لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
تصوف او عرفان (شپږمه برخه)
د تصوف او عرفان طبقات له دوهمې پېړۍ څخه تر لسمې هجري پېړۍ پورې
دویمه پیړۍ
حسن بصري: د عرفان تاریخ لکه کلام له حضرت حسن بصري [په ۱۱۰ هـ ق کې مړ شوی دی] څخه پیل کیږي. حسن بصري رحمه الله په ۲۲ هجري کې زیږیدلی دی. اته اتيا کاله يې ژوند وکړ او د ژوند نهه برخې يې په لومړۍ پېړۍ کې تېرې شوې دي. حسن بصري رحمه الله ته “صوفي” نه ويل کيږي. خو هغه د صوفیانو په منځ کې ځکه ګڼل کیږي چې لومړی کس و چې د (رعایة حقوق الله) په نوم یو کتاب ولیکه چې د تصوف لومړنی کتاب بلل کیدای شي. د دې کتاب ځانګړې نسخه په اکسفورډ کې ده.
نیکولسن ادعا کوي چې: “لومړی مسلمان چې د تصوف او حقیقت د لاري په اړه یې کتاب ولیکه، حسن بصري دی. هغه روش چې وروستي لیکوالان د تصوف او لوړو مقامونو د لاسته راوړلو لپاره یې بیانوي: چې لومړۍ توبه او بیا د نورو عملونو لړۍ … چې هر یو باید د لوړ مقام ته د رسېدو لپاره ترسره شي.
دوهم: عارفانو پخپله د طریقت ځینې سلسلې حسن بصري رحمه الله ته چې اویا بدري اصحابانو یې لیدلي رسوي.
دريم: له ځينو رواياتو څخه څرګنديږي چې حسن بصري په حقيقت کې د يوې ډلې غړى و چې وروسته په “متصوفه” باندي مشهور شوه.
مالک بن دینار: دا سړی د بصرې دی. په ۱۳۱ هجري کې وفات شو.
ابراهیم ادهم: هغه د بلخ و، او د بودا مشهورې کیسې ته ورته یوه مشهوره کیسه لري:
ویل کیږي چې په لومړیو کې د بلخ پاچا و، او داسې پيښي وشوې چې هغه تصوف ته مخه کړه. صوفیان هغه ته ډیر اهمیت ورکوي. ابراهیم رحمه الله په ۱۶۱ هجري کې مړ شو.
رابعه عدویه: د مصر یا د بصرې څخه ده او د زمانې له عجایبو څخه وه، هغه د خپلې کورنۍ څلورمه لور وه، ځکه ورته “رابعه” ویل کېده. رابعه عدویه د رابعه شامیه سره توپیر لري، هغه د جامي معاصر عارفه وه، چې په نهمه پیړۍ کې یې ژوند کاوه. رابعه عدویه په تصوف کې اوږده او عجیبه نثرونه او شعرونه لري. د حسن بصري او مالک بن دینار او یو بل کس د لیدنې په اړه په زړه پورې کیسه لري. رابعه د 135-136 هجري کال تر منځ وفات شوې او ځينو ويلي دي چې د 185-185 هجري کال تر منځ وفات شوې ده.
ابو هاشم صوفي کوفي: هغه د سوریې دی، په سوریه کې زیږیدلی او هلته اوسېده. د هغه د مړینې نیټه معلومه نه ده. خو دومره څرګنده ده چې هغه د سفيان ثوري (مړ 1611) استاد و. ظاهرا هغه لومړنی کس دی چې صوفي بلل کیږي. سفیان ثوري د هغه په اړه ویلي: که ابو هاشم نه وای، نو ما به ریا نه وای پیژندلې.
شقیق بلخي: د ابراهیم ادهم شاګرد وو او په (۱۵۳، ۱۷۴ یا ۱۸۴ هجري) کې وفات شوی دی.
معروف کرخي: د بغداد د کرخ اوسیدونکی دی او یو له مشهورو عارفانو څخه دی. د تصوف ډیری سلسلې کرخي ته رسېږي او له همدې امله دې سلسلې ته د سرو زرو سلسله (سلسلة الذهب) ویل کیږي. د ده مړینه په (۲۰۰-۲۰۶هـ ق) کې شوې ده.
فضیل بن عیاض: ویل کیږي چې هغه په پیل کې یو غل وو، یوه شپه چې د غلا لپاره دیوال ته ختلی و، د قرآن کریم یو آیت یې د یو لمونځ ګزار څخه اورېدلی چې د هغه د بدلون لامل شو. «مصباح الشريعه» کتاب ورته منسوب دی. فضیل په ۱۸۷ هجري کې وفات شوی دی.
ادامه لري…