لیکوال: عبیدالله نیمروزی


د حضرت عثمان بن عفان «رضی الله عنه» ژوند لیک (دوهمه برخه)

صفات یې:
عثمان بن عفان رضي الله عنه نه اوږد و او نه لنډ. بلکي متوسط ​​قد يې درلود، ډېر ويښتان او ډکه ږيره يې لرله، هغه له هغو خلکو څخه و، چې ښکلی رخسار يې درلود. هغه نرم پوستی او غنم رنګ و، پنډي پښې او اوږده لاسونه او بدن یې ویښتان درلود.

 

اخلاق یې:
که څه هم عثمان بن عفان رضي الله عنه د قريشو تر ټولو شتمن کس نه و. خو هغه د قريشو له شتمنو کسانو څخه و. سره له دې، هغه ښه اخلاق درلود، تر دې حده چې کله ميندې غوښتل چې د خپلو ماشومانو لپاره دعا وکړي، نو ويل به يې: أُحِبُّکَ والرَّحمن؛ حُبّ قُرِیشٍ لِعُثمَان»؛  “زه په مهربان خدای قسم کوم چې له تاسو سره مینه لرم لکه څنګه چې قریش عثمان سره مینه لري.” هغه د خپلو ښو اخلاقو او نیکو صفاتو له امله په قریشو کې تر ټولو مشهور شخصیت و.
د «ذو النورین» د لقب لامل
د حضرت عثمان لومړۍ مېرمن حضرت رقیه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور وه، کله چې وفات شوه نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل بله لور ام کلثوم رضي الله عنها سره یې نکاح وتړل.
حقیقت دا دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوې لوڼې د ابولهب له دوو زامنو سره په نکاح شوې وې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رسالت وروسته ابولهب د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مقابل راپورته شو، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځورولو لپاره یې خپلو دوو زامنو ته امر وکړ چې د پیغمبر دوو لوڼو ته طلاق ورکړي.
د هجرت دوه کاله مخکې حضرت عثمان رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه و سلم له لور رقيه سره واده وکړ، چې له هغې څخه یې د عبدالله په نوم یو زوی پیدا شو. خو رقيه رضي الله عنها د بدر د غزوې په ورځ وفات شوه، چې وروسته يې د هغې له خور ام کلثوم سره واده وکړ، چې هغه هم په نهم هجري کال کې وفات شوه، له همدې امله عثمان بن عفان رضي الله عنه د “ذو النورین” په نوم یادیږي؛ ځکه چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوو لوڼو سره نکاح کړې وه.
ویل کیږي چې عربو هیڅکله د رقیه او عثمان رضي الله عنهما په څیر محبوبه جوړه نه وه لیدلې یا نه پېژندل.
د ام کلثوم رضي الله عنها له مړینې وروسته یې د غزوان له لور ساخطه، د ولید له لور فاطمې او ام البنین د عیان بن حصن له لور سره واده وکړ.
د هغه وروستنۍ ښځه نائله  د فرافصه لور وه، چې عیسوي وه. خو مخکې له دې چې حضرت عثمان سره واده وکړي، مسلمانه شوه.
اولادونه يې:
مريم، ام سعيد، عائشه، ام عمرو او ام البنين.
د حضرت عثمان رضي الله عنه د ژوند تر ټولو څرګند پړاوونه
عثمان بن عفان له عام الفيل څخه شپږ کاله وروسته وزيږيد او اووه څلويښت کلن و چې هجرت يې وکړ. کله چې اویا کلن شو، له هغه سره یې د خلافت لپاره بیعت وشو، دوولس کاله یې د خلافت دنده تر سره کړه، د دوه اتیا کلنۍ په د ذوالحجې په اتلسمه نېټه شهید شو. (۳۵هـ ق).
د حضرت عثمان رضي الله عنه اسلام راوړل:
عثمان رضي الله عنه یو سوداګر و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رسالت څخه څه موده وروسته یې خوب ولید چې یو غږ اوري: ای بېده شوو! دا محمد دی چې په مکه کې راڅرګند شوی. هغه له خوبه پاڅېد او خپل په خوب پوه نه شو، خپلې خاله ته چې خپل اسلام يې پټ کړى و، ورغى او د دې خوب په اړه يې ترې وپوښتل، هغې وويل: محمد بن عبدالله د خداى له لوري د پېغمبر په توګه رالېږل شوى دی، خداى پاک ورته يو کتاب ورکړى و چې خلکو ته د هغه په وسیله لارښودونه کوي.
کله چې هغه دا خبره واوریده نو خپل نږدې ملګري ابوبکر رضي الله عنه ته یې کیسه وکړه نو ابوبکر رضي الله عنه ورته وفرمایل: ستا خاله رښتیا ویلي دي. بيا يې وويل: اې عثمان! ایا ته پوهیږې چې زما په نظر ته یو حیاناک سړی یې او دا صفت تا د اسلام لاره ښيي؟
عثمان رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه و سلم ته ورغی او هغه ته ور نږدې شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته اسلام معرفي کړ. حضرت عثمان رضي الله عنه وایي: په خدای قسم انتظار مې نه شو کولای، نو د هغه په مخ کې مې وویل: «اشهد ان لا اله الا الله وحده لاشریک له و اشهد ان محمداً عبدهُ و رسولهُ» او حضرت عثمان رضي الله عنه اتم کس و چې اسلام یې قبول کړ.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version