لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (اته پنځوسمه برخه)

په اسلام کې د سیاسي نظام اصولعدالت د نبوي احادیثو په رڼا کېرسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “إن المقسطین عند الله علی منابر من نور عن یمین الرحمن، الذین یعدلون فی حکمهم و أهلیهم و ما ولوا”؛ (په حقیقت کې، هغه کسان چې په خپلو کورنیو، قضاوتونو او مسؤلیتونو کې عدالت کوي، د الله تعالی سره به د نور په تختونو کې وي، د رحمن په ښي لوري کې به وي.) [۱]رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “سبعة یظلهم الله فی ظله یو لا ظل إلا ظله: امام عادل…” ؛ (اووه ډلې دي چې الله تعالی به یې د خپل عرش تر سیوري لاندې ځای ورکړي، په هغه ورځ چې د هغه له سیوري پرته به بل سیوری نه وي؛ یو له هغو څخه عادل امام دی…) [۲]رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “و اهل الجنة ثلاثة: ذو سلطان مقسط…” ؛ (د جنت خلک درې ډلې دي: یو یې هغه واکمن دی چې عادل وي…) [۳]سعد بن عباده رضی الله عنه روایت کړی دی: “ما من امیر إلا یؤتی به یوم القیامة مغلولا لا یفکه من ذالک الغل إلا العدل” ؛ (هیڅ واکمن نشته مګر د قیامت په ورځ به د هغه په غاړه کې طوق اچول شوی وي او له عدالت پرته به هېڅ شی هغه له دې طوقونو څخه خلاص نه کړي.) [۴]عبدالله بن عمر رضی الله عنهما روایت کوي: “الظلم ظلمات یوم القیامة”؛ (ظلم به د قیامت په ورځ تیارې له ځان سره ولري.) [۵]رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “ما من وال یلی رعیة من المسلمین فیموت و هو غاش لهم إلا حرم الله علیه الجنة” ؛ (هیڅ واکمن نشته چې د مسلمانانو د چارو مشري په غاړه واخلي او په داسې حال کې مړ شي چې له دوی سره یې خیانت کړی وي، مګر دا چې الله تعالی به پر هغه جنت حرام کړي.) [۶]رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “إن أشد أهل النار عذابا یوم القیامة من قتل نبیا أو قتله نبی، و إمام جائر” ؛ (د قیامت په ورځ به په دوزخ کې تر ټولو سخت عذاب د هغه چا وي چې پیغمبر یې وژلی وي یا یو پیغمبر هغه وژلی وي او همدارنګه یو ظالم واکمن…) [۷]
پورته آیتونه او احادیث د اسلام په سیاسي نظام کې د عدالت لوړ مقام په ګوته کوي. اسلام د عدالت دین دی او تل یې د ظلم، زیاتي، قانون ماتونې او خپلسرۍ سره مخالفت کړی دی. په اسلام کې واکمنان باید د رحم، مهربانۍ، نرمۍ، زړه سوي، رعیت پالنې، عدالت او بې طرفۍ له ځانګړتیاوو څخه برخمن وي ترڅو وکولی شي د خلکو په زړونو هم واکمن شي او له هغوی سره پیاوړې معنوي او د زړه اړیکې ټینګې کړي.عدالت او تقوا؛ د ښو واکمنانو معیارونهاسلام په دې باور دی چې یوازې هغه کسان د ریښتیني عدالت د ټینګولو او پلي کولو توان لري، چې په خدای تعالی باور ولري، متقیان وي او د قیامت له ورځې څخه ویره ولري. برعکس، هغه کسان چې ظاهراً د عدالت او برابرۍ شعارونه ورکوي خو په عمل کې یې تر پښو لاندې کوي، په حقیقت کې دوی د شخصي اهدافو او ګټو د ترلاسه کولو لپاره دا شعارونه کاروي.تجربې ښودلې ده چې دا ډول خلک واک ته له رسېدو وروسته، د خپل مقام او منصب د ټینګولو او ساتلو لپاره له ریاکارۍ او دوکې څخه کار اخلي. دا خلک، د قانون د حاکمیت د نقاب تر شا، ظلم او زیاتی کوي او د ټولنیز فساد سرچینه ګرځي.
