لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (پنځه څلوېښتمه برخه)
د حضرت خالد رضي الله عنه په وړاندې د ایرانیانو ناوړه پلان
په مخکنیو پاڼو کې یادونه وشوه چې حضرت خالد رضی الله عنه د (عقه) په نوم د عربو یو ستر قومندان په خاورو او وینو ککړ کړ او درک اسفل ته یې ولېږه، له همدې امله د عراق جزیرې عربو د خالد رضی الله عنه سره په دښمنۍ اخته شول او تل له نوموړي څخه د غچ اخیستلو په لټه کې وو؛ دوی په دومة الجندل ښار کې د خالد شتون ولید؛ نو له همدې امله یې د ایران له واکمنانو سره خبرې اترې وکړې چې له هغوی سره همکاري وکړي او د حضرت خالد په باتور او سپېڅلي لښکر برید وکړي او بریا خپله کړي.
ایرانیانو د« زرمهر» او« روزبه» تر قوماندې لاندې دوه لوی لښکر د بغداد له ښار څخه د انبار فتح شوي ښار ته واستول، تر څو د خنافس او حصید په سیمو کې د جزیرې له عربو سره یو ځای شي او پر انبار ښار برید وکړي. کله چې د انبار ښار مسلمانان له دې کړنې خبر شول، نو سمدستي يې د حیره ښار له مسلمانانو څخه مرسته وغوښته، يو شمېر مجاهدين چې په حيره کې مېشت وو، انبار ته ولاړل او د انبار له مجاهدينو سره يو ځای شول.
په هغه وخت کې حضرت خالد رضی الله عنه د ایران د سلطنت په مرکز (مداین) باندې د برید پلان جوړ کړی و؛ خو کله چې هغه په دې خبره پوه شو، نو قعقاع او ابولیلی په نومونو خپل دوه تکړه او جنګي قوماندانان يې د زرمهر او روزبه په لور ولېږل؛ دوی له زرمهر او روزبه مخکې عین التمر ته ورسېدل.
له بلې خوا د امرء القیس په نوم یو مجاهد حضرت خالد رضی الله عنه ته یو لیک ولیکه چې د جزیرې ګڼ شمېر عربانو د مصیخ په سیمه کې خېمې لګولي او غواړي د عقه د وینې غچ واخلي. حضرت خالد رضي الله عنه دا حالت حساس وباله او عیاض یې د حیره د سرپرست په توګه وټاکه او خپله د خنافس په لور رهي شو او ټول په حصید کې سره راټول شول، هلته د اسلام او کفر د لښکرو تر منځ ډېره خطرناکه جګړه وشوه، بالاخره جګړه د اسلام د مجاهدینو په ګټه پای ته ورسېده او د جزیرې ډېر عرب او ایرانیان ووژل شول.
د خنافس او مصیخ سیمو نیول
په داسې حال کې چې مسلمانانو د حصید په سیمه کې د خپلې فتحې جشن لمانځل، ابولیلي خنافس ته ورسید او د دې بریا خبر هم خپور شوی و؛ له همدې امله د جګړې له اړتیا پرته هغه سیمه د اسلام د مجاهدینو لخوا ونیول شوه.
له هغه وروسته حضرت خالد خپل قومندانان راوغوښتل او په یوه شپه کې د مصیخ د سیمې د فتح کولو ترتیب او پلان برابر کړ. له همدې امله دوی ټولو مصیخ له دریو خواوو څخه کلابند کړ او ایرانیان یې حیران کړل، دوی په پوره زړورتیا برید پیل کړ او دغه سیمه یې د اسلام د فتحه شویو سیمو په نوملړ کې واچوله او دې خاورې ته یې د اسلام ویاړ هم ورکړ.
حضرت خالد رضي الله عنه او د ثنی او زمیل د سیمو قبضه
حضرت خالد رضي الله عنه له خپلو یارانو او مجاهدينو سره مشوره وکړه او د شپې مهال يې د ثنی په سيمه بريد وکړ او له دريو خواوو يې په بريد سره د دښمن جنګيالي حيران او د غفلت په خوب کې راګیر کړل او ټولو دښمنانو ته يې ماتې ورکړه.
له دې برید وروسته د دښمن ګڼو جنګیالیو د زمیل سیمې ته پناه یووړه او له نورو خلکو سره یې تړون وکړ چې د حضرت خالد پر لښکر به برید وکړي؛ خو د الهي هوښيارۍ او ځیرکتیا په کارولو سره حضرت خالد رضي الله عنه وتوانېد چې دښمنان مات کړي او د زمیل سيمه هم ونيسي.
له هغه وروسته حضرت خالد رضی الله عنه د رضاب سیمې ته ولاړ. کله چې د هغه سیمې خلکو د حضرت خالد لښکر ولید، هغوی وتښتېدل او له سیمې ووتل؛ له همدې امله مسلمانان په دې وتوانېدل چې پرته له کومې انديښنې څخه دغه سيمه فتحه کړي.
دا بهیر او درزونه ښیي چې مجاهدین د خدای په لار کې د جهاد لپاره څومره لیواله وو او څومره د سیمو او ښارونو د فتحو تږي وو تر څو د اسلام دایره پراخه شي او ډیر خلک د خدای عبادت وکړي او له شرک او کفر څخه ځان وژغوري؛ له همدې امله، دوی په دې لاره کې له هیڅ راز هڅو او کړاوونو څخه ډډه نه کوله او له دمې او استراحت پرته مخته تلل.