لیکوال: ابوریان عزیزي
فمینيزم (دوه ویشتمه برخه)
د څو ودونو لپاره اسلامي شرطونه او حدود
د اسلام په لومړيو کې د څو ودونو په اړه کوم محدوديتونه نه وو؛ خو د دې نامحدودو ودونو پایله داسې شوه چې په لومړي سر کې خلکو د خپلو ډيرو حرصونو له امله څو ودونه کول؛ خو د خپلو مېرمنو حق يې نه شو ادا کولای او ښځو يې د نکاح په تړون کې د بنديانو په توګه ژوند کاوه؛ څو ښځې به چې د یوه سړي په نکاح کې وې، د دوی تر منځ د عدل او برابرۍ خبره نه وه، هر چا ته چې به یې ډېره مینه وه، هغه به یې نازوله او ښه به یې ساتله او د نورو ښځو د حقونو په تړاو به په بشپړه توګه بې پروا و.
د څو ودونو جواز په قرآن کریم کې یوازې په دوو ځایونو کې ذکر شوی او هغه دوه ځایونه دا دي:
-
1. «فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلاَّ تَعُولُواْ»؛ }دوې، درې یا څلور ښځې له خپلې خوښې سره واده کړئ، او که تاسو ویره لرئ چې تاسو به د خپلو میرمنو په مینځ کې انصاف ونه کړئ؛ نو یوه ښځه وکړئ یا هغه ښځې چې تاسو یې خاوندان یاست (کاروئ) دا به تاسو له ظلم څخه ښه وساتي.]