لیکوال: البتار
خوارج د خلفای راشیدینو په وخت کې (دريمه برخه)
د حبر الامة رضي الله عنه مناظره له خوارجو سره
له پخوانیو بحثونو وروسته اوس به د خوارج ډلې د نظامي حضور په اړه بحث وکړو او د دې ظالم قوم د ناپوهۍ څرګندونه وکړو.
د خوارجو لومړۍ غونډه هغه مهال وه چې د حضرت عثمان رضي الله عنه شهید او د جمل او صفین جنګونه پیل شول. هغوی د مسلمانانو له خوا د سولې د وړاندیز وروسته، بغاوت وکړ او د «حروراء» په منطقه کې سره راټول شول.
د صریح متن له مخې، د دوی وتل تل د “فرقة الناس” (رواه البخاري، 6163) په وخت کې واقع کیږي کله چې مسلمانان سره په اختلاف او شخړې کې وي.
په حروراء کې د خوارجو يو ځای کېدل او له هغوی سره د حضرت ابن عباس رضي الله عنهما مناظره
خوارج د صفین څخه کوفې ته د راستنېدو په وخت کې د حضرت علي رضي الله عنه له لښکر څخه د ډېر شمېر په کچه جلا شول. په یوه روایت کې د هغوی شمېر دوولس زره، په نورو روایتونو کې اته زره تنه، څوارلس زره تنه او هم شل زره تنه ټاکل شوي دي. البته هغه روایت چې د هغوی شمېر یې ۲۰ زره ښودلی بې سنده دی.
دا خلک، کوفې ته د لښکر له رسېدلو څو ورځي مخکې جلا شول او دې جلاکېدل د حضرت علي رضي الله عنه اصحاب په وېره کې واچول. حضرت علي رضي الله عنه له خپلو نورو لښکرو سره چې د ده تر واک او اطاعت لاندې وو، کوفې ته داخل شو. وروسته له دې چې حضرت علي رضي الله عنه ته دا خبر ورسېده چې خوارجو خپله ډله منظمه کړې ده او یو قومندان یې د لمانځه لپاره او بل قومندان یې د جګړې لپاره ټاکلی دی، او له خدای جل جلاله سره یې بیعت کړی دی، او نیکۍ ته امر او له بدیو څخه منع کوي. چې د دې ټول معنی دا وه چې دوی په عمل کې له اسلامي ټولنې څخه جلا شوي دي.
اميرالمؤمنين حضرت علي رضي الله عنه غوښتل چې هغوى بېرته اسلامي ټولنې ته راولي، نو حضرت ابن عباس رضي الله عنهما يې د هغوى سره د مناظرې لپاره راوغوښت.
د پیښي روایت د حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه
« دوی ته ورغلم په داسي حال کې چې خپل ښه یمني جامه مې اغوستې وه. په پښو روان شوم او غرمې ته یوه کور ته ورسېدم. ابن عباس رضي الله عنهما ډېر ښکلی سړی و، چې لوړ اواز یې درلود. هغوی ورته وویل: ښه راغلاست ای ابن عباسه! دا ښکلي کالي څه شی دي؟ ويې ويل: ولې ما ملامتوی؟ ما ولیدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له دغو جامو څخه غوره جامې اغوستي. او دا آيت نازل شو : «قل من حرم زينة الله التي أخرج لعباده والطيبات من الرزق» [اعراف: ۳۲] «ووايه اې پېغمبره: هغه زینتونه چې الله تعالى د خپلو بندګانو لپاره پيدا کړي او هم هغه پاک رزقونه چا حرام کړي دي؟»
هغوی وویل: د څه لپاره راغلی یې؟ هغه وفرمایل: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو په استازیتوب راغلی یم، له مهاجرینو او انصارو لخوا او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زوی او زوم په استازیتوب راغلی یم. هغه کسان چې هغوی باندي قرآن نازل شوی دی، هغوی د قرآن په تاویل کې تر تاسو تکړه دي، چې په تاسو کې له هغوی څخه څوک نشته. او هر څه چې هغه وایي تاسو ته یې وایم، او څه چې تاسو وایست هغه دوی ته وایم. ځینې یې زما لور ته راغلل. ما وویل: ولې مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو او د هغه د تره زوی څخه په غوسه یاست؟ دوی وويل: په دريو دليلونو. ومې ويل: هغه کوم دي؟ هغوى وويل: لومړى دا چې هغه د خداى په امر كې خلك حَکَم كړل، په داسې حال كې چې: «إن الحُكم الا لله» (سوره يوسف آيه ٤٠) «حكم فقط د الله لپاره دى.» ما وویل: ښه، دا یې یو دلیل.
