لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي

الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (اتمه برخه)

پنځم؛ د ځینو فلسفي او اقتصادي نظریو او فرضیو را څرګندېدل
د ځینو فرضیو او نظریو پنځېدل، لکه؛  د ژوندیو موجوداتو په اړه د ډاروین د تکامل او ارتقاء نظریه، په ارواپوهنې کې د فروېډ نظریه او د کارل مارکس له لوري د تاریخ مادي او اقتصادي تفسیر د الحاد د پراختیا نور لاملونه بلل کیږي.
ډاروین او ډاروینېزم:
ډاروین په (1809) میلادي کال کې زېږدلی او په 1859 کال کې یې د ( بڼو اصل ـ The origen of species  ) او په 1871 کال کې یې (د انسان بنسټ) په نوم کتابونه نشر کړل، چې د یادو کتابونو له نشر سره سم د تاریخ څو څرګندې کرښې وکښل شوې.
د ارتقاء او تکامل د فرضیې  او د انسان بنسټ او د بڼو د اصل  د ابتدايي ټکو له نشرېدو وروسته د هغه وخت دینې افکار او باورونه ولړزېدل.
ډاروین وویل: ” په نړۍ کې هېڅ شی هم ثابت او په یوې بڼې نه موندل کیږي، نه انسان، نه حیوان او نه هم نباتات او بوټي او د خلقت په نړۍ کې یو ډول او ثابته اراده نشته.”
پنځونکی یعني طبیعت په لومړیو کې د انسان د پنځونې اراده نه درلوده، البته انسان د ارتقا او تکامل د تدریجي پرمختیا پایله ده، چې د دو میلیون کلونو په جریان کې را منځته شوې او لومړی بشر د ننني انسان په بڼې نه و، په اصل کې حیوان و. په خبرو کولو نه پوهېده، د تعقل او تفکر ځواک یې نه درلود او په پښو نشوای درېدلای؛ هغه صفتونه چې دیني نړۍلید یې ورته منسوبوي، په انسان کې نه وه، په حقیقت کې له هر ډول روح او روان څخه خالي او یوازې یو حیوان و.
دیني لرلید انسان یوه ځانګړې او ممتازه پنځونه بلله، چې د حیواني معیارونو سره د اندازې وړ نه دی او ورته مناسب یې نه بلله چې د حیواناتو په څېر دې په خپلو غریزو پسې هر لوري ته لاړ شي.
د دې نظریې لومړۍ پایله؛ په خدای د ایمان د ارکانو او د دې ټولې آیډیولوژي تزلزل  او دوهمه پایله یې، د هر ډول نظام په جوړښت، ثبات او چوکاټ د باور تزلزل او یا هم د هر ډول ارزښت او یا هم افکارو په وړاندې د باورونو لړزېدل وو.
او د څلورمې، پنځمې او شپږمې پایلې لنډیز یې؛ د هر هغه څه لړزول چې د اتکاء نقطه بلل کېده او د هر ډول بنا او جوړښت لړزول چې ثبات یې درلود.
د انسان په پنځونه کې د خدای د ارادې شتون، خالقیت او مدیریت  نظریه لومړی هغه وه، چې د ډاروین له لوري متزلزله شوه. ډاروین هغه وخت د انسان په پنځونه کې اراده او د خدای له لوري په مستقیم ډول د انسان خلقت رد کړ او هغه یې یو لړ تکاملي پېښو ته منسوب کړ او هر هغه څه چې د خدای له لوري د روح ورکولو څخه د انسان په شان کې و له نظر څخه وغورځول، چې مطلق حیوانیت یې د انسان اصل وباله.
د ډاروین د نظریې په اساس؛ ” خدای کائنات وپنځول، ټول لاملونه او ځواکونه یې پکې رامنځته کړل او بیا یې همداسې خپل سر ته پرېښودل چې ارتقاء او تکامل وکړي، البته په یوې داسې کچې چې د تکامل لپاره پکې وړتیا وي، پرته له دې چې د خدای اراده د نړۍ په فروعات او پایلو کې اغېزه ولري،  لکه څنګه چې اکثریت متدینین د خدای او نړۍ په اړه ورته باور لري[1].”
