویل چې په قاریانو او د قرآن په حافظانو غږ وکړي چې د ده حضور ته ورشي؛ له همدې امله يې کور د قرآن له قاریانو ډک شو، هغه د امام غټ مصحف وغوښت او په لاس يې په واهه او ویل یې : اې مصحف، د خلکو لپاره خبرې کوه،  خلکو غږ پرې وکړ او ویې ویل: دا يوازې جوهر او کاغذ دې او موږ د هغه څه په اړه خبرې کوو چې موږ پوهیږو، تاسو څه غواړئ؟  ويې ويل: ستاسو دغه دوستان چې زما او د دوى تر منځ په هغه څه کې چې د خداى کتاب يې ايښودلى دى او خروج یې کړی دې، خداى تعالى په خپل کتاب کې د مېړه او ښځې په اړه فرمايي: «و ان خفتم شقاق بینهما فابعثوا حکما من اهله و حکما من اهلها ان یریدا اصلحا یوفق الله بینهما ان الله کان علیما خبیرا»؛  ژباړه :  او که د دوی(میړه او مېرمنې) تر منځ له بېلېدو وېرېږې؛  نو د مېړه د کورنۍ او د مېرمنې د کورنۍ څخه حکًم وټاکئ، که دوی همغږي وي، نو خدای به دوی همغږي کړي.”
له همدې امله د محمد صلی الله علیه وسلم د امت وینه او حرمت د مېړه او مېرمنې تر منځ د اړیکو په پرتله ډېر مهم دی، دوی له ما څخه په دې خاطر په غوسه دي، چې ما له معاویه سره لیکنه کړې او لیکلي مې دي: علي ابن ابي طالب (د امیرالمومنین له لقب پرته)، موږ په حدیبیه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، کله چې هغه له قریشو سره سوله وکړه او سهیل بن عمر موږ ته راغی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیکل: «بسم الله الرحمن الرحیم » سهیل وویل : داسې نه لیکم، بلکه داسې لیکم: «بسمک اللهم»،  د خدای رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  ولیکئ، ما هم لیکلی دی؛ بیا یې وویل:  دا هغه څه دي چې محمد صلی الله علیه وسلم یې پر بنسټ سوله وکړه، ویې ویل: که زه پوهیدم چې ته د خدای رسول یې، ما به ستا مخالفت نه کاوه؛ بیا یې ولیکل:  دا هغه څه دي چې محمد بن عبدالله له قریشو سره سوله وکړه، خدای په خپل کتاب کې فرمایي: «لقد کان لکم فی رسول الله اسوة حسنة لمن کان یرجوا الله والیوم الاخره و ذکر الله کثیرا»؛ ژباړه: یقیناً ستاسو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په پیروۍ او اقتدا کې غوره نمونه ده، د هغو کسانو لپاره چې د خدای او د آخرت د ورځې امید لري.
 کله چې خوارج ډاډه شول چې اميرالمؤمنين ابو موسى اشعري د حَکم په توګه د لېږلو پرېکړه وکړه، له هغه یې وغوښتل چې له دې کار څخه ډډه وکړي، حضرت علي ونه منله او ورته يې وويل چې دا خيانت دى او د تړون ماتول دې، موږ د خپلو او هغوی په منځ کي تړونونه کړي دي او الله جل جلاله فرمايي: «و اوفوا بعهدالله اذا عاهدتم ولا تنقضوا الایمان بعد توکیدها وقد جعلتم الله علیکم کفیلا»؛ ژباړه:  “او کله چې تاسو له الله سره تړون وکړ، نو خپل عهد ومنئ او د هغه له ټينګولو وروسته خپل قسمونه مه ماتوئ، که څه هم تاسو خدای خپل ضامن ګرځولی وي.”