دوی وویل: دوهم دا چې د جمل په جګړه کې یې، نه اسیر ونیول، او نه یې هم غنیمت ټول کړ. که مقابل لور کافران وای نو اسیر کول یې روا وو. او که دوی مؤمنان وای نه اسیر کول روا وه او نه جګړه. ومې ويل: دا یې هم دويم دليل، دريم دليل كوم دى؟ هغوی وویل: د امیرالمؤمنین لقب یې له خپل نوم څخه جلا کړ. نو که هغه د مؤمنانو مشر نه دی نو خامخا د کافرانو مشر دی. ومې ويل: له دې قضيو پرته نورې هم شته؟ هغوی وویل: موږ په دغه دلایلو بسنه کوو.
ما ورته وویل: که زه تاسو ته د خدای له کتاب او د هغه د پیغمبر له سنتو څخه داسي دلایل ووایم چې ستاسو د ادعا ځواب وي؟ ایا تاسو بیرته لاري ته راګرځی؟ هغوی وویل: هو. ما وویل: دا چې تاسو وایست هغه دو کسان د حَکَم په حیث وټاکل. زه به تاسو ته د خدای د کتاب یوه برخه ولولم، چې په هغه کې خدای د درهم د څلورمې د ارزښت په اړه خپل بندګانو ته اختیار ورکړی چې په دې اړه پریکړه وکړي. لکه څنګه چې فرمایي: «يأيها الذين آمنوا لاتقتلوا الصيد وأنتم حرم ومن قتله منكم متعمداً فجزاء مثل ما قتل من النعم يحكم به ذوا عدل منكم» [مائده: ٩٥] « ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، کله چې تاسو په احرام کې یاست، ښکار مه کوئ! که چیري په تاسو کې څوک په قصد سره ښکار وکړي، باید د هغه په څیر (حیوان نذر) کړي، چې د هغه فیصله(د حَکَم په توګه) ستاسي څخه دوه تنه عادلان وکړي.»
او دا د نارینه و حکم کول دي. ستاسو دي په خداى قسم وي چې د دواړو خواوو د اصلاح او د وينې تويولو د مخنيوي لپاره د حَکَمانو فیصله ښه ده او يا د سویګي د وژلو لپاره؟ هغوی وویل: هو، د دوو ډلو د اصلاح لپاره. ومې ويل: او د ښځې او نارینه تر منځ د مسئلې په اړه دا هم راغلي دي: «وإن خفتم شقاق بينهما فابعثوا حكماً من أهله وحكماً من أهلها» [نساء: ٣٥] “او که چیري د دوی (نارینه او ښځینه و) له جلاکېدو څخه وېره لری، نو یو منځګړی( حَکَم) د مېړه لخوا او یو منځګړی د ښځي لخوا وټاکل شي.»
نو ستاسو دې په خداى قسم وي چې منځګړیتوب (حَکَمیت) د خپلو اړيكو د ښه كولو او د وينو تويولو د مخنيوي لپاره غوره دی او كه د ښځي او نر د اړيكو په اړه؟ ایا دغه دلیل مې هم وړاندي کړ؟ هغوی وویل: هو.
