حضرت فيروز ديلمي رضي الله عنه (پنځلسمه برخه)
د اسود عنسي درواغجن نبوت دعوه څومره موده وه؟
امامالمؤرخین، ابنکثیر دمشقی رحمه الله په خپل تاريخ کې ليکي: «إن مدة ملكه منذ ظهر إلى أن قتل ثلاثة أشهر ويقال أربعة اشهر فالله أعلم.» ژباړه:« د اسود عنسي د پاچاهۍ دوره له هغه وخته چې د هغه له ظهور او د نبوت دعوه يې کړې وه د هغه تر وژل کېدو پورې درې مياشتې وه؛ خو څلور میاشتې هم ویل شوي دي. الله جل جلاله ښه پوهیږي.»
د اسود د مرګ خبر د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات سره سمون لري
امام سیف ابن عمر د خپل شیخ “مستنیر” څخه نقل کوي چې هغه د ضحاک له طريقه له حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وفرمايل: «قتلنا الأسود وعاد أمرنا في صنعاء كما كان إلا أنا أرسلنا إلى معاذ بن جبل فتراضينا عليه فكان يصلي بنا في صنعاء، فوالله ما صلى بنا إلا ثلاثة أيام؛ حتى أتانا الخبر بوفاة رسولالله صلىاللهعليهوسلم فانتقضت الأمور و أنكرنا كثيرا مما كنا نعرف واضطربت الأرض.» ژباړه: “موږ اسود عنسي وواژه او د صنعاء ښار چارې بېرته خپل اصلي حالت ته راوګرځې دې. خو د خواشنۍ خبر دا وه چې په هغه وخت کې موږ امام او مشر نه درلود، نو ځکه مو معاذ بن جبل (رضي الله عنه) ته مو یو څوک ولیږه (چې بیا د یمن صنعاء ته راشي او زموږ د ملت رهبري قبول کړه) او موږ ټوله د هغه له قيادت او امامت څخه راضي شو او هغه هم موږ ته په صنعاء کې لمونځ راکاوه . زه په خداي قسم کوم! کله چې یې د اسلام د ګران پیغمبر صلي الله عليه وسلم د وفات خبر واورېده نو له دریو ورځو او شپو څخه یې زیات لمونځ را نه کړ. له دې وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي حکومت ټولې چارې له منځه ولاړې، ډېر هغه څه چې موږ دمخه پوهیدلو، انکار مو وکړ، او ټوله د ځمکې خلک په ويره او اندیښنه کې وو.”
له دې روايت څخه څرګندېږي چې “اسود عنسي کذاب” وژنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د ژوند په وروستیو ورځو کې وه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات خبر دا هغه څه وو چې د هېواد ټول نظام يې ګډوډ کړ او ټولو خلکو خپل هوش له لاسه ورکړ، سوداګرو سوداګري څخه او عابدانو د عبادت څخه لاس واخسته، دولتي مامورين له خپلو اداري چارو څخه ليري شوه او مجاهدین د لارې له منځ څخه راګرځې ده او جهاد د تلو څخه يې ډډه وکړه.
په دې وخت کې ټول خلک د ګران پيغمبر صلي الله عليه وسلم په جلاوالي او فراق اوښکې تویولې او افسوس يې کاوه او د غره په شان لوی غم یې په اوږو پروت وو. خو حضرت صدیق اکبر رضي الله عنه په دې وخت کې هوښیار وو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ستړې کیدونکې هلې ځلې یې پرېنښودې چې تر پښو لاندې شي د چارو واک یې په لاس کې واخیسته او د داخلی او خارجی دښمنانو سره د مقابلې لپاره راپورته شو. هغه فتنې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د ودې په حالت کې وه له منځه یوړلې.
امام ابن کثیر رحمه الله په دې اړه چې اسود اعنسي د فتنې ختميدو خبر صدیق اکبر څه وخت ورسېد، لیکي: أسامة، والمقصود أنه لم يجئهم فيما يتعلق بمصالحهم واجتماع كلمتهم وتأليف ما بينهم والتمسك بدين الإسلام إلا الصديق رضياللهعنه وسيأتي إرساله إليهم من يمهد الأمور التي اضطربت في بلادهم ويقوي أيدي المسلمين ويثبت أركان دعائم الإسلام فيهم رضياللهعنهم.» ژباړه: «د ربیع الاول د میاشتې په پای کې او د اسامه ابن زید د لښکر له تجهیزولو وروسته، د عنسي د وژلو خبر حضرت ابوبکر صديق ته ورسېد. له دې وروسته، د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لوري د یمن د خلکو مصلحتونو د پوره كولو، د دوی یووالی او همغږي، د دوی تر منځ دوستي او محبت او د اسلام د سپېڅلي دین سره تړلي پاتې کېدل، هيڅ حکم نه دی صادر کړی، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو، نو هر هغه څه چې د دوی دين او دنيا د مصلحت لپاره وو، د اسلام د پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم د خلیفه (ابوبکر صدیق رضی الله عنه) لخوا صادر شو. په دې لړ کې، ابوبکر صدیق رضی الله عنه د هغه هیواد د پرمختګ او آبادۍ لپاره خلک ولېږل ترڅو هغه چارې سمې کړي چې د یمن په هیواد کې ګډوډ شوي دي او په دې خاوره د مسلمانانو د واکمنۍ د ټينګولو او د هغو په منځ کې اسلام پياوړي او قوي کړي. موږ هیله لرو چې لوی خدای د دوی ټولو څخه راضي اوسې.”
له دغو بحثونو څخه څرګنده ده چې حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کوم امتيازيات ترلاسه کړي او د هغه په وړاندې لوړ مقام درلود. دا یو لوی ویاړ دی چې حضرت فیروز ته رسيدلې. په حقیقت کې، هر یوه صحابي رضي الله عنهم، بې مثاله کارنامي پر ځای پرې ایښي دي.