لیکوال: زید


د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (شپږ څلوېښتمه برخه)

 حضرت خالد رضي الله عنه د روميانو او ايرانيانو تر منځ
 علامه ابو زید په  “خالد ابن ولید”  کتاب کې لیکي:  “حضرت سیدنا خالد بن ولید رضی الله عنه د عراق په «سواد» باندې خپل واک پراخ کړ، د جزیرې عربانو ته یې خپله بې سارې زړورتیا او مېړانه وښودله او هغوی یې په ګونډو کړل.”
 له بې شمېره مبارزو وروسته یې پرېکړه وکړه، چې د فراض ځمکې (د لبنان، عراق او جزیرې پولې) ته ولاړ شي، تر څو د هغې سیمې په نیولو او تر ولکې لاندې راوستلو سره د جبهې او فتحه شویو سیمو شا ټينګه کړي  او کمزوری ځای پرې نه ږدي.
  د هغه دا پریکړه د ایران په پولو باندې د برید کولو لپاره د پېلامې او ډاډ ترلاسه کولو لپاره ونیول شوه  ترڅو د اسلامي خاورې لمنه نوره هم پراخه کړي.
 په فراض ښار کې د اسلام سرښندونکو مجاهدینو غونډه
 امام کلاعي رحمه الله په دې اړه لیکي:  د روژې په مبارکه میاشت کې کله چې مسلمانان روژه ماتوي او د فراض په ښار کې سره راټول شوي وو، د روم متکبر او مغرور حکومت د دغه عمل څخه خبر شو او په مسلمانانو په قهر او غوسه شول.
 له بلې خوا ايرانيانو چې د سيدنا خالد بن وليد او د اسلام د مجاهدينو په وړاندې يې ډېرې ماتې خوړلې او له هغوى څخه يې کرکه لرله، له روميانو سره يې لاسونه يو کړل تر څو مسلمانان د ژوند له صحنې څخه پاک کړي.
 دغه راز د حضرت سيدنا خالد بن وليد رضي الله عنه سره په جګړه کې ډېر تښتېدلي عربان او هغه کسان چې په جګړه کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي وو، د غچ اخيستلو لپاره د ايرانيانو او روميانو مرستې ته ورغلل.
 له همدې امله د روميانو، ايرانيانو او عربانو يو ستر لښکر جوړ شو، چې په جګړه کې يې هيڅوک هم خپل سیال نه ګڼل.
 د فرات په سیند کې د کفارو له لښکر سره د اسلام د لښکر مخامخ کېدل
دا دواړه لښکرې د فرات سیند په دواړو غاړو کې د یو بل په لور وخوځېدې او سره مخامخ شول.
 امام ابن کثير رحمه الله فرمايي: « روميانو خالد ته وويل: اې خالد!   زموږ خوا ته راشئ [او له اوسېدو وروسته له موږ سره په جګړه اخته شئ] حضرت سيدنا خالد بن وليد رضي الله عنه د خپل اتلولي، هوښيارۍ او بصيرت په لرلو سره په دې نظر شو چې مسلمانان له ګواښ او خطر سره مخ نکړي؛ نو روميانو ته يې وويل:  “موږ به نه راځو، تاسو موږ ته راشئ چې جګړه پيل کړو.”
 له دې وروسته روميانو مسلمانانو ته وويل چې که د فرات له سيند څخه ووځئ نو موږ به درشو او هلته به خیمې ولګوو. حضرت سیدنا خالد بن ولید رضي الله عنه ورته په ځواب کې وویل:  نه، موږ به هلته پاتې شو؛ مګر تاسو زموږ لاندې د فرات څخه تیرشئ.  رومیان هم په ناچاره توګه د فرات سیند څخه تیریدل پیل کړل او ټولو ته یې امر وکړ چې جلا جلا جګړه وکړي.  له همدې امله د روم پوځ یوې خوا ته، د ایران پوځ بلې خوا ته او د کفارو متحد عرب لښکر بلې خوا ته ولاړل.
 د جګړې له پیله وروسته جګړې په شدت سره دوام وکړ او له ټولو خواوو یې پر مسلمانانو بریدونه وکړل؛ بالاخره د اسلام زړور لښکر په دې وتوانېد چې دښمن ته ماتې ورکړي او د دښمن له سلو زرو څخه زيات عسکر او قوماندانان يې ووژل.
 حضرت قعقاع بن عمرو رحمه الله د فراض واقعه په شعر کې داسې بیانوي:
 لقینا بالفراض جموع روم ……. و فرس غمها طول السلام
بدنا جمعهم لما التقینا…….    و بیتنا بجمع بني رزام
فما فتئت جنود السلم حتی…… رأینا القوم کا الغنم السوام
 ژباړه:  (د فراز په ښار کې موږ د روميانو له لښکرو او د هغوی له اسونو سره مخامخ شولو چې اسلام  هغوی د غم په ټغر کښینول، کله چې موږ ورسره مخامخ شو، هغوی ټول کمزوري او بې وسه شول او زموږ کمپ د بني رزام په منځ کې و.  د اسلام پوځونه تل باثباته دي؛ حتی موږ د عراق، ایران او روم خلک ولیدل چې د ذلت له امله د پسونو په څېر شول).
 له دې وروسته حضرت سیدنا خالد بن ولید رضی الله عنه لس ورځې په فراض کې پاتې شو او له هغه وروسته یې ټولو ته امر وکړ چې ټول د حیره ښار ته ورشي.

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version