لیکوال: عبیدالله نیمروزی


د حضرت عثمان بن عفان «رضی الله عنه» ژوند لیک (دریمه برخه)

په احادیثو کې د حضرت عثمان رضي الله عنه یادونه
د جنت زېری
له ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې: یوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لټه کې وم، خو په کور او جومات کې مې ونه موند. د رسول الله صلی الله علیه و سلم پوښتنه مې وکړه، هغه مې پیدا کړ، او له ځانه سره مې وویل: چې باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دروازې د ساتونکی شم. ابوموسی وايي: ابوبکر راغی او د ننوتو غوښتنه یې وکړه، ما ورته وویل: ای ابوبکر زه باید ستا لپاره اجازه واخلم.
زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او ومې ویل: ای د خدای رسوله! ابوبکر د ننوتو اجازه غواړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په موسکا شو او ویې ویل: اجازه ورکړه چې راننوځي او د جنت زیری ورکړه.
ابوبکر رضي الله عنه د څاه په څنډه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته کېناست او پښې یې څاه ته ځورنده کړې. عمر بن الخطاب رضي الله عنه راغی او غوښتل یې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وویني، ابو موسی وايي: ما ورته وویل، ای عمره! ودرېږه، تر څو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اجازه واخلم. نو زه دننه شوم او ومې ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم، عمر رضي الله عنه د دروازې مخې ته دی او د ننوتلو اجازه غواړي. رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: اجازه ورکړه او د جنت زېری پرې وکړه.
عمر بن الخطاب رضي الله عنه داخل شو او د خپل ملګري تر څنګ کېناست. عثمان راغی او ما ورته وویل: باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اجازه درته اخلم. رسول الله صلی الله علیه و سلم ته راغلم او ومې ویل چې عثمان اجازه غواړي، هغه وفرمایل: اجازه ده، او هغه ته د هغه بلا له امله چې هغه رسیږي د جنت زېری ورکړه.
زه بهر ته راووتم او ومې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم تا ته اجازه درکوي او د جنت زیری د هغه مصیبت په مقابل کې درکوي چې تاته رسیږي. ابوموسى اشعري ته يې وکتل او ننوت او د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر څنګ یې ځای ونه ليد، نو د هغه مقابل لوري ته کښېناست او په څاه کې يې پښې کېښودې.
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په روضه کې و، ویې ویل: ابوبکر په جنت کې دی، عمر په جنت کې دی، عثمان په جنت کې دی، علي په جنت کې دی، طلحه بن عبیدالله په جنت کې دی، سعید بن زبیر په جنت کې دی، عبدالرحمن بن عوف په جنت کې دی. او زبیر بن عوام په جنت کې دی.
عایشه رضي الله عنها وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ناست و، د عثمان په پښه یې پښه ایښې وه، چې وحی نازل شو، نو حضرت عثمان وحی لیکل، او ما خولې د رسول الله صلی الله علیه و سلم له تندي څخه پاکولې، او رسول الله به ورته فرمایل: ولیکه ای عثمانه! عایشه رضي الله عنها وایي: په خدای قسم چې الله دا منزلت چا ته نه ورکوي مګر دا چې پر رسول الله ګران وي.
د حضرت عثمان رضي الله عنه څخه د ملائکو حیا
يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل كور كې ناست و چې كميس يې لوړ کړی و. ابوبکر رضي الله عنه د ننوتو اجازه وغوښته، اجازه ور کړل شوه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم هغسي ناست و. بيا حضرت عمر رضي الله عنه اجازه وغوښته، عمر رضي الله عنه هم داخل شو، او رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم په همدې حال كې وو او خبرې يې ورسره وكړې. بیا عثمان رضي الله عنه اجازه وغوښته، رسول الله صلی الله علیه وسلم پاڅېد او کېناست او جامې یې ښکته کړې، عثمان رضي الله عنه راننوت او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره خبرې وکړې. بيا عثمان بهر ووت، نو حضرت عائشې رضي الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم د جامو د ترتيبولو لامل وپوښت. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای عایشې! عثمان یو حیاناکه سړی دی، زه ویره لرم چې هغه راشي او هغه شی چې له ما څخه غواړي د حیا لامله یې ونه وایي، نو ایا زه له چا چې پرښتې له هغه څخه حیا کوي حیا ونه کړم؟

 

په حق باندي د هغه ثبات او استقامت
عثمان په مکه کې یو له شتمنو خلکو څخه و، هغه په ​​مکه کې خورا محبوب و، د هغه اسلام، قریش ته سخته ضربه ورکړه، دوی د هغه په ازار پیل کړه چې له اسلام څخه مخ واړوي. له هغو څخه د ده تره حکم بن عاص و، چې هغه یې په ځنځیر وتړی، او هغه ته یې وویل: زه به تا په همدې حال کې وساتم ترڅو ته د خپلو پلرونو دین ته راستون شې. حضرت عثمان وويل: په خداى قسم چې له هغه دین ته نه ورګرځم که څه هم ما په دې حالت کې پرېږدې. کله چې یې د د ټینګښت او اصرار ولید، نو هغه یې خلاص او خوشې یې کړ، وروسته قریشو هغه په ​​خپل کاروبار کې له ستونزو سره مخ کړ او له هغه سره یې اقتصادي اړیکي پرې کړل او له هغه څخه یې د مرتد کیدو غوښتنه وکړه. خو هغه په اسلام باندې ټينګ او ثابت پاتې شو.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version