د ډاروین د نظریې په وړاندې دریځونه
د یادې نظریې په اړه درې دریځونه روایت شوي؛
  1. ځینو د نوموړي فرضیه یو ثابت علمي حقیقت بللی او له ټولو پایلو سره یې منلې چې پر اساس یې الحاد غوره کړی.
  2. ځینو پوهانو هڅه کړې، چې د علمي، باوري او قناعت ورکونکي دلایلو او شواهد له لارې یاده نظریه ناسمه ثابته کړي.
  3. نورو بیا هڅه کړې، چې د انسان او کائناتو د خلقت په اړه د ډاروین د تکامل او ارتقاء د نظریې او دیني لرلید ترمنځ تطابق رامنځته کړي او دا نظریه پرته له دې چې د الحاد لپاره دلیل شي، د خلقت د نظام د ځلېدنې او د باورونو د تقویت لپاره یې کاروي. د دوی په باور څنګه چې یاده نظریه د خپل بنسټګر ډاروین لپاره د الحاد لامل نه شوه نو باید د نورو ملحدینو لپاره هم دلیل نه شي.
د تاریخ مادي او اقتصادي تفسیر
د ډاونېزم له تفسیر سره سم، د تاریخ اقتصادي او مادي تفسیر د انګرېز فریډریګ او کارل مارکس له لوري وشو، د تاریخ مادي او اقتصادي تفسیر وايي:
  1. انسان خوراک پلټونکی موجود دی.
  2. د نړۍ د ژوند پنځونکي ځواکونه او د افکارو او باورونو جوړونکي یوازې مادي او اقتصادي ځواکمنتیاوې دي، د ارتقاء له پوړیو سره سم.
  3. وايي: د بشر په تاریخ کې له یوې دورې څخه بلي ته تګ حتمي او جبري دی او په هغې کې د انسان اراده هېڅ ډول دخالت نه لري. د مثال په ډول ویلای شو: بشریت د ښکار له دورې څخه د شپني دورې ته او له شپني څخه د بزګري دورې ته او هغې څخه د ټیکنالوژۍ او صنعت عصر ته لاړ او یا هم ویل کېدای شي، چې د خرافاتو پالنې له دورې څخه د مذهب پالنې او بیا روښانتیا او له هغې څخه د پوهې او هوښیارۍ عصر ته راغلی او په دې هره دوره کې ځانګړي باورونه او عادتونه شته، چې د هماغې دورې شرایط ترسیموي. کله چې یوه ټولنه له یوه ټولنیز حالت څخه بل ته بدلون مومي، نو ټول افکار، باورونه او مفاهیم په زور مني او دا انتقال جبري او حتمي دی.
د تاریخ مادي تفسیر د انسان لپاره د یو لړ مادي حیواني تفسیرونو لامل شوی، د همدې تفسیر پر اساس؛ د انسان ټولې هڅې د حق او عدالت ترلاسه کولو لپاره نه دي، دا ټول کوښښونه یوازې د خوړو ترلاسه کولو لپاره دي. ایمان، باورونه، اصول، اساسي طرحې او برنامې، شعور، احساسات او الګوې هېڅ هم نشته، یوازې حیوان دی، چې د معدې په حاکمیت کې ژوند کوي او د خوړو لپاره یې هڅې هر لوري ته کاږي او که چېرته د حق او د عدالت د قایمولو لپاره کوښښ هم وي؛ ګټه نه لري، ځکه خلک په نه بدلېدونکي جبري مادي او اقتصادي قوانینو محکوم دي[2].
فرویډ او فروېډېزم
د ډاروین تر زوکړې نیمه پېړۍ وروسته په 1856م کال کې فرویډ وزېږېد، له علمي او یهودیت مسایلو سره د نوموړي له اخلاص سره، سره د انسان په اړه د ډاروین نظریې پرې ژوره اغېزه وکړه. دې فرضیې په اصل کې د څېړنو یوه پراخه او وسیعه زمنیه د آزادو انسانانو لپاره چې هېڅ ډول انساني ارزښتونه او فضیلت ورته اهمیت نه درلود، تفسیر کړه او ویې ویل:
جنسي انګېزه له ځانګړي حیواني معنی سره او د احساس، شهواني غریزې او د جسمي تمایلاتو او ادراکاتو په معني د بشر تر ټولو مهمه او لومړنۍ خوځنده او مدافعه ده.
ټولې انساني غوښتنې او انګېزې د جنسي انګېزې زېږنده او تابع دي. که ماشوم له مور سره مینه او تړاو پیدا کوي، جنسي جاذبه یې لامل ده. همدا جاذبې که له مور او یا هم پلار سره وي، د جسم له رشد سره پراخیږي تر هغه پورې چې لومړۍ عقده یې په ژوند کې رامنځته شي، د ـ اودیپ ـ عقده ( د الکترېسته جریاناتو د فعالیت غده، یا هم د جاذبې او جنسي غریزې غده)  چې د ماشوم په داخلي کشمکش او مور ته جنسي تمایل او پر مور باندې د پلار سلطه او یا برعکس که ماشوم نجلۍ وي، له امله د ماشوم په وجود کې اغېزې را څرګندیږي او هغه تر هغو پورې په عذاب کې وي، چې دا غده وټکوي، یا هم د جرګې او د پلار له شخصیت څخه را ووځي او د غدې له بنده خلاص شي.
کله چې ماشوم د مور لور ته جنسي کشش ټکوي او یا هم په غیر شعوري ډول د پلار د شخصیت لور ته ګام اخلي، رواني رشد یې هم پیلیږي او په تدریجي ډول سره خپل دنني ادراکونه او جاذبې ټکوي او پر ځان باندې له چاپیریال څخه ترلاسه شوي ټولنیز اداب او نزاکتونه حاکموي او ځان ورسره برابروي. دې حالت فرویډ د لوړ شخصیت او یا هم د وجدان پنځېدل وايي. خو فرویډ زیاتوي؛ دا کړنې او کړنیز حالتونه چې د ماشوم د رواني حالت سره رامنځته کیږي، ډېر خطرناک دي، ځکه د جنسي غریزو ټکول له اودیپ غدې سره د انسان رواني حالت ته بدې اغېزې لري. په حقیقت کې دا ټکونه د یوې زیاتېدونکې قوې په وړاندې خنډ دی او په همدې دلیل د اروايي کږلونونو او رواني ګډوډیو منشاوې زیاتیږي، چې په پای کې انساني هستي ګواښي.
دا هغه انسان دی چې فرویډ انځوروي، له هر ډول انساني تفکر او دیني خوی او خصلتونو څخه لیرې، په اصل کې ټول هغه پوښونه چې ضمایر او پټ جسمي او رواني معنویتونه یې وړاندې کړي، د فرویډ له نظره جعلي دي، داسې چې هېڅ ارزښت او باور خپل پخوانی اهمیت نه لري، ځکه د نوموړي له نظره ټول هغه پوښونه یو ډول ټکول/ محدودیتونه دي، ټول وهمونه او خنډونه دي چې د جنسي آزادۍ د رشد مخه یې نیولي او ان تر دې لا لوړ زنځیرونه او زولنې دي، یوازې هغه څه چې ارزښت لري د اهمیت او پام وړ دی، همدا جنسي غریزه او بربنډ حیوانیت دی.
په پای کې فرویډ چې کومه فتنه د بشري ټولنو په کچې جوړه کړه، خپلې اغېزې یې وکړې او لکه په وچ درمن د اور لګېدل، په نړۍ کې په سرعت خپره شوه او خپرېدل یې د دیني اخلاقو، بنسټونو، ادابو د ماتېدو ، د ټولنیزو نورمونو او د بشري ارزښتونو او میراثونو د لکې او داغ کېدو لامل شوه[3].
پورته درې مهمې نظریې  ( د تکامل او ارتقاء فرضیه، د تاریخ د مادي او اقتصادي تفسیر فرضیه او فروډېزم)  دي، چې د ډېر لنډ فکره کسانو د الحاد لامل شوي.
ادامه لري…

 

[1] اورپا؛ څنګه یې خپل خدای ورک کړ؟ د محمد قطب لیکنه، د محمد باقر داودي ژباړه ـ 4 ـ11 مخ

[2] مخکنی مأخذ ـ  (11 ـ13 مخ)

[3] له پخوانۍ مرجع څخه لنډیز ( 17 ـ19  مخ)

Leave A Reply

Exit mobile version