 له همدې امله خوارجو پرېکړه وکړه چې له اميرالمؤمنين علي کرم الله وجهه څخه جلا شي او د ځان لپاره يو امير وټاکي، نو د عبدالله بن وهب راسبي په کور کې سره راټول شول او هغه ورته يوه په زړه پورې خطبه ورکړه؛ هغوی ته یې وویل چې له دې دنیا څخه لرې اوسئ او د آخرت او جنت غوښتنه یې وکړه او دوی یې وهڅول چې په نیکۍ امر وکړي او له بدو څخه یې منع کړي، بیا یې وویل:  وروڼو له دې سیمې څخه چې خلک یې ظالمان دي، راشئ چې د څنډو او شاوخوا سیمو او د غرونو لمنو او ځینو میدانونو ته چې د دې ظالمانه فرمانونو څخه اغیزمن شوي ندي، ولاړ شو؛ بیا حرقوس بن زهیر پاڅېد او د خدای له حمد او ثنا وروسته یې وویل: د دې دنیا مال او ګټه واړه او کم دي او له دې څخه د وتلو وخت نږدې دی؛ نو اجازه مه ورکوئ چې د هغې ښایست او زینت مو د حقوقو له غوښتلو او له ظلم څخه په انکار منع نکړي. «ان الله مع الذین اتقوا والذین هم محسنون»؛ ژباړه:  “بیشکه الله د پرهېزګارانو او نیکو خلکو سره دی.”
حمزه بن سنان اسدي وویل: ای خلکو رایه هغه ده چې تاسو یې لرئ او حق هغه دی چې تاسو یې وایئ؛  نو یو څوک خپل مسؤل او امیر وټاکئ، تاسو باید مشران، غشې او بیرغ د پورته کولو لپاره ولرئ؛ دوی د زید بن حصن طایي پسې څوک واستول او مشري یې هغه ته وړاندیز کړ ؛خو هغه ونه منله، بيا يې حرقوص بن زهير ته وړانديز وکړ، هغه هم ونه منله او حمزه بن سنان ته يې وړانديز وکړ، هغه ونه منله، شريح بن ابي اوفي عباسي ته يې وړاندې کړ، هغه هم ونه منله او عبدالله بن وهبي راسبي ته يې وړاندي کړه، چې هغه ومنله او ويې ويل:  په خداى قسم چې دنيا ته د رسېدو لپاره مې دا نه ده منلې او نه به يې له مرګه د خلاصون لپاره پرېږدم.
 دوی همدارنګه د زید بن حصن طایي سنبیسی په کور کې راغونډ شول او هغه ورته وینا وکړه او هغوی ته یې د نیکۍ امر او له بدیو څخه منع کولو ته وهڅول او د قرآن کریم آیتونه یې ورته ولوستل، دا آیت یې تلاوت کړ:« یا داود انا جعلناک خلیفة فی الارض فاحکم بین الناس بالحق… الخ» ژباړه: اې داود موږ ته په ځمکه کې خليفه ګرځولی یې؛ نو د خلکو په منځ کې په حقه فیصله وکړه…
 او دا چې فرمايي:  « ومن لم یحکم بما انزل الله فألئک هم الکفرون»؛ ژباړه: او هغه کسان چې د الله له نازل شوي حکم سره سم قضاوت نه کوي، هغوی پخپله کافران دي.
 او دا چې فرمايي:  « ومن لم یحکم بما انزل الله فالئک هم الظلمون»؛ ژباړه:  “او هغه کسان چې د الله له نازل شوي حکم سره سم قضاوت نه کوي، دوی پخپله ظالمان دي.”
 او په بل آيت کې فرمايي: «ومن لم یحکم بما انزل الله فألئک هم الفسقون»؛  ژباړه:  “او هغه کسان چې د الله د نازل شوي حکم سره سم فیصله نه کوي، دوی پخپله نافرمان دي.”
 هغه وفرمایل: زه زموږ د دعوت او زموږ د قبلې د خلکو په وړاندې ګواهي ورکوم چې هغوی د خپل نفس پیروي کړې او د کتاب حکم یې پريښی دې او په خبرو او عمل کې یې ظلم کړی دی او له هغوی سره جهاد پر مؤمنانو واجب دی، له هغوی څخه یو کس چې عبدالله بن شجره سلمي و، و یې ژړل او د خلکو په وړاندې یې په پاڅون وهڅول او د خپلو خبرو په منځ کې یې وفرمایل:  د هغوی په مخونو او تندیو په توره ووهئ، تر څو چې د  مهربانه او رحیم خدای اطاعت وشي، که تاسو بریالي شئ او د خدای اطاعت وکړئ لکه څنګه چې تاسو غواړئ، د اطاعت کوونکو اجر او ثواب د هغه په امر تاسو ته رسیږي او که تاسو ناکام شوئ؛ نو د خدای رضا او د هغه جنت ته د رسیدو له تقدیر څخه غوره څه دي.