د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د اسلامي تاریخ ریښتیني واکمنان د عدالت او برابرۍ عملي بېلګې دي. دوی هیڅکله کورنۍ اړیکو، مذهبي توپیرونو، شخصي ګټو، یا د زورواکو خلکو فشار ته اجازه نه ورکوله چې د عدالت د پلي کولو په لاره کې خنډ وګرځي.
ام المؤمنین حضرت عایشه رضی الله عنها روایت کوي: د قریشو د یوې لویې قبیلې، بنو مخزوم، څخه د فاطمه بنت اسود په نوم یوې ښځې غلا وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې د غلا حد دې پرې پلی شي او لاس دې پرې کړل شي. دې موضوع قریش ډېر خواشیني کړل. دوی پریکړه وکړه چې یو څوک ومومي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې قدر او درناوی ولري ترڅو پدې مسله کې شفاعت وکړي. اسامه بن زید رضی الله عنه چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر ګران او هغه ته ډېر نږدې و، د دې کار لپاره وټاکل شو؛ اسامه دا موضوع له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شریکه کړه؛ خو هغه صلی الله علیه وسلم په خواشیني سره وویل: “آیا ته د الله تعالی له حدودو څخه د یوه حد په اړه شفاعت کوې؟” بیا یې وعظ وکړ او خطبه یې بیان کړه: “إنما أهلک الذین قبلکم أنهم کانوا إذا سرق فیهم الشریف ترکوه، وإذا سرق فیهم الضعیف أقاموا علیه الحد، و أیم الله لو أن فاطمة بنت محمد سرقت لقطعت یدها”؛ (هغه څه چې د پخوانیو قبیلو د تباهۍ لامل شول دا وو چې که د دوی له مخورو او اشرافو څخه یو چا غلا کوله، نو هغه به یې معاف کاوه؛ خو که چېرې به یو کمزوري کس غلا کوله، نو حد به پرې پلی کېده. په خدای تعالی قسم که چیرې فاطمه (رضی الله عنها)، د محمد (صلی الله علیه وسلم) لور، غلا وکړي، نو زه به یې لاس پرې کړم.) [۸]
جبلة الایهم، د بنو غسان یو پیاوړی عرب پاچا، د خپلو یو شمیر پیروانو سره اسلام قبول کړ. یوه ورځ، د کعبې شریفې د طواف پرمهال، یو حاجی په ناڅاپي ډول د هغه پر جامو چې په ځمکه پرتې وې، پښه کېښوده. جبلة په غوسه شو او هغه سړی یې په پوزه په سوک وواهه چې له امله یې وینه وبهېده. سړي حضرت عمر رضی الله عنه ته شکایت وکړ. حضرت عمر رضی الله عنه، جبله، د هغه د حیثیت او مقام له په پام کې نیولو پرته، د اسلامي عدالت پر بنسټ محاکمه کړ.
همدارنګه، په یوه پېښه کې حضرت عمر رضی الله عنه یو کس په درو وواهه؛ خو کله چې دا څرګنده شوه چې هغه کس له شرعي دلایلو پرته، په دُرو وهل شوی، نو سمدلاسه یې وهل شوي کس ته دره ورکړه ترڅو خپل قصاص له ده څخه واخلي. مګر هغه کس حضرت عمر رضی الله عنه ته بخښنه وکړه. دا صحنه ښیي چې حتی د هغه وخت تر ټولو ځواکمن حاکم هم قانون ته تسلیم شو او د ټولنې د کمزوري فرد په وړاندې یې د عدالت په پلي کولو ټینګار وکړ.
د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت د وخت یوه بیلګه: په یوه پېښه کې، یو یهودي قاضي شریح ته د حضرت علي رضی الله عنه په وړاندې شکایت وکړ او ادعا یې وکړه چې هغه زغره چې د حضرت علي رضی الله عنه سره وه د هغه ده. قاضي د شواهدو له کتلو وروسته د یهودي سړي په ګټه پریکړه وکړه او زغره هغه ته ورکړل شوه. دا پېښه ښيي چې د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت مقام او د مذهب او دین اختلاف، د عدالت د پلي کولو او د یهود په ګټه د حکم د صادرولو مخه و نه نیوله.
