لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
تصوف او عرفان (نهمه برخه)
د تصوف او عرفان طبقات له دوهمې پېړۍ څخه تر لسمې هجري پېړۍ پورې
اوومه پیړۍ
په دې پېړۍ کې ډېر ستر متصوفین راښکاره شوي، چې د ځینو نومونه به یې د مړینې د نیټې په ترتیب سره ذکر کړو:
شیخ نجم الدین کبرای خوارزمي: له مشهورو عارفینو څخه دی او ډیری سلسلې هغه ته رسیږي. شیخ په خوارزم کې ژوند کاوه او ژوند یې د مغولو له برید سره برابر دی. کله چې مغولو غوښتل پر خوارزم برید وکړي، نو نجم الدین کبری ته یې پیغام واستاوه چې له ښاره ووځه او ځان وژغوره، خو شیخ وویل: «زه په اسانه ورځو کې له دغو خلکو سره وم، نو په سختیو کې به هم له دوی څخه جلا نشم.” هغه د خلکو تر څنګ په مېړانه جهاد وکړ تر څو شهيد شو. دا پېښه په (۶۱۶ هجري) کال شوې ده.
شیخ فریدالدین عطار نیشابوري: هغه یو له لومړۍ درجې عارفینو څخه دی چې په نثر او نظم کې هم لیکني لري. د هغه تذکرة الاولیاء چې د عارفینو ژوندلیک دی، یو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي، چې مستشرقین هم ورته ډېر اهمیت ورکوي. همدارنګه، د هغه «منطق الطیر» کتاب یو عرفاني شاهکار دی. مولانا د عطار او سنایی په اړه وایی:
عطار روح بود و سنایی دو چشم او ما از پی سنایی و عطار میرویم
همدارنګه وايي:
هفت شهر عشق را عطار گشت ما هنوز اندر خم یک کوچهایم
د مولانا مقصود د عشق د اوه ښارونو څخه هغه اوه مرحلې دي چې عطار پخپل منطق الطیر کې بیان کړي دي.
عطار د شیخ مجدالدین بغدادي او شیخ نجم الدین کبری له مریدانو او شاګردانو څخه و. هغه د قطب الدین حیدر سره مرکه درلودلې ده، چې د دې دور له مشرانو څخه وو او په «تربت حیدریه» کې ښخ شوی و او دغه ښار هم ده ته منسوب دی.
عطار د مغولانو د بغاوت پر مهال مړ شو او د ځينو په اند د (۶۲۶-۶۲۸ هـ ق) کلونو ترمنځ د مغولانو له خوا ووژل شو.
شیخ شهاب الدین سهروردي زنجاني: هغه د “عوارف المعارف” لیکوال دی چې د تصوف او عرفان له ښو کتابونو څخه دی. د هغه نسب ابوبکر رضي الله عنه ته ځي، هغه هر کال مکې او مدینې ته تلل او له عبدالقادر ګیلاني سره یې هم ملاقاتونه کول.
شیخ سعدي شیرازي او کمال الدین اسماعیل اصفهاني، مشهور شاعران د ده له شاګردانو څخه وو. سعدي د هغه په اړه وايي:
مـــرا شیخ دانای مرشد شـــــهاب دو اندرز فرمــود بر روی آب
یکی اینکه در نفس خودبین مباش دگر آنکه در جمع بدبین مباش
دا سهروردي له شیخ شهاب الدین سهروردي څخه چې د شیخ اشراق په نوم مشهور دی فرق کوي، هغه په (۵۸۱-۵۹۰ هـ ق) کلونو کې وژل شوی دی. خو عارف سهروردي په ۶۳۲ کال کې وفات شو.
ابن فارض مصري: هغه د لومړۍ درجې عارفینو څخه دی، او د هغه عربي شعرونه ډېر لوړ ظرافت لري. د هغه دیوان څو ځله خپور او شرحې ورته لیکل شوي دي. عبدالرحمن جامي چې د نهمې پیړۍ مشهور عارف دی، د ده پر کتاب یې شرحه لیکلې ده. د ده عربي عرفاني شعرونه په فارسي کې د حافظ له عرفاني شعرونو سره پرتله کیږي. محیي الدین عربي هغه ته ویلي وه: « د خپلو شعرونو یو شرحه ولیکه.» په ځواب کې يې ورته وويل: «ستاسو د “فتوحات مکیه” کتاب د دې شعرونو شرحه ده.» ابن فارض له هغو کسانو څخه دی چې غیر معمول حالتونه یې درلودل، هغه اکثرا د جذب په حالت کې و، او خپل شعرونه یې په همدې حالت کې لیکلي. ابن فارض په ۶۳۲ هجري کال وفات شو.
محيي الدين عرب حاتمي طائي اندلسي: د حاتم طائي له اولادې څخه دی او په اندلس کې زېږېدلی، خو داسې ښکاري چې د ژوند ډېره برخه يې په مکه او شام کې تېره کړې ده. هغه د اندلس د شیخ ابو مدین مغربي اندلسي شاګرد و، چې د شپږمې پیړۍ له عارفانو څخه و. د ده طریقت شیخ عبدالقادر ګیلاني ته رسیږي.
