عبیدالله نیمروزی

 

د سیدنا عمر فاروق رضی الله عنه ژوندلیک (شپږمه برخه)

د فاروقي د عدالت بېلګې

د الله تعالی د رعيت روزنه او شفقت صفت د هغه په وجود کې بې ساري و، د هغه په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د هغه په اړه ځینې پیښې ذکر کوو:

د عمر رضی الله عنه د خلافت په یوه کال کې به د خپلو رعیتونو د وضعیت د معلومولو لپاره له کوره بهر ووت، د حجاز په خاوره کې سخته وچکالي او قحطي رامنځ ته شوه، دا کال د عربو په منځ کې د «عام الرماد» په نوم مشهور ده. د دې دورې په جریان کې، هغه په عموم ډول د غوړ، غنم او غوښې خوړلو څخه ډډه کوله، د وربشو وچه ډوډۍ او کله ناکله د زیتون غوړي پرې موښل او خوړل يې. یوه ورځ یې خپل معدې ته خطاب وکړ او ویې ویل: تر څو چې الله تعالی دا قحطي له مسلمانانو نه لیرې کړي، نور خواړه به تا ته ونه رسیږي. په دې قحطۍ کې د بې وزلۍ کثرت او د نامناسبو خوړو د خوړلو له امله د مبارک مخ رنګ تور شو.

حضرت عمر رضی الله عنه د ستونزو او قحطۍ د له منځه وړلو لپاره، د نورو هيوادونو کې خپلو والیانو او قومندانانو ته یو لیک ولیکئ چې مدینې ته غنم ولېږئ؛ حضرت ابو عبیده بن جراح رضی الله عنه د شام والي له مصر څخه د سمندر له لارې څلور زره اوښان غنم راولېږل او په هماغه نرخ چې غنم په مصر کې پېرل او پلورل کېدل، په هماغه نرخ د مدينې په خلکو ووېشل .د دې قحطۍ په وخت کې هغه «درهم» چې په بیت المال کې وو په بې وزلو او اړو کسانو وویشل، تر دې چې د ده د دعا په برکت دغه قحطي لیرې شوه.

د هغه کړنې او عدالت ټولو ته معلوم دی، په خپل لاس یې په خپل زوی «ابوشحمه» باندې د خدای حدود اجرا کړل. د هغه زوی په مصر کې د شرابو په څښلو تورن و. د مصر والي حضرت عمرو بن عاص په خپل کور کې پر ده باندې حد اجرا کړی و، عمر رضي الله عنه له دې موضوع څخه خبر شو او عمرو رضی الله عنه ته یې یو لیک ولیکه: زه ستا و زړورتیا ته حیران یم، تا زما د حکم خلاف څه وکړل! له همدې امله، زه پرته له دې چې تاسو ګوښه کړم بله چاره نه لرم؛ ځکه تا په خپل کور کې «ابوشحمه» ته په دې خاطر سزا ورکړه چې هغه د امیرالمومنین زوی دی، په داسې حال کې چې ستا لپاره دا مناسبه وه چې له هغه سره هماغسې چلند وکړې چې له نورو سره مو کړی وو، نو سمدلاسه یې ماته راولېږه تر څو د هغه د چلند سزا ورکړم. کله چې «ابوشحمه» مدینې ته راغی، نو حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه امر وکړ چې اې د مؤمنانو مشره! هغه ته یو ځل سزا ورکړل شوې ده؛ خو د هغه امر ته يې پام ونه کړ، «ابوشحمه» وغوښت او ويې ويل: پلاره! زه ناروغه یم، زه به مړ شم که ته بیا ماته سزا راکړې. بيا يې توجه ونه كړه او د حكم له مخې پرې حد وضع شو او د همدې حد له امله د «ابوشحمه» ناروغي زياته شوه او يوه مياشت وروسته وفات شو.

د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د ګزمې ځینې پیښې

یوه شپه یې په ښار کې ګزمه کوله، چې ناڅاپه یې له یوه کور څخه د سندرو او موسیقۍ غږ واورېد، هغه د دیوال له سر څخه هغه کور ته ننوت، یو سړی یې ولید، چې د یوې ښځې تر څنګ ناست و او خپل مخ ته یې شراب ایښي وو. ورته یې وویل: اې د دین دښمنه! تاسو څه فکر کاوه ایا خدای د دې ګناهونو سره سره تاسو له پامه غورځوي؟

سړي وویل: اې د مؤمنانو مشره! ما ته د سزا ورکولو لپاره بیړه مه کوه؛ ځکه چې ما یوازې یوه ګناه کړې ده؛ خو تا درې ګناهونه وکړل!

لومړی: دا چې خدای فرمایلي دي: د نورو په لټه کې مه اوسئ.

دوهم: الله تعالی فرمايي: د چا کور ته له اجازې پرته مه ننوځه او ته زما کور ته اجازې پرته ننوتلې.

حضرت عمر رضی الله عنه وویل: که زه تاته بښنه وکړم، ایا ته به خپل ګناهونه پریږدي؟ سړي وویل: هو، امیرالمومنین، زه به بیا دا کار ونه کړم.

ادامه لري…

Leave A Reply

Exit mobile version