د مسلمانانو په مشرانو او واکمنانو واجب ده چې د اسلام د احکامو په پیروۍ او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، راشده خلفاوو او صالحو واکمنانو په تقلید سره ریښتینی عدالت پلي کړي. دوی باید د عدالت او برابرۍ دروغجنو مدعیانو ته وښيي چې اسلام څوارلس پیړۍ دمخه نړیوال او انساني مساوات او برابري رامنځته کړه، هغه مهال چې نړۍ د تبعیض، ظلم او نژاد پرستۍ په تیارو کې ډوبه وه.
هغه آیتونه او احادیث چې پر دې حقیقت باندې دلالت کوي:
۱. “یا ایهاالناس انا خلقناکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوبا و قبائل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقاکم ان الله علیم خبیر”؛ (ای انسانانو، موږ تاسو له یو نارینه او یوې ښځې څخه پیدا کړي یاست، او تاسو مو په قومونو او قبیلو ویشلي یاست ترڅو یو بل وپیژنئ. په حقیقت کې، د الله په نزد ستاسو تر ټولو عزتمند هغه دی چې پرهیزګاره وي. په حقیقت کې، الله پوه او باخبر دی.) [۹]
۲. “ان الله عزوجل قد اذهب عنکم عیبة الجاهلیة والفخر بالآباء…” ؛ (په حقیقت کې، الله تعالی له تاسو څخه د جاهلیت ننګ او په خپلو پلرونو او نسب باندې ویاړ له منځه وړی دی. ټول انسانان د آدم علیه السلام اولاد دي او آدم علیه السلام له خاورې څخه پیدا شوی دی.) “هغه کسان چې د جاهلیت په دوره کې په خپل نسب باندې ویاړل، د خدای جل جلاله په نزد له هغه ماشي (د خوشایو حشره) څخه ټیټ او ذلیل دي چې خپلې پوزې سره نجاست لېږدوي.”
دا اسمانِ پیغامونه د اسلامي عدالت حقانیت او جامعیت ثابتوي. مسلمان سیاستوال باید له دې الهي احکامو او لارښوونو څخه په الهام اخیستنې سره موجوده ظالمانه او نیمګړي نظامونه وننګوي او د اسلامي عدالت عملي نمونه وړاندې کړي.
په دې اعلان سره، اسلام د نژاد، ژبې، سیمې، توکم، رنګ او پوستکي پر بنسټ امتیازات لغوه کړل او ټول انسانان یې سره وروڼه کړل. د اسلام له نظره د فضیلت او غوره والي یوازینی معیار تقوا او پرهیزګاري ده.
د عدالت دروغجنو مدعیانو ته ووایئ: راځئ چې ټول د تقوا او د خدای جل جلاله د بندګۍ تر چتر لاندې سره راټول شو او په ګډه د اسلام د الهي دین پیروي وکړو، هغه دین چې د حضرت آدم علیه السلام سره پیل شو او د خاتم النبیین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت سره بشپړ شو، راځئ د اسلام په وسیله نړیوال یووالي، سولې او عدالت ته ورسېږو.
دوام لري…
[۱]. له فتح الباري څخه تخریج شوی، د حدیث شمیره: ۶۶۰.[۲]. متفق علیه: ۴۴۴۹.[۳]. مسلم: ۴۹۶۰.[۴]. د امام احمد مسند، پنځم ټوک، ۲۸۴ مخ.[۵]. مسلم: ۱۲۰۳.[۶]. متفق علیه: ۳۶۸۶.[۷]. طبراني په المعجم الکبیر، ټوک ۱۰، مخ ۲۱۶ کې روایت کړی دی.[۸]. متفق علیه: بخاري: ۶۴۰۶ او مسلم: ۱۳۱۵.[۹]. حجرات: ۱۳.[۱۰]. سنن ابي داود: ۱۲۱۲.
Leave A Reply

Exit mobile version