فمینیزم (درویشتمه برخه)
په څو ودونو کې نغښتې حکمتونه
اسلام یو داسې نظام دی چې د انسان له طبیعت او پیدایښت سره سمون لري او د انسان له اړتیاوو سره سمون خوري او د انسان جوړښت او اړتیاوو ته هم پاملرنه کوي؛ په پایله کې هغه داسې قوانین جوړوي چې د انساني جوړښت سره په ټکر کې نه وي او غواړي چې انساني ټولنه روغه پاتې شي او هیڅ شي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د انسان اخلاق زیانمن کړي.
اسلام هغه وروستنی الهي دین دی چې د الله تعالی د وروستي پیغمبر له لوري پلی شو او له هغه وروسته د نبوت دروازه وتړل شوه، په همدې خاطر الله تعالی داسې شریعت رالیږلی چې پیغام یې نړیوال او د نړۍ ټولو کونجونو او ټولو زمانو پورې اړه لري او ټول شموله دی او داسې نه دې چې د ښاري خلکو او لوړې طبقې لپاره پیغام ولري او بانډه چیان له پامه وغورځوي، یا د سړو سیمو لپاره پیغام لري او ګرم اقلیم هیروي، یا د یو ځانګړي دور لپاره پلان لري او پاتې دورې او نسلونه هیر کړي؛ نو اسلام یو نړیوال او ټول شموله دین دی.
دا د الله تعالی اراده وه چې کورنۍ د ژوند ستنه او د سوکالۍ اساس او د ټولنې بنسټ وګرځوي، او تمدنونه د همدې کورنیو په واسطه رامنځته کړي؛ له همدې امله، خدای تعالی د کورنیو جوړښت د زیان او ضعف څخه د ساتنې لپاره د ټاکلو مقرراتو سره احاطه کړی ده، او یو له دغو قواعدو څخه چې د بشري نظام د پیاوړتیا لپاره دی، په اسلام کې د “د تعدد زوجاتو یا څو ودونو” نظام ته اجازه ورکول او د هغه مباح ګرځول دي.
د څو میرمنو د لرلو نظام لکه څنګه چې اسلام تشریع کړی او قانون ورته وضع کړی، یو انساني او اخلاقي نظام دی او په دې لحاظ نارینه ته اجازه نه ورکوي چې له هرې ښځې سره چې زړه یې وغواړي خبرې وکړي او نه هم اجازه ورکوي چې له څلورو ښځو څخه د زیاتو سره واده وکړي او جنسي اړیکې ولري. او د دې میرمنو غوره کول او ودول هم باید د اسلامي احکامو او لارښوونو په چوکاټ کې د شرعي واده د تړون پر بنسټ په ښکاره توګه ترسره شي او خلک هم خبر کړي او ولیمه ورکړي، که څه هم میلمانه او شاهدان لږ وي؛ د ښځې د کورنۍ لپاره هم لازمه ده چې له دې اړیکې خبر وي او رضایت ولري او د دې نکاح لپاره په رسمي توګه د نکاح د ثبت په دفترونو کې ثبتول اړین دي.
دا د هغې اخلاقي اړخونه وو؛ خو انساني اړخ يې دا دی چې د «تعدد زوجات» نظام په سيوري کې يو سړی د ټولنې دروند مسؤليت په غاړه لري او هغه ښځه چې له مېړه پرته پاتې وي د خپلې مېرمنې په توګه مني او د خپلو مېرمنو په منځ کې ځای پر ځای کوي، مهر ورکوي او د خپل ملاتړ، مینې او عاطفې تر سیوري لاندې یې راولي؛ همدارنګه د هغه ټولې مشروع اړتیاوې او نفقه برابروي او د هغې پالنه کوي .
د تعدد زوجات یا څو ودونو په اړه چې غواړو پرې خبرې وکړو، په اصل کې مېړه په دوهم واده سره کړاوونه او زحمتونه پر ځان مني، ځکه چې د هغې ښځې لګښتونه باید پر غاړه واخلي او همدارنګه د لومړۍ مېرمنې پر سر د بلې ښځې په راوستلو سره د لومړۍ مېرمنې د حسد او غیرت رګونه راپورته کیږي ؛ د دې ټولو سره، دا څو ودونه د لوی زیان مخه نیسي، ډیری زخمونه رغوي؛ له همدې امله د ښځې لپاره لازمه ده چې د نورو ښځو لپاره له ایثار او قربانۍ څخه کار واخلي او د نارینه وو لپاره اړینه ده چې د سالمې ټولنې لپاره د ستونزو او سختیو برداشت وکړي.
د اسلام مبارک دين مسلمانانو ته د څلورو ښځو د ودولو اجازه ورکړې ده او په دې اجازې سره نه غواړي چې یوازې د سړي جنسي ځواک اشباع کړي؛ بلکې پټې انګیزې، دلایل او رازونه شته چې یو سړی له یوې څخه زیاتې ښځې غوره کوي.