ځینو ویلي دي: « دغه اصطلاح د هجرت په دویمه پېړۍ کې منځته راغلې ده، چې حسن بصري رحمه الله دغه لقب پر یوه زاهد باندي پرېښود، او حضرت سفیان رحمه الله ویلي: «که صوفي ابوهاشم رحمه الله نه وای، زه د ریا، د هغه ډولونه او حالاتو باندي نه پوهېدم.»
ځیني وايي: «دغه لقب د هجرت څخه دوه سوه کاله وروسته څرګنده او ښکاره شو.» (کذا في عوارف المعارف)
خو ښکاره خبره دا ده چې د اسلام په پیلامه کې (د هجرت په لومړي سلیزه کې) په مسلمانانو کې هیڅ ډله د «عارف» او «صوفي» په نامه نه وه، او د «صوفي» نوم په دویمه پېړۍ کې رامنځته شو.
«نیکلسون» او «ابوالقاسم قشیري» چې مشهور متصوفین دي وايي: « دغه نوم د ۲۰۰ هجري کال څخه منځته راغلی دی.» که ابوهاشم کوفي لومړی صوفي وي او هغه هم د سفیان ثوري(161 هـ.ق) استاد یي، نو معلومیږي چې دغه اصطلاح د دویمي پېړۍ په پیلامه کې معروف شوې نه د هغه په آخره کې.( څرنګه چې نیکلسون او نور وايي.)
صوفیان د زهد او د دنیا څخه د مخ اړولو لامله د نرمو کالو څخه ډډه کوي، او د پشم(صوف) ډبل کالي اغوندي. خو دغه نه معلومه چې دوی کله ځانونه عارفان بللي دي.
د سقطي(۲۴۳هـ.ق) له خبرو څخه جوتیږي چې دغه اصطلاح په دریمه پېړۍ کې شایع او رایج وه، په هر صورت په لومړۍ پېړۍ کې دغه نوم شتون نه درلود. دغه اصطلاح په دویمه پېړۍ کې رامنځته شوې او دغه جماعت د یو خاصې ډلي په حیث وه.(نه په دریمه پېړۍ کې، لکه څنګه چې ځیني په دې اعتقاد دي.)
که څه هم په لومړۍ پېړۍ کې د صوفي او عارف په نامه چا شتون نه درلود، خو دا په دې معنا نه ده چې په هغه وخت کې زاهد او عابد خلک نه و، او یا صرفا ځيني اصحابانو زهد کاوه.( لکه څنکه چې ځیني غرب ځپلي دا باور لري.)
کېدای شي چې ځینو اصحابانو پرته له زهد او عبادت بل څه نه درلود، خو ځینو د یوې پیاوړي معنوي ژوند څخه برخمن وه.