لیکوال: عبیدالله نیمروزی
د حضرت عثمان بن عفان «رضی الله عنه» ژوند لیک (لومړۍ برخه)
بنسټیزي کلمې: عثمان، عفان، خلیفه، پیغمبر، ذین النورین
لنډیز
د اهل سنت و جماعت د جمهور علماوو له نظره سيدنا عثمان بن عفان رضي الله عنه د خلفای راشدینو دريم خليفه دى او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له دوو لوڼو سره یې واده وکړ، او په همدې خاطر یې د “ذي النورین” (د دوو رڼاګانو خاوند) لقب وګټی.
د هغه د حیا په اړه رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي دي: « پرښتې له حضرت عثمان څخه شرمیږي.»
د اسلامي امت لپاره د ده له ارزښتناکو خدمتونو څخه یو د قرآن عظیم الشان راټولول، ترتیب او تنظیم و.
د هغه له شهادت وروسته اسلامي امت له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو سره مخ شو.
چه گفت آن خــــداوند تنزیل و وحی خداوند امـر و خداوند نهی
کـــه خــورشید بعــد از رســولان مـــه نـتابــد بــر کس ز بـوبکــر بــه
عـمر کـرد اســـــــلام را آشــــکـــــار بـیـاراست گـیتی چــو بـاغ بـهار
پـس از هر دو آن، بـود عثــــمان گزین خـداونـد شــرم و خـداوند دین
چـــهارم عـــلی بـــود و جــفت بتـــول کـه او را بــه خــوبی سـتاید رسـول
نــبی آفـــتاب و صـــحابـــه چــــو ماه بـه هـم نسبتی یکدیگر راست راه
څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وروستی پیغمبر دی او په هغه سره د پیغمبرانو د رالیږلو لړۍ پای ته ورسېده او د هغه دین هم ابدي دی او باید د قیامت تر ورځې پورې د انسانیت لپاره د مشعل په څیر وي. الله جل جلاله له انبياو عليهم السلام څخه وروسته ډېر ښه خلک (صحابه کرام رضي الله عنهم) د دې سپېڅلی هدف لپاره غوره کړه.
هو! د رسول الله صلی الله علیه و سلم اصحاب کرام هغه فدایي خلک و چې د خپل مشر او مرشد په ژوند کې یې خپل ځان، مال او عزت قربان کړل او د نړۍ د سترو زبرځواکونو (ایران او روم) پوزې یې په خاوري وموښلې، او لوی ظالمان او یاغیان یې مجبور کړل چې تسلیم شي. د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم له وفاته وروسته د دغو سرښندنو سربازانو لپاره تر ټولو سخت امتحان پېښ شو، چې په دې غټ امتحان او آزمایښت کې الله تعالی کامیابه او بریالي کړه.
په صحابه کرامو کې څلور ستر او نېک خلیفه، یعني: حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمر فاروق، حضرت عثمان ذي النورین او حضرت علي مرتضی رضی الله عنهم د څلورو ځلاندو ستورو په څیر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ځلیدلي دي، او اسلام او کفر د دوی د عظمت، هوښیارۍ، عدالت، فراست او غښتلتیا په وړاندې هک پک ولاړ دي. دوی په خپل ټینګ عزم سره وکولی شول چې د فتنو د سختو څپو، د کفر او نفاق د بدو دسيسو او د يهودیانو او نصاراوو د غچ اخستونکو حرکتونو په مقابل کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وفاته وروسته ودریږي، او په لنډ وخت کې د اسلام د اړینو تعلیماتو د بشپړتیا او پرمختګ لپاره لاره هواره کړي او د اسلامي امت بیړۍ په مطلوب ډول رهبري کړي. حضرت عثمان رضي الله عنه د دې محمدي مکتب له روڼ اندو څخه دی چې ژوندلیک یې په لاندې ډول دی:
د ده فردي او نسبي ځانګړتیاوې
هغه عثمان بن عفان بن ابي العاص بن امیه بن عبد مناف بن قُصَيّ دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په شپږم نسل کې یو ځای کیږي.
پلار یې عفان بن ابي العاص په جاهلیت کې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رسالت مخکې وفات شوی دی. مور یې اروی کریب بن ربیعه ده، هغې اسلام قبول کړ او په مدینه منوره کې اوسېده او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې بیعت وکړ او د خپل زوی عثمان بن عفان د خلافت په وخت کې وفات شوه. د هغه انا ام حکیم د عبدالمطلب لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمه وه.