د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (څلور څلوېښتمه برخه)
حضرت خالد رضي الله عنه د دومة الجندل او خنافس په ښار کې
لکه څنګه چې په تیره برخه کې یادونه وشوه؛ حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه د شمالي عراق د فتحې په موخه حضرت عیاض بن غنم رضی الله عنه واستاوه او حضرت خالد رضی الله عنه یې د مرستې او همکارۍ په نیت د انبار له خلکو سره په جګړه بوخت و او عین التمر ټول جنګیالي یې له منځه یووړل.
حضرت خالد رضي الله عنه د عین التمر د فتحې پر مهال دومة الجندل ته د ولید بن عقبه رضي الله عنه په نوم یو کس واستاوه چې د عیاض ابن غنم سره مرسته وکړي؛ او د عین التمر له فتحې وروسته خپله هم په همدې لاره روان شو.
کله چې ولید دغه ښار ته ورسید، نو ویې کتل چې حضرت عیاض بن غنم رضی الله عنه ټول ښار محاصره کړی و، البته د دغه ښار خلکو په خپله عیاض کلابند کړی دې، ولید د دې صحنې په لیدلو سره عیاض ته وړاندیز وکړ چې حضرت خالد ته د لیک په لیږلو سره د مرستې غوښتنه وکړي. کله چې دا ليک د حضرت خالد لاس ته ورسيد، نو د حضرت عیاض د اړتيا شدت يې درک کړ او د حضرت عیاض په ځواب کې يې وليکل:
( عیاض ته د خالد له لوري یو لیک، زه ستاسره خبرې کوم:
ژباړه: زغم او استقامت وکړئ، چټک او زړور لښکر به تاسي ته ورسېږي چې په هغه کې زمریان دي او په ملاګانو کې یې په سرو وینو لړلې تورې تړلي دي، ډلې ډلې به ستاسو مرستې ته را ودانګي).
له هغه وروسته حضرت خالد رضي الله عنه یو کس د عویم ابن کاهل اسلمي په نوم د عین التمر ښار د سرپرست په توګه وټاکه او پخپله دومة الجندل ته ولاړ.
حضرت خالد رضی الله عنه د دومة الجندل په ښار کې
علامه ابو زید شلبي رحمه الله لیکي: کله چې د دومة الجندل خلک د حضرت خالد رضی الله عنه له راتګ خبر شول، نو سمدستي یې له خپلو ګاونډیو قبیلو څخه د مرستې غوښتنه وکړه؛ هغوی د دوما الجندل ځمکې ته ورسیدل او له حضرت عیاض سره یې جګړه پیل کړه. د دې دواړو لښکرو په سر کې دوه مهم قوماندانان وو چې نومونه یې اکیدر ابن عبدالملک او جودي ابن ربیعه وو.
کله چې حضرت خالد رضي الله عنه دغه ښار ته ورسېد، دغه دوه قوماندانان له يو بل سره بې اتفاقه شول؛ اکیدر له دې امله چې حضرت خالد رضی الله عنه یې پیژانده، له هغه سره یې د سولې لپاره ټینګار وکړ، خو جودي دا وړاندیز ونه مانه او اکیدر هم د جودي له دغه چلند څخه ناخوښه شو او د جګړې له ډګره وتښتېد.
حضرت خالد رضي الله عنه له دې موضوع خبر شو، اکیدر یې ونیولو او هغه ته یې د خیانت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د تړون د ماتولو له امله د سزا ورکولو امر وکړ.
حضرت خالد ښار ته له رسېدو وروسته خپل لښکر د کفارو د لښکر او د عیاض د لښکر تر منځ کېښود او پر کفارو یې سخت بریدونه وکړل. دا بریدونه د جوډي د نیولو لامل شو او ډیری نور یې یا ووژل یا ونیول شول. د جودي له نيولو وروسته حضرت خالد رضی الله عنه د هغه د وژلو امر وکړ او بيا يې په همدې ښار کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.