لیکوال: ابوریان عزیزي


فمینيزم (دوه ویشتمه برخه)

 د څو ودونو  لپاره اسلامي شرطونه او حدود
 د اسلام په لومړيو کې د څو ودونو په اړه کوم محدوديتونه نه وو؛ خو د دې نامحدودو ودونو پایله داسې شوه چې په لومړي سر کې خلکو د خپلو ډيرو حرصونو له امله څو ودونه کول؛ خو د خپلو مېرمنو حق يې نه شو ادا کولای او ښځو يې د نکاح په تړون کې د بنديانو په توګه ژوند کاوه؛ څو ښځې به چې د یوه سړي په نکاح کې وې، د دوی تر منځ د عدل او برابرۍ خبره نه وه، هر چا ته چې به یې ډېره مینه وه، هغه به یې نازوله او ښه به یې ساتله او د نورو ښځو د حقونو په تړاو به په بشپړه توګه بې پروا و.
 د څو ودونو جواز په قرآن کریم کې یوازې په دوو ځایونو کې ذکر شوی او هغه دوه ځایونه دا دي:
  1. 1. «فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلاَّ تَعُولُواْ»؛ }دوې، درې یا څلور ښځې له خپلې خوښې سره واده کړئ، او که تاسو ویره لرئ چې تاسو به د خپلو میرمنو په مینځ کې انصاف ونه کړئ؛ نو یوه ښځه وکړئ یا هغه ښځې چې تاسو یې خاوندان یاست (کاروئ) دا به تاسو له ظلم څخه ښه وساتي.]
۲. «وَلَن تَسْتَطِيعُواْ أَن تَعْدِلُواْ بَيْنَ النِّسَاء وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلاَ تَمِيلُواْ كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا»؛ [او تاسو به د ښځو تر منځ هيڅکله هم عدل ونشي کړای، که څه هم ( د زړه له تله هڅه وکړئ) نو له خپلې مېرمنې سره داسې چلند مه کوئ، چې د يوې معلقې ښځې په څېر يې پرېږدۍ، که د اصلاح او تقوا لاره خپله کړۍ؛  نو خدای په حقیقت کې بخښونکی او مهربان دی].
 له دې آيتونو څخه، په همغه ډول چې د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم او د هغه صحابه کرام او د اسلام ډیری علماء اخذ کړی او  پرې پوه شوي، په لاندې ټکو پوهېدلاى شو:
 – د څو ودونو تر ټولو لوړ حد څلور دی، او له دې څخه زیات اجازه نه لرئ؛
 وروسته له دې چې څو ودونه بې قید او شرطه و او خلکو د خپلې خوښې سره سم عمل  کاوه او چا چې غوښتل ډېرې ښځې یې ودولې او که چا غوښتل لږې ښځې یې غوره کولې؛ خو اسلام راغی او دا قانون یې تعدیل او اصلاح کړ او یوازې د څلورو ښځو اجازه یې ورکړه، او کله چې دا آیت نازل شو«فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلاَّ تَعُولُواْ» ؛ د دې آيت په نزول سره رسول الله صلى الله عليه وسلم  امر وکړ هر څوک چې له څلورو مېرمنو څخه ډیرې لري، څلور دې يې و ساتي او پاتې دې پرېږدي.
 ابن ماجه روایت کوي چې غیلان بن مسلمه ثقفي په داسې حال کې مسلمان شو چې یوولس ښځې یې درلودې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  «له دوی څخه څلور یې غوره کړه!»
 همدارنګه له قیس بن حارث رضی الله عنه څخه روایت دی چې وايي: کله چې مسلمان شوم، اته مېرمنې مې درلودې او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې خبر ورکړ؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له دوی څخه څلور غوره کړه.
د امام شافعي رحمه الله په مسند کې له حضرت نوفل بن معاویه رضي الله عنه کیسه بیان شوې، چې کله مسلمان شو، پنځه ښځې یې درلودې؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې یوې ښځې ته طلاق ورکړي.
 – کله چې اسلام څلور ښځې د تعدد وروستي حد په توګه غوره کړې؛  نو دا څلور ښځې  یې بې قید او شرطه نه دي پرېښودلې؛ برعکس اسلام مسلمانانو ته اجازه ورکوي چې څو ودونه وکړي په هغه صورت کې چې نارینه د هغې د نفقې د ادا کولو توان ولري او د هغه مسؤلیت څخه ځان خلاص کړي چې الله جل جلاله ورته عدل ویلي دي او عدالت هغه دی چې خاوند د ژوند او کوروالي په چارو کې د خپلو میرمنو ترمنځ عدالت ټینګ کړي، او که  ونشي کړای چې د هغوی ترمنځ عدالت وکړي، نو د شریعت له مخې اجازه نلري چې دوه یا څو ودونه وکړي. لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي: « فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ»؛ [نو د یوې ښځې په نکاح يا د مینځې په ملکیت بسنه وکړئ]؛  په دې قانون سره اسلام د ښځې ژوند له ګډوډۍ او ظلم څخه ساتي.
 خو هغه شیان چې د انسان په احساساتو او عواطفو پورې اړه لري د هغه له توان او ارادې څخه بهر دي او د هغه د کنټرولولو توان نه لري او انسان په دې مسلو کې عدالت ته مکلف نه دی او قرآن کریم هم ورته اشاره کړې ده، لکه چې فرمايي: «وَلَن تَسْتَطِيعُواْ أَن تَعْدِلُواْ بَيْنَ النِّسَاء وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلاَ تَمِيلُواْ كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ “او تاسو نشئ کولی د ټولو ښځو سره په ملګرتیا کې یو شان چلند وکړئ، او که تاسو څومره هڅه وکړئ، ټول لیوالتیا یوې ته مکوئ( چې په نفقه او قسم کې انصاف و نه کړئ) چې دا یوه ځوړنده یا معلقه   پریږدئ.”
 که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو د میندو تر منځ د امکان تر حده په غوره او مناسبه توګه انصاف کړی دی؛ بيا يې هم دعا کوله او ويل به یې:( يا الله دا هغه څه دي چې زما په توان کې دي، نو د هغه څه په تړاو چې ستا په قدرت کې دي او زما په توان کې نه دي، مه پړ کوه.)
 ځکه چې د انسان زړه د الله سبحانه وتعالی په اختیار کې دی او هر ډول چې وغواړي بدلولی یې شي او هیڅ انسان پرې واک نه لري.
 – تعدد هغه علاج دی چې اسلام د کورنیو ستونزو او نیمګړتیاوو له مخې حلال کړی دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version