ابن کثير د هغه څه له يادولو وروسته چې د شيطان له خوا پر دوى نازل شوى و، وايي:  دا ډول خلک د آدم عليه السلام له عجيبو اولادونو څخه دي، پاک او ښايسته خداى دى، چې خپل مخلوقات يې لکه څنګه چې یې غوښتل، متنوع پیدا کړل او خپل لوى تقدير يې له مخکې رالېږلى دى؛ د خوارجو په اړه يو پخوانى وايي: د خداى په دې قول كې د دوى يادونه شوې ده: «قل هل ننبئکم بالاخسرین اعمالأ- الذین ضل سعیهم فی الحیاة الدنیا و هم یحسبون انهم یحسنون صنعا- اولئک الذین کفروا بآیات ربهم و لقآئه فحبطت اعمالهم فلا نقیم لهم یوم القیامة وزنا» ؛ژباړه: ووایه ایا موږ تاسی ته د ډیرو زیان رسونکو خلکو څخه خبر کړو؟  دا هغه کسان دي چې د دنیا په ژوند کې یې هڅې ضایع شوې او ګومان کوي ​​چې دوی ښه کار کوي، [هو] دا هغه کسان دي چې د خپل رب له آیاتونو او د هغه سره د ملاقات منکر وو، چې په پایله کې د دوی عملونه خراب او تباه شول او د قیامت په ورځ به یې ارزښت ورنکړو .
 مطلب دا دی چې دا هماغه جاهل خلک دي چې په خپلو خبرو او عملونو کې ګمراه او بدمرغه دي او د مسلمانانو له منځه په وتلو سره يې اجماع وکړه او هوکړه یې سره وکړه چې دوی به مداین ته ولاړ شي ترڅو هغه سیمه ونیسي او هلته پرلت وکړي او هلته خپل همفکره او همپاله خلک او ډلې ولټوي او له هغه ځایه یې بصرې او نورو سیمو ته ولیږي، زید بن حصن طایي هغوی ته وویل: تاسو مداین ته نه شئ تللای ،هلته یو لښکر دې چې تاسو د هغه سره د مقابلې توان نلرئ او تاسو ننوتلو ته نه پریږدي؛ خو له خپلو وروڼو سره د جوکي سيند د پله په لوري ناسته وکړئ او په ډله ييزه توګه کوفه مه پرېږدئ؛ بلکي يو په بل پسې لاړ شئ تر څو ستاسو په مقابل کې هيڅ چل او پلان ترسره نشي؛ نو له همدې امله يې د بصرې او نورو ځايونو خپلو ټولو همفکره او همذهبه کسانو ته يو عمومي ليک وليکل او هغوی ته یې ولیږه چې د دغه سیند پرغاړه را غونډ شئ چې د خلکو پر وړاندې د يو موټي  په څېر وي؛  بیا دوی په پټه او یو په یو روان شول تر څو هیڅوک دوی ته پام ونه کړي او د دوی د وتلو مخه ونه نیسي؛ له همدې امله دوی له خپلو پلرونو، میندو او ترونو او ماماګانو سره لاړل او له نورو خپلوانو څخه جلا شول، ځکه چې دوی باور درلود چې هغوی ناپوهان دي او د دې موضوع په اړه چې د اسمانونو او ځمکې د خدای د رضایت سبب کیږي، ډیر لږ پوهه او علم لري، په داسې حال کې چې دوی پخپله په دې نه پوهېږي چې دا کار له سترو هلاک کوونکو ګناهونو څخه دى او لويه خطا ده او دا هغه څه دي چې له اسمانونو څخه رټل شوی ابليس د دوى لپاره زينتي او ښایسته کړي دي، هغه چا چې زموږ له پلار ادم عليه السلام او له هغه وروسته يې د اولادونو سره دښمني کوي او هغوی خطا باسي؛ یوه ډله خلک خپلو ځینې اولادونو او ورونو ته ورسیدل او بېرته یې راوغوښتل او ملامت یې کړل، ځینو بیا هم مقاومت وکړ او ځینې یې له خپلو کورنیو وتښتېدل او له خوارجو سره یو ځای شول او د قيامت په ورځ به زيانمن شياو پاتې نور له هغه ځايه لاړل او د بصرې او نورو ځايونو هغه خلك چې د دوى لپاره يې ليك ليكلى و، دوى ته ورسېدل او دوى ټول په نهروان كې راغونډ شول او ډېر پياوړي او د ځواک خاوندان شول.
