لیکوال: ډاکټر فضل احمد "احمدي"

مارکس او مارکسیزم (څلورمه برخه)

 ۳- د مارکسیزم فکر
 په دې کې شک نشته چې مارکسیزم په شلمه پیړۍ کې یو له خورا مشهورو سیاسي مفکورو څخه ده. دا نظریه په شلمه پېړۍ کې د لسيزو کلونو لپاره په اروپا، آسیا او د نړۍ په ځینو نورو برخو کې د شوروي اتحاد، نورو کمونیسټي هيوادونه او لیبرال ډیموکراسي هيوادونه، امریکا متحده ایالات او د جاپان په څېر اسيايي او د کاناډا په څېر د شمالي امريکا هیوادونو کې دا نظریه واکمنه وه. په نهایت کې، د شوروي اتحاد او د کمونیستي نړۍ له ړنګېدو سره، مارکسيزم د خپل پخواني سیال او د اوږدې مودې دښمن “سرمایه دارۍ” لپاره صحنه پرېښوده.
 په بل عبارت، د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې د مارکسیزم فکر، چې د سرمايه‌دارۍ نظام د داخلي سيسټم څخه اغېزمن شوی و، په اروپا کې د ملت-دولت مفهوم د یوې ایډیالوژۍ او ټولنیز خوځښت په حيث يې د ننګونې سره مخ کړ. د کمونیزم او نشنلیزم تر منځ جوړښتي شخړه نه یوازې د حکومت کولو په مختلفو طریقو کې بلکې د دواړو ایډیالوژیو په هدف او طريقې کې هم وه. په حقیقت کې د مارکسیزم یوه برخه په نړیوالتوب یا انټرنیشنلزم متمرکزه ده، چې د نشنلیزم له اړخونو سره توپیر لري. په مارکسیستي ایډیالوژۍ کې، د نړیوال انسجام د تحقق لپاره، سیاسي مرزونه د نشنليزم، سرمايه‌دارۍ او اړوندو طبقو د مفهوم څخه لیرې شو. مارکس په خپل سیاسي فعالیت کې انقلاب، سوسیالیزم ته د سرمايه‌دارۍ ټولنې د انتقال یوه اړینه وسیله وبلله. د اروپا د ملتپالو دولتونو لپاره د دغه ډول مفکورې د تحقق، د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې لوی لګښت له ځانه سره راوړ او د نړیوالو پولو ساتنه او د سرمايه‌دارۍ نظام ساتنه د اروپا لپاره حیاتي لومړیتوب و. خو د فاشیزم د ایډیالوژۍ او خوځښت ظهور چې پخپله د سرمایه دارۍ د نظام محصول وو، د لنډ وخت لپاره په لویدیځ کې مارکسیزم او لیبرال ډیموکراسي په یوه متحده جبهه کې واچوله او د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې انګریز، امریکا او فرانسه، د ایټالوي فاشیزم او جرمني نازیزم د له منځه وړلو لپاره د خپل دښمن شوروي سره یو ځای شول.  خو د سړې جګړې پر مهال هم د دواړو افکارو تر منځ ایډیالوژیکي شخړې دوام درلود او د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال په وخت کې (۱۹۷۹) یې سیاسي او نظامي بڼه خپله کړه او د هغه مستقیم اغېزه د عربو مجاهدینو د جبهې پیاوړتیا او د القاعدې تاسیس وو، چې د اسلامي نړۍ سیاسي راتلونکې یې تر وروستۍ لسیزې پورې اغیزمنه کړې ده.
 مهمه مسله دا ده چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره کمونیستي جبهه له دننه او بهر له انتقاده سره مخامخ شوه او د نړیوالتوب ایډیال په نظري او عملي دواړو اړخونو کې ناکام شو.  په دې حالت کې، نشنلیزم او اروپایي ملتپالنه د لیبرال ډیموکراسۍ په بڼه د خپل ځواک د نوي کولو فرصت ترلاسه کړ. د کمونیزم څخه وروسته سیمه ایزو او نړیوالو بحرانونو هم دا وښودله چې ملتپالنه تر معاصرې دورې پورې د کمونیزم د ننګونې سره په مقابله کې بریالۍ وه. اروپايي ملتونه، سره له دې چې د اروپايي ټولنې تر عنوان لاندې یو له بل سره کلتوري، سیاسي او اقتصادي پیوستون درلود، ملي ایډیالوژیکي، امنیتي او سیاسي ملحوظاتو ته یې پام کړی او سیاسي پولې او مرزونه چې د ملي نشنلیزم سمبول دی، تر اوسه د هغوی د ملي او نړیوالو ګټو په ټاکلو کې لومړیتوب لري.
 د اروپایی نشنلیزم سره د فاشیزم او کمونیزم ننګونې پرتله کولو کې، فاشیزم، هم د ایډیالوژۍ په توګه او هم د حرکت او حزب په توګه، د کمونیزم څخه وروسته و، مګر د هغې ریښې د 19 پیړۍ په وروستیو او د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د سرمایه دارۍ سیسټم بحران ته ګرځي. حتی دا ممکنه ده چې د فاشیزم ریښې د اروپایی قوم پرست ملتپالنې په افکارو او د سرمایه دارۍ نظام په چوکاټ کې او د هغې د لوړ پوړ یعنی امپریالیزم په چوکاټ کې ولټوو. قوم پرست نشنلیزم له دیموکراتیک نشنلیزم څخه توپیر لري او د روښانتیا د دورې او لیبرالیزم له بنسټونو څخه لرې دی او د ملتپالنې خورا سخت شکل دی.
د روسیې د انقلاب (۱۹۱۷) سره د مارکسیستي-لیننیسټي ایډیالوژي، د لیبرالیزم د ایډیالوژۍ سره په تقابل کې، د بې ساري ټولنیز-اقتصادي سیسټم د سیاسي واک مشروعیت رامنځته کړ او په لنډه موده کې یې د نوي خوځښت ځواک یې کیڼ اړخي ګوندونه ته ورکړ تر څو خپل لیبرالي یا دیکتاتوري حکومتونه د ړنګیدو سره مخ کړي.
که څه هم مارکسیزم د نولسمې پیړۍ له دویمې نیمایي څخه په اروپا کې په زیاتیدونکي توګه خپور او شهرت یې ترلاسه کړ، خو د شلمې پیړۍ په پیل کې داسې بدلونونه را منځته شول چې حتی د هغې مختلف ډولونه هم ذکر کېدی شي. په زړه پورې خبره دا ده چې د دې ډولونو څخه ځینې د مارکس او انګلس د افکارو له چوکاټه هم بهر وه او د مارکسستانو لپاره یې ابهام پیدا کړی دی.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version