لیکوال: شکران "احمدي"

د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (دولسمه برخه)

پایلې
1. د بدعت په موضوع کې اعتدال: د دې کرښو لیکونکی نه له هغو علماو څخه دی چې د بدعت په موضوع کې افراط وکړي، تر دې حده چې ډیری جايز شیان هم په بدعت کې حساب کړي. او نه هم له هغو علماء کرامو څخه دی چې په دې مسئله کې تفريط وکړي، تر دې حده چې ځینې حرام او د پوښتنې وړ شیان حلال وګڼي. دا مسله یو منظم چوکاټ او قانون ته اړتیا لري.
2. د سنت تعریف: سنت هغه طریقه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحاب کرام يې په علمي، اعتقادي، لفظي او عملي توګه پر هغه ولاړ وو. دا هغه سنت دی چې پیروي یې واجب ده او پیروان یې ستایل کیږي او مخالفین یې غندل کيږي.
3. په فردي او ټولنیز ژوند کې د سنت اهمیت: سنت په فردي او ټولنیز ژوند کې خورا مهم دی؛ ځکه چې د ډېرو قواعدو بيان‌کوونکی دی. سنت د دوی لپاره د اهل بدعت او خير غوښتنې د توپیر لپاره معیار او د دوی د عملونو د انکار څرګنده نښه ده. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیروانو د پېژندلو لپاره یو معیار هم ګڼل کیږي او همدارنګه الله، دین او د هغه پیغمبر ته د نږدېوالي ښکاره نښه ګڼل کیږي.
4. د بدعت تعریف: بدعت هر هغه نوي شي ته اشاره کوي چې له کتاب او سنت څخه شرعي دلیل ونه لري، که هغه په عبادت کې وي یا په عاداتو کې. که يې له سنت‌و سره موافقت درلود، هغه محمود او که يې اختلاف درلود مذموم دی.
5. د بدعت د غندلو لاملونه: له قرآن او سنت څخه ډیری دلایل د بدعت او د بدعت د مشرانو غندنه په ګوته کوي، او فرق نه کوي هر ډول بدعت وي؛ ځکه اصل په عقائدو او عباداتو کې توقف دی او څوک چې بدعت وکړي، د شريعت په خاوند پسې يې درواغ ويلي دي. البته دا خبرې له هغه بدعت څخه جلا ده چې د خلکو د ژوند په چارو پورې اړه لري او د دوی له عقایدو او عبادتونو سره هیڅ تړاو نه لري.
6. غیر عبادتي عادتونه: هغه عادتونه چې د تعبد له مخې نه ترسره کیږي، لکه د خوړلو او څښلو طریقه، د جامو اغوستل او داسې نور عنعنات چې د بدعت له تعریف څخه بهر وي، پرته له هغه چې د هغه د حرمت شرعي دلیل شتون ولري: لکه بد فالي او نور. نو ښه هغه ده چې په هر کار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اطاعت وشي.
7. په عقیده او دین کې بدعت د منلو وړ نه ده او د کفر نښه ده او مرتکب يې باید توبه وباسي او هیله ده چې توبه یې قبوله شي، په دې شرط چې الله تعالی ورته توفيق ورکړي او له دې عمل څخه لاس واخلي او هوډ وکړي چې بل وخت یې ونه کړي، او که کوم حق وي د هغه صاحب ته يې واپس کړي.
پای
Leave A Reply

Exit mobile version