محیي الدین چې کله کله د «ابن عربي» په نوم هم یادیږي، د اسلام ترټولو لوی عارف دی، چې نه له ده مخکې او نه وروسته څوک دې مقام ته رسېدلی دی. له همدې امله هغه په ”شیخ اکبر” مشهور دی. اسلامي عرفان له خپل ظهور څخه، پېړۍ پېړۍ یې وده کړې ده. په هره پیړۍ کې، لوی عارفان راڅرګند شوي او د عرفان په تکامل کې یې مرسته کړې. دا تکامل په تدریجي ډول و، خو په اوومه پیړۍ کې د محیي الدین عربي په لاس کې عرفان بدلون وموند او خپل کمال ته ورسید. هغه عرفان داسي مرحلې ته داخل کړ چې پخوا نه و تجربه شوی. د عرفان دويمه برخه، يعني علمي، نظري او فلسفي برخه يې محي الدين جوړه کړې ده.
د هغه وروسته ټوله عارفانو له هغه څخه اغېزه اخیستې ده. محیي الدین سربېره پر دې، خپل د وخت له عجایبو څخه دی. او له همدې امله، د هغه په اړه متضاد نظرونه څرګند شوي. ځينې يې “ولي کامل” او “قطب الاقطاب” بولي او ځينې يې تر کفر پورې رسوي. کله هم هغه ته “ممیت الدین” او کله هم “محیي الدین” ویل کیږي. محیي الدین تر ۲۰۰ زیات کتابونه لیکلي دي. د ده ډېر کتابونه یا هغه چې د هغو نسخه شتون درلود چاپ شوي دي(شاوخوا دېرش کتابونه). د هغه یو له خورا مهم کتابونو څخه “فتوحات مکیه” دی چې خورا لوی کتاب دی او په حقیقت کې یو صوفیانه دایرة المعارف دی. د هغه بل مشهور کتاب “فصوص الحکم” دی، چې که څه هم کوچنی دی، خو تر ټولو دقیق او ژور عرفاني متن لري او ډېر شرحونه پرې لیکل شوي دي. په هر دور کې شاید دوه یا درې داسې کسان وموندل شي چې په دې ژور متن پوه شي. محیي الدین په ۶۳۸ هجري کال په دمشق کې وفات شو او هلته ښخ شو. په شام کې د هغه قبر اوس هم مشهور دی.
صدرالدین محمد قونوي: هغه د قونیې (ترکیې) څخه و، او د محیي الدین مېرېزی زوی او مرید و. هغه د خواجه نصیرالدین طوسي او مولانای رومي معاصر وو. د هغه او د خواجه نصیرالدین تر منځ ليکني شوي او خواجه هغه ته احترام کاوه. په قونیې کې د هغه او مولانا تر منځ بشپړه مینه او محبت وو. قنوي د جماعت امامت په غاړه درلود او مولانا به يې په لمانځه کې ګډون کاوه. داسې ښکاري چې مولانا د قنوي شاګرد و او د کوم عرفان چې د مولانا په وینا کې څرګندیږي، ده له محیي الدین څخه زده کړی دی.
ویل کیږي چې یوه ورځ مولانا د قنوي حلقې ته ننوت. قنوي له څوکۍ راښکته شو او مولانا ته يې ورکړه چې کښېني. خو مولانا و نه منله، او ویې ويل: خداى ته څه ځواب ورکړم که ستا په ځای کښېنم؟ قنوي څوکۍ لرې وغورځوله او ویې ویل: هغه څوکۍ چې تا ته پکار نه ده، موږ یې هم نه غواړو.
صدرالدین محمد قنوي د محیي الدین د افکارو تر ټولو ښه ترجمان دی. که قنوي نه وای، د محیي الدین ژور مفاهیم به شاید په سمه توګه نه وی پوه شوي. د قنوي اثار په تېرو شپږو پېړیو کې د اسلامي فلسفې او تصوف په برخه کې له مهمو کتابونو څخه دي. هغه په 672 کال(د مولانا او خواجه نصیرالدین طوسي د مړینې کال) یا 673 کې مړ شو.
مولانا جلال الدین محمد بلخي رومي: چې په مولوي مشهور دی، د مثنوي نړیوال کتاب لیکوال دی. هغه په نړۍ کې یو له سترو اسلامي عارفانو څخه دی او د هغه سلسله ابوبکر ته رسیږي. د هغه مثنوي د حکمت او پوهې بحر او د روحي، اجتماعي او عرفاني پوهې مفصلې نکتې دي. مولوي په اصل کې د بلخ اوسېدونکی و او په ماشومتوب کې بلخ پرېښود. پلار هغه د بيت الله زيارت ته يووړ. هغه په نیشاپور کې له شیخ فرید الدین عطار سره وکتل. له مکې څخه تر راستنېدو وروسته له خپل پلار سره قونيې ته ولاړ او هلته پاتې شو. په لومړي سر کې مولانا هم د یو عالم و د نورو علماوو په څېر، او په تدریس بوخت و، تر دې چې له مشهور عارف شمس تبريزي سره يې ليده کاته وکړل، هغه ته جذب شو او هر څه يې پرېښودل. د ده د شعرونو دیوان د شمس په نامه دی، او په مثنوي کې یې په پرلپسې توګه ذکر کړی دی. مولانا په ۶۷۲ هجري کې وفات شو.
فخرالدين عراقي همداني: مشهور شاعر او ليکوال او د صدرالدين قنوي او شهاب الدين سهروردي شاګرد او مرید دی. په ۶۸۸ هجري کې وفات شوی دی.
ادامه لري…