کله چې دواړه حَکمونه د ناخوښۍ په حالت کې یو له بل څخه جلا شول، امیرالمومنین په نهروان کې راټول شوي خوارجو ته یو لیک ولیکه او له هغوی یې وغوښتل چې خپل اصلي حالت ته را وګرځي او له موږ سره د شام د خلکو په وړاندې د جګړې لپاره راشئ؛ خو هغوی ونه منله او ویې ویل:  تر ​​څو چې ته په خپل کفر  شاهدي ورنکړې او توبه وباسي، علي رضی الله عنه هم دا ونه منله.
 په يو روايت كې راغلي دي چې علي ته يې وليكل: اما بعد،  ته  د خپل رب لپاره  په غوسه نه شوې؛ بلکه، ته یوازې د خپل ځان لپاره غوسه شوې؛  نو که تاسو د خپل کفر په وړاندې شاهدي ورکړئ او توبه ومنئ، نو موږ به فکر وکړو چې زموږ او ستاسو ترمنځ څه پیښ شوي، که نه نو موږ به له تاسو څخه په بشپړه توګه جلا شو، کله چې علي رضی الله عنه د دوی لیک ولوستل  له هغوی څخه ناهیلی شو او پرېکړه یې وکړه چې دوی پریږدي او خلک د شام د خلکو سره مقابلې ته بوځي ترڅو  د هغوی سره جګړه وکړي.
 دا قضیه چې خوارجو اعلان وکړ چې علي  رضی الله عنه کافر شوی دی او له هغه څخه یې د توبې غوښتنه وکړه، له دې روايتونو نه ثابتېږي؛ خو د خوارجو له نظر سره د علي، عثمان او د هغوی په واسطه د خلکو ازمایښت په اړه سمون او مطابقت لري.
 سبحان الله! د پخوا زمانه څومره  اوسني عصر ته ورته ده او د عصر خوارج هم د هغوی په شان د حق او نصوصو څخه خبرې کوي؛ خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا له مخې  د دوی له ستونو څخه نه ښکته کیږي، یعنې د نصوصو په موخې، مفهوم او اشتباه نه پوهیږي او له هغو څخه ناسم مفهوم اخلي او بیا د خپلو صفتونو له مخې په مسلمانانو او خیر الامة باندې برید کوي؛ لکه څنګه چې دوی په تیرو وختونو کې کړي او په خپله تقوا کې یې زیاتی او افراط وکړ او په هر څه کې افراط  د ظلم او زیاتي لامل کیږي او حتی د هغو خوارجانو په څیر چې مسلمانان او د امت غوره خلک یې تکفیر کول او بیا مرګ یې مباح بولي ؛  لکه څنګه چې دوی د خلفای راشدینو، عثمان او علي رضی الله عنهما په وړاندې وکړل چې دوی د عشره ی مبشره له ډلې څخه دي؛  نو له همدې امله د پاتې امت تکفیر او وژل د دوی لپاره د څښاک اوبو په څیر دی.
