دا چې زیاتره روحي او رواني ناروغۍ د روژې په نیولو آرامېږي، دلته یې ځینو مهمو اغېزو ته اشاره کوو:
الف: پر اضطراب او ژور خپګان د روژې اغېز
په رمضان کې، د الله تعالی ذکر، د قرآن تلاوت او داسې نورو عباداتو ته شرایط چمتو کېږي. دا معنوي فضا د ژور خپګان او اضطراب په راکمولو کې ډېر اغېز لري، لکه الله تعالی چې فرمايي: أَلَا بِذِكۡرِ ٱللَّهِ تَطۡمَئِنُّ ٱلۡقُلُوبُ
«خبردار اوسئ چې یوازې د الله په ذکر زړونه آرامیږي»؛ دا چې د الله تعالی ذکر او د قرآن تلاوت خپه زړه آرام او خوشالوي، نو روژه نیول د دې معنوي حالت په رامنځته کولو د ژور خپګان او رواني کشمکشونو له کمښت سره مرسته کوي.
پر معنوي اړخونو سربېره، علمي څېړنو هم ښودلې ده چې روژه نیول د سروټونین او ډوپامین (خوښوونکي هورمونونو) ډېروي، مغزي التهاب راکموي او د ذهني او روحي کنټرول د رغولو لامل کېږي، چې ټول د ژور خپګان د نښو په کمولو کې خاصه ونډه لري.
د دې مطلب په ادامه کې به پر رواني روغتیا او د ژور خپګان په کمښت کې د روژې مهمې اغېزې په تشریحي توګه او په ترتیب سره وارزوو:
۱. د سروټونین او ډوپامین ډېرېدل:
روژه نیول د مغزي هورمونونو له تنظیم سره مرسته کوي او د سروټونین او ډوپامین د سطحې د ډېرېدو لامل کېږي. دا دوه هورمونونه د خلق او خوی، د خوښۍ د احساس په رامنځته کولو او د اضطراب په کمولو کې بنسټیزه ونده لري.
۲. د مغزي التهاب کمېدل:
څېړنو ښودلې ده چې مغزي التهاب د ژور خپګان په رامنځته کولو کې یو مهم عامل دی، روژه نیول د بدن د التهاباتو د سطحې په راکمولو، د ژور خپګان د نښو له بهبود سره مرسته کوي او ذهني فعالیت پیاوړی کولای شي.
۳. د ذهني او روحي کنټرول ډېرښت:
روژه نیول ارادي قوت پیاوړی کوي او له انسان سره مرسته کوي چې پر نفساني خواهشاتو لا ډېر کنټرول ولري او دا د ځان کنټرول د دروني خوښۍ د احساس او د رواني ارامتیا د ډېرېدو لامل کېږي.
۴. د معنوي حس او د زړه د ارامتیا رامنځته کول:
په رمضان کې د لمانځه، دعا او د قرآن د تلاوت په څېر د عباداتو له برکته معنوي فضا د ژور خپګان او اندېښنې له کمېدو سره مرسته کوي او انسان له ورځنیو اندېښنو لرې کوي. ډاکټر ثنا محمد علي په دې اړه وايي:
«د رمضان میاشتې معنوي حالات د هغو له ډلې روژه او لمونځ تر ډېره حده د ژور خپګان نښې کموي او حتا په زیاترو مواردو کې دا نښې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې په کُلي توګه ختمېږي، دا مسئله د رواني ناروغیو په درملنه کې د روژې د اهمیت ښودونکې ده.»
۵. د بدن د میتابولیزم تنظیم او د خوب ښهوالی:
روژه د وینې د ګلوکوز کچه تنظیموي او د بدن د هورمونونو فعالیت ښه کوي او په دې توګه د ستړیا په کمښت او د انرژۍ په ډېرښت کې مهم رول لري؛ همداراز د خوب د کیفیت ښهوالی د ژور خپګان د نښو له کمولو او د رواني آرامتیا له ډېرولو سره مرسته کولای شي.
۶. د ټولنیزو اړیکو او عاطفي ملاتړ ډېرېدل:
په رمضان کې خلک تر پخوا زیات په کورنیو یا ټولنیزو محفلونو کې ګډون کوي، دا ټولنیز تعاملات د یوازېتوب احساس کموي او په ژور خپګان اخته کسانو ته ډېر عاطفي ملاتړ چمتو کوي. په دې محفلونو کې ګډون او د نورو له ملتیا ګټه اخیستنه پخپله د روحیې د ښهوالي او د اندېښنې د کموالي لامل دی.