د حضرت عثمان بن عفان «رضی الله عنه» ژوند لیک (څلورمه برخه)
په جنت کې یو څاه
مدینې ته د مسلمانانو هجرت او په مدینه کې د هغوی د شمېر په زیاتېدو سره د مسلمانانو پر ضد د یهودو دسیسې زیاتې شوې، یوه دسیسه دا وه چې په مدینه منوره کې د «رومه» په نوم یو څاه و، چې له یوه یهودي کس و، چې د مسلمانانو څخه یې پیسې اخیستې. خو کله چې یهودي د مسلمانانو د اوبو ضرورت ولید، نو له هغه څخه یې ناوړه ګټه پورته کړه او د اوبو بیه یې لوړه کړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر څوک چې د «رومه» څاه رانیسي؛ نو خدای به په بدل کې ورته په جنت کې څاه ورکړي. عثمان رضي الله عنه هغه یهودي ته ورغی او هغه ته یې د څاه د پلورلو وړاندیز وکړ. یهودي د څاه لپاره ۵۰ زره درهمه غوښتنه وکړه، عثمان رضي الله عنه هغه ته وړاندیز وکړ چې د څاه نیمه برخه په ۱۲۰۰۰ درهمو ورکړي، په دې اساس چې یوه ورځ به دی اوبه اخلي، او بله ورځ به هغه یهودي؛ یهودي ومنله. نو حضرت عثمان رضي الله عنه خپله ورځ وړیا اعلان کړه او له مسلمانانو څخه یې وغوښتل چې د خپل وار په ورځ وړیا اوبه واخلي، نو هیڅوک به د یهودو په ورځ څاه ته نه تلی. یهودي حضرت عثمان ته وویل چې د ده برخه په اته زره درهمو ځیني واخلي. نو حضرت عثمان رضي الله عنه ومنله او د “رومه” څاه يې واخيسته او په جنت کې يې د ځان لپاره څاه چمتو کړ.
د تبوک غزوه
دا غزوه «عسره» یا ستونزمنه غزوه بلل کیږي. ځکه چې د دې جګړې وخت په سخته ګرمۍ کې و، مخکې له دې چې میوې پخې شي او حاصلات را ټول شي، په ده غزوه کې د مسلمانانو شمېر دېرش زرو ته ورسېد، دغه شمېر، خوراکيو، څارویو او نورو شیانو ته اړتیا درلود، ابوبکر رضي الله عنه خپل ټول مال راوړل او عمر رضي الله عنه خپل نیمایي مال راوړل، خو بیا هم دا کافي نه و. رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منبر ودرېد او ویې فرمایل: کوم یو به د عسره لښکر سمبال کړي؟ په مقابل کې به یې جنت وګټي. عثمان ولاړ شو او ویې ویل: زه سل اوښه د بارونو سره ورکوم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خدای دې تا ته اجر درکړي، خدایه له عثمان څخه راضي اوسه او هغه وبخښه! رسول الله صلى الله عليه وسلم له منبر څخه يوه زینه راښکته شو، عثمان رضي الله عنه ورته وويل: زه درې سوه اوښان له باره سره ورکوم. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته دعا وکړه، او ویې فرمایل چې له نن ورځې څخه به عثمان ته ضرر ونه رسیږي. کله چې یې دا واورېدل نو ویې ویل: یا رسول الله زه نهه سوه او پنځوس اوښان، پنځوس اسونه، اوه سوه اوقیه سره زر او لس زره دیناره ورکوم. رسول الله صلی الله علیه وسلم لاسونه پورته کړل او دعا یې وکړه: ای خدایه! عثمان ته بښنه وکړه هغه څه چې مخکې یې وبخښل او هغه څه یې وروسته ورکړل. نو حضرت عثمان رضي الله د لښکر دریمه برخه چمتو او تجهیز کړ.
له حضرت عثمان رضي الله عنه سره بیعت
حضرت عثمان رضي الله عنه د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زمانه کې د خليفه د سلاکار دنده درلود. کله چې پر حضرت فاروق رضي الله عنه برید وشو، نه یې غوښتل چې خپله خلیفه وټاکي، نو شپږ کسان يې غوره کړل، چې عبارت و له: حضرت عثمان، حضرت علي، حضرت عبدالرحمن بن عوف، حضرت طلحه، حضرت زبير او حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنهم. په دې اساس باید دوی خپل په منځ کې شورا وکړي او یو کس له ځای څخه وټاکي، او صهیب رومي رضي الله عنه ته یې امر وکړ چې د خلیفه تر ټاکل کېدو پورې د خلکو امامت وکړي. بالاخره عثمان رضي الله عنه د خلیفه په توګه وټاکل شو او کله چې له هغه سره بیعت وشو، منبر ته وخوت او خلکو ته یې وینا وکړه او ویې ویل: «اما بعد، دغه کار په ما تپول شوی او ما قبول کړی دی، زه تابع یم او مبتدع او نوښتګر نه یم.»
د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت د دورې فتوحات
د هغه د خلافت پر مهال مسلمانانو ته دوه ډوله فتوحات نصیب شول. لومړي هغه هیوادونه چې د حضرت فاروق اعظم رضي الله عنه په واکمنۍ کې فتح شول او وروسته له اسلامي حکومت څخه یې بغاوت وکړ او جلا شول، نو د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه کې یو ځل بیا د اسلام دین ته داخل شول. دوهم هغه نوي فتوحات چې جهاد پکې پیل شو، او د مسلمانانو لاس ته ورغلل. دلته به د دواړو ډولونو فتوحاتو لنډ توضیحات وړاندې شي:
همدان له هغه ځایونو څخه و، چې مسلمانانو فتح کړی و، خو بغاوت یې وکړ، او حضرت عثمان رضي الله عنه بېرته اسلامي حکومت ته الحاق کړ. همدارنګه د «ری» خلکو هم د بغاوت بيرغ پورته کړی و، چې د حضرت ابو موسی اشعري او حضرت براء بن عازب رضي الله عنهما په وسيله اسلام يو ځل بيا په دوی برلاسی شو. د مصر په اسکندریه کې، د شر او بغاوت اور بل شو، خو د حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه په هڅو سره دا ښار هم فتح شو. د اذربایجان خلکو هم خیانت وکړ؛ خو د ولید بن عقبه د هڅو په نتیجه کې مسلمانان یو ځل بیا هلته واکمن شول او د آذربایجان شاوخوا هم فتح شول. ارمنستان چې له اسلام څخه جلا شوی و، بیا فتح شو.
د حضرت عثمان رضي الله عنه دغه فتوحات د مرتدینو په وړاندې جهاد ته ورته وو چې د حضرت ابوبکر رضي الله عنه لخوا ترسره شو. که د هغه هڅې نه وای او دا فسادونه او بغاوتونه نه وای ختم شوي، خدای خبر چې د مسلمانانو به څه حال وای!؟