ومې ويل: او ستاسو دويم دلیل: چې هغوی جګړه وکړه، خو بنديان يې ونه نیول او د جګړې غنیمتونه يې راټول نه کړل. ايا تاسو خپله مور عائشه بندي کوی؟ او هغه څه چې د نورو ښځو په اړه یې حلال ګڼی هغه د دې په اړه هم حلال ګڼی؟ که ووایست هو، نو خامخا کافران کیږي. او که ووایست: هغه زموږ مور نه ده، بیا مو هم کفر کړی دی. «النبي أولی بالمؤمنین من أنفسهم وأزواجه أمهاتهم» [احزاب: ٦] «پر مومنانو خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ځانونو څخه لا هم ګران دی، او د پیغمبر علیه السلام بیبیاني د دوی میندې دي.»
نو تاسو د دوو ګمراهیو تر منځ یاست، نو د هغې څخه د وتلو لاره ومومئ. ایا د دغه ځواب مې هم درته ووایه؟ هغوی وویل: هو. ده وویل: او تاسو وایست چې هغه له خپل نوم څخه د امیرالمؤمنین لقب لرې کړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیبیه په ورځ له مشرکانو سره سوله وکړه او علي رضي الله عنه ته یې وفرمایل: اې علي، ولیکه چې: هغه څه چې محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پر اساس سوله وکړه. هغوى وويل: كه موږ باور درلودلی چې ته د خداى رسول يې، نو له تا سره به مو جګړه نه وه كړې، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اې علي! پاک یې کړه! ای ربه، ته پوهېږې چې زه د خدای رسول یم. اې علي، وليکه: دا هغه څه دي چې محمد بن عبدالله يې پر بنسټ سوله وکړه. رسول الله صلی الله علیه و سلم له خپل نوم څخه يې د رسول لقب حذف کړ او د دې حذف مطلب دا نه دى چې له نبوته لرې ووت. ایا دغه دلیل مې هم درته وړاندي کړ؟ هغوی وویل: هو. نو دوه زره کسان بېرته راوګرځېدل او پاتې نورو خروج وکړ، او په خپل ګمراهۍ ودرېدل، او له هغوى سره مهاجرینو او انصارو جګړه وکړه او هغوی یې قتل کړل.»
له خوارج سره د حضرت ابن عباس رضي الله عنهما له مناظرې څخه ډېر درسونه را اخیستل کېدای شي چې ځينې يې دا دي:
-
د مخالفینو سره د مناظرې لپاره د مناسب کس غوره کول؛
حضرت علي رضي الله عنه د مناظرې لپاره خپل د تره زوی عبدالله بن عباس رضي الله عنهما غوره کړ، چې د امت تر ټولو ستر مفکر او د قرآن کريم ترجمان او مفسر و؛ ځکه هغه پرهېزګاره خلک پېژني او په دې پوهېدی چې دغه ډلې د دوی د عقيدې په اړه د قرآن پر بنسټ استدلال مني. نو دی د قرآن په تفسیر کې تر ټولو پوه سړی وو. موږ په زړورتیا سره ویلای شو چې حضرت ابن عباس رضي الله عنه په دې بحث کې بې څاری و. دا ځکه چې هغه د الله جل جلاله لپاره د اخلاص په نيت، له غرور څخه ليرې، په زغم او صبر، د مخالفینو خبرو ته غوږ ونیوه، او هغوی ته یې روښانه او څرګنده دليل وړاندې کړ.
-
د مخالفینو سره په بحث کې، د ګډو ټکو څخه پیل؛
اميرالمؤمنين حضرت علي بن ابي طالب رضي الله عنه له خپل مخالف خوارج سره د خداى د كتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو په منلو اتفاق وكړ. نو ځکه حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ورته وویل: تاسو څه وایست که زه ستاسو په ځواب کې د الله له کتاب او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه یو څه ولولم نو تاسو به بیرته وګرځی؟ له دې سره سره ابن عباس رضي الله عنهما د مناظرې له پيل مخکې ځان ته یې ډاډ ورکړ.
