حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه (څورلسمه برخه)
ايا قيس مکشوح هم حضرت فيروز سره د اسود عنسي په وژنه کې لاس درلود؟
لکه څنګه چې په مخکنۍ برخه کې بحث وشو، قیس بن عبد یغوث مکشوح هغه یو داسي کس وو چې له اسود عنسی څخه یې کرکه درلوده، سره له دې چې د هغه لوی جنرال و، بیا هم د لا ډېر پرمختګ کولو او اسود عنسي څخه د حکومت د نیولو او د امتیازاتو په ترلاسه کولو کې له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړه.
امام ابن عساکر دمشقی رحمه الله په خپل تاريخ کې ليکي: «وذلك أن قيسا سمع المهاجر يخبرهم أن رسولالله صلىاللهعليهوسلم قال للمسلمين «إنكم ستقتلون الأسود» فطمع قيس في قتله وقد قتل أخاه عمر بن عبديغوث وأقبلوا ثلاثتهم قيس وفيروز وداذويه حتى انتهوا إلى الباب فقالوا: أينا يكفي الباب لا يدخل علينا أحد؟ فقال داذويه: أنا أكفيكم الباب. فكان أشد ثغورهم، فلما دخلا على الرجل قال فيروز لقيس: إن شئت أن تجثم على صدره وأضربه وإن شئت أن أجثم على صدره وتضربه.»[1] ژباړه: د اسود عنسی په وژلو کې د قیس بن عبدیغوث جدي لېوالتیا لامل له مهاجر ابن ربیعه څخه اورېدلی دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یمن مسلمانانو ته وفرمایل: «خامخا تاسي به اسود ووژني.» همدارنګه اسود عنسی د قيس ورور هم له دې وړاندې وژلى و او له همدې امله قيس د هغه د وژلو هوډ درلود.
له دې وروسته قیس، فیروز او داذویه د اسود کور ته ورغلل او د ماڼۍ دروازې ته ورسېدل. بيا يې درې واړه يو بل ته وويل چې له موږ څخه به څوک ساتونکي وي او بل چا ته به اجازه نه ورکوي چې کور ته ننوځي؟ داذويه وويل چې زه د دروازې د ساتنۍ مسووليت په غاړه لرم(دا دروازه د ماڼۍ تر ټولو سخته برخه وه) وروسته له دې چې فيروز او قيس کور ته ننوتل، فيروز قيس ته وويل: که ته غواړې، د اسود په ټټر کښينه او هغه به زه ووهم او که ته غواړي، زه به د هغه په سینه کښينم ترڅو ته هغه ووهي.»
لنډه دا چې فیروز لومړی اسود عنسی وواژه او بیا یې په سینه کېناست او قیس یې سر له بدن څخه جلا کړ او مهاجر ابن ربیع ته یې یووړ تر څو ټول پوه شي چې اسود وفات شوی دی. خو ايا قيس هغه وخت مسلمان او صحابي وو او که نه؟ دقیق معلومات نشته. امام ابن اثیر په دې اړه لیکي: «قال ابن الكلبي: قيس بن المكشوح، واسمه هبيرة بن عبديغوث. قيل: له صحبة، وقيل: لا صحبة له باللقاء والرؤية. وهو الذي أعان على قتل الأسود العنسي مع فيروز، فقتله الأسود يدل على إسلامه في حياة رسولالله صلىاللهعليهوسلم.» يعنې : امام کلبي رحمه الله د قيس بن عبد یغوث په اړه وايي چې نوم يې «هبیره بن عبدیغوث» و . ويل شوي دي چې هغه صحابي نه وو او له پيغمبر صلی الله علیه وسلم نه وروسته اسلام ته داخل شو. هغه د اسود عنسی په وژنه کې له فیروز سره همکاري و کړه. له دې وروسته معلومه شوه چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک ژوند کې اسلام ته داخل شوی وو.
امام ابن عبدالبر اندلسي رحمه الله هم دا خبره په دې ډول کړې ده: «قَتلُه الأسودَ العنسيَّ يدل على أن إسلامه كَانَ فِي مرض النَّبِيّ صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ، ثُمَّ قتل قيس بن مكشوح و رحمه الله بصفين مع علي رَضِيَاللَّهُعَنْهُ.» ژباړه: «د اسود عنسی له وژلو څخه څرګندېږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه مخکې قیس بن عبد يغوث اسلام ته داخل شوی وو. بیا د صفین په جګړه کې له حضرت علي سره یوځای په شهادت ورسيد.»
له دغو دوو روايتونو څخه څرګنده ده چې قیس بن عبدیغوث د اسود د وژلو پر مهال مسلمان و او په دې کار کې له فيروز ديلمي سره شريک و.
ادامه لري…