 حضرت علي رضي الله عنه د حکمت او مصلحت په خاطر او د مسلمانانو تر منځ د جګړې د اور د نه بلېدو او د غوره مصلحت په پار، د قصاص اجرا کول د خپل وخت تر را رسیدو پورې وځنډول، تر څو د مسلمانانو تر منځ د جګړې مخه ونیول شي او د اسلامي نظام  او د هغه د شتمنۍ او اقتصاد او یووالي د ړنګیدو او له منځه تللو مخه ډب شي او مصلحت هم په همدې کې و؛ خو تېر او اوسني خوارج، د حکومت، اقتصاد او سرمايې د ارزونې او پاتې کيدو معيار باالکل په نظر کې نه نيسي؛ ځکه چې د اسلامي نظام استقامت او  ثبات د هغه د ستنو او اقتصاد ترمنځ د وېش او اختلاف په نشتوالي کې دی؛ له همدې امله شیخ عبدالعزیز طریفی په خپل کتاب کې یوه ډېره ښکلې مقوله داسې بیانوي: « د ارجاء د اهل او خلکو معیار، یوازې د دنیا مصلحت دی؛ كه څه هم ټول دين له منځه لاړ شي، او د خوارجو معیار يوازې د دين مصلحت دې ؛  که څه هم دا د ټولې دنیا د تباهۍ لامل شي، ځکه چې دوی د دین د اصولو د ساتلو او د هغه د څانګو په ساتلو کې او د نړۍ د اصولو د خرابولو او د هغې د څانګو په خرابولو کې توپیر نه کوي، په داسې حال کې چې دنیا ضروري بنسټ لري چې دين له دې پرته نه شي ټينګېداى، او څانګې لري چې د هغوی له امله دین نه ترپښو لاندې کیږي .
او دې بدکارو خلکو د متشابهاتو نصوصو په کارولو سره په خپل ناقص عقل استدلال کاوه، نه د راسخو علماوو او ​​صحابه کرامو په ثابت تفسیر؛  په صحابه کرامو کې حتی تر ټولو ټيټ عالم هم له دوی سره موافق نه و او د شرعي دلائلو او قرائنو پرته دغه بالرأی تفسیر د دوی د هلاکت سبب وګرځید، تر دې چې دوی په  تقوا کې په ډیر افراط سره  او په خپل نظر په تکبر او غرور سره دې ښکاره ګمراهۍ ته رسېدلي وو.  او بالاخره د خپلو اعمالو په سزا ورسېدل او دنیا او آخرت یې له لاسه ورکړ.
 الله سبحانه وتعالی دې موږ د علم پرته له اجتهاد او په تقوا کې له افراط او  پیروي له متشابهاتو او د امت علماوو ته له نه رجوع څخه خوندي او وساتي .
 د خوارجو د پیل په تاریخ کې دا پیښې موږ له اړینو او ګټورو موضوعاتو څخه برخمن کوي، له هغې جملې څخه:
  1. د خوارجو د ستر او پراخ  جهالت څرګندول، ځكه چې د شریعت ځیني برخې یې ومنلې او ځیني يې پرېښودلې او په نصوصو د پوهیدو فقاهت او په حقایقو د هغوی د تطبیق او تنزیل پوهه او وړتیا یې نه درلودل.
  2. د هغو کسانو شدیده لېوالتیا چې له مناظرې او د حق له راڅرګندېدو وروسته له خپلې تېروتنې نه راګرځي؛  لکه څنګه چې په دوی کې ځینو یو بل ته نصیحت کاوه چې د علي رضی الله عنه سره د خلکو او د دوی مخالفانو سره خبرې مه کوئ، ځکه چې هغه د دوی سره صبر کاوه، د دوی پالنه یې کوله او هغه څه خوښول چې د دوی لپاره غوره وي، د علي رضي الله عنه زغم او نصيحت دوی ته پراخ و او هيله يې درلوده چې خدای به د دوی زړونه ومني او خير ته به  را وګرځي.
  3. خوارج په خپلو مجلسونو کې راښکاره کیدل او امر یې وکړ چې د خبرو او مناظرې ژبه رد کړي او مخالفانو ته  د دوی مذهب د منلو او جنګ په منځ کې د ټاکنې حق ورکړي ، دا د هغو د غرور او جهالت شاهدي ده چې د دوی د کمزورتیا او کړنو د فساد نښه ده.
  4. د دوی افکار، عقیده او طریقه په اسلامي ټولنه کې د نابرابرۍ ښکارندویي کوي او همدا راز د دوی فکر، عقاید او طریقې هم په دې خاطر په خاموشۍ سره تللې چې څوک پرې خبر نه شي؛ لکه څنګه چې ابن کثير  بيان کړي یې دي.
  5. د هغو مسلمانانو د وینو کم ارزښته ګڼل چې خوارج ورسره مخالف دي او د هغوى دمالونو حلال ګڼل.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version