-
د مخالفینو په استدلال پوهیدل او د مناظرې له پیل مخکې د ځواب ویلو لپاره چمتووالی؛
البته موږ تمه لرو چې امیرالمومنین علي رضي الله عنه له هغوی سره تر مناظرې مخکې د هغوی له بحثونو خبر و او خپلو اصحابو ته یې ور زده کړی و چې څنګه ځواب ورکړي.
-
د مخالفینو د ادعاوو ته په ترتیب سره ځواب؛
تر دې حده چې دوی ته کوم دلیل او ثبوت پاتې نه شو، لکه څنګه چې له ابن عباس رضی الله عنهما سره په مناظره کې څرګنده شوه چې کله به یې یو دلیل په بشپړه توګه رد کړ، نو پوښتنه به یې وکړه چې ایا دغه دلیل مو ومنئ؟
-
د هغه چا سره مناظره چې نتیجه یې حق وي:
له مناظرې مخکې حضرت عبدالله عباس رضي الله عنه وویل: زه تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو او د هغه د زوم په استازیتوب راغلی یم. هغه کسان چې پر هغوی باندي قرآن نازل شوی؛ له ځکه دوی د قرآن په تفسیر کې له تاسو څخه ډیر پوه دي او ستاسو په منځ کې له هغوی څخه هیڅ څوګ نشته.
-
د مناظرې په جریان کې د مقابل ګوند رای او نظر ته درناوی؛
خداى جل جلاله زرگونو ته د هدايت ورکړ. (د نهروان په جګړه کې د هغو خوارجو شمېر له څلورو زرو څخه کم وو، چې په اړه به يې خبرې وکړو، ان شاءالله) دا ځکه چې دوی په حق پوه شول، او د خدای په فضل او کرم سره د دوی شکونه لرې شول. او بيا د هغو شيانو له برکته چې حضرت ابن عباس رضي الله عنهما په خپل علم، پوهې او استدلال سره څرګند کړ، د هغو آياتونو په صحيح تفسير او د نبوي احاديثو په وسيله يې استدلال باطل کړ. او د دوی لپاره یې د قران کریم معنی تشریح کړل.
۸. د ابن عباس دغه قول چې: په تاسو کې له هغو څخه هیڅوک نشته.
دا یو څرګند حقیقت و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه هیڅ یو هم له خوارج سره نه وو. او له خوارجو څخه هيچا هم په دې وينا اعتراض نه دی کړی او دا روايت صحيح او ثابت دی . همدارنګه د اهل سنتو له علماوو څخه هیڅ یو هم دا نه دي ویلي چې په خوارج کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم صحابي وو. او دا چې دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو څخه په خوارجو کې وو، بې بنسټه ادعا ده او د دې خبرې لپاره کوم معتبر علمي دلیل نشته.
۹. رباني او الهي عالم هیڅکله د باطل حزب سره نه دریږي؛
بلعم بن باعورا غوندي عالمان به ډېر لږ له اهل باطل سره ولاړ وي. خو اکثره د علم او بصیرت خاوندان د نصوصو، د حقانیه علماوو او د اهل سنتو د ټولنې پیروي کوي او هغوی د شیطان او د ځینو ځوانانو په نقش قدم پسې نه ګرځي.
-
تعصب
د خوارجو په منځ کې متعصب خلک وو او اوس هم شته. د خوارجیانو تعصب د هغوی د فساد او ګمراهۍ یو لامل دی. لکه څنګه چې د نظر په وړاندې تعصب او د هغه نه منل د تکبر سبب ګرځي، همدارنګه تر ټولو غټ تکبر د ځان غټ لیدل دي چې د حق د نه منلو لامل ګرځي. لکه څنګه چې ډیری خوارج د دوی د بې ځایه دلایلو تر نیوکې وروسته بیرته راستانه شول؛ خو د دوی بله ډله په خپل تعصب ولاړه وه.
-
د سرچینې او مرجع ټاکل؛