لیکوال: زید


د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (درې څلویښتمه برخه)

 د (عین التمر) ښار په لور د حضرت خالد رضی الله عنه خوځښت
 عین التمر د انبار ښار ته څېرمه د یوه ښار نوم دی چې واکمن یې مهران ابن بهرام چوبین نومېده. هغه یو لوی او پیاوړی پوځ درلود.
 د هغه د وفادارو مرستیالانو څخه د عرب توکم څخه یو کس  د عقه ابن ابی عقه په نوم و چې د هغه هیواد د عربانو لخوا یې ملاتړ کیده.
 کله چې د سیدنا خالد بن ولید د راتګ خبر مهران او عقه ته ورسیده، عقه ورته وویل: زه او خالد عربان یو،  زه د هغه سره ښه جګړه کولای شم؛  ځکه چې زه ستاسو په پرتله د عربو د جګړې له تکتیکونو سره ډیر بلد یم؛ نو اجازه راکړئ چې یو له بل سره مبارزه وکړو، او که ستاسو مرستې ته اړتیا شوه نو زه به په تاسو غږ وکړم. مهران چې له دغه وړاندیز څخه ډېر خوشاله شو،  هغه یې ومانه او په جګړه کې ښکېل نه شو.

 

 د مهران غولونکی پلان
  په هغه وخت کې ایرانیانو عربانو ته د سپیو په نوم غږ کاوه. له همدې امله مهران ته نږدې خلکو ورته وویل: اې مهران! تاسو څه کوئ؟  ته څنګه د دې سپي لپاره د جګړې ډګر یوازې پریږدي او له لرې څخه یې ګوري؟
 مهران خپلو د شاوخوا ملگرو ته په خطاب کې وویل:  ما ستاسو له گټې او د هغوی د تاوان پرته بل څه نه دي ویلي. تاسو پخپله ګورئ چې دښمنانو په تاسو برید وکړ او ستاسو ټول قوماندانان او مشران یې ووژل او د ایرانیانو ځواک او توان یې واخیست.  ما دا عربان د خپل او د دښمنانو تر منځ کېښودل. که دوی د خالد په مقابل کې بریالي شي، څومره به ښه وي!  د دوی بریا په حقیقت کې ستاسو بریا ده. كه خالد په دوى بریالی شي، نو خامخا به له ډېرې ستړيا او ډېرو تلفاتو وروسته بريالى شي او ټول به بې وسه او ضعيف شي. بیا به موږ په یوه تازه او پیاوړي ځواک سره پر هغوی برید وکړو او هغوی ته به ماتې ورکړو.
د غونډې حاضرینو د دغو څرګندونو له اورېدو وروسته هغه ته آفریني وويله او مننه يې ترې وکړه.
 د جګړې پیل او د خالد په وړاندې د عقه ماتې خوړل
 د ایران لپاره د ډال په توګه، عقه د سیدنا خالد بن ولید رضی الله عنه مخې ته وړاندې شو او مهران هم په لرې پرتو کلاګانو کې پناه واخیسته.  حضرت سيدنا خالد بن وليد رضي الله عنه خپلو لښکرو ته وويل:  ما له عقه سره يوازې پريږدئ، زه به ورباندې بريد وکړم او له منځه به یې يوسم. عقه د خپل لښکر د تنظیمولو په حال کې و چې سیدنا خالد بن ولید رضي الله عنه پرې سخت برید وکړ او هغه یې اسیر کړ. کله چې هغه ونیول شو، د لښکرو صفونه یې مات شول او په تیښته یې پیل وکړ، مسلمانانو هغوی تعقیب کړل، ځینې یې ووژل او ځینې یې ونیول.
کله چې د عقه د ماتې خبر مهران ايراني ته ورسېد، نو هغه او لښکر يې سمدستي له کلا ګانو څخه ووتل او وتښتېدل؛ د عقه تیښتیدلي لښکر کلا  ګانو ته پناه یووړه.
 دوی فکر کاوه چې سیدنا خالد بن ولید رضی الله عنه له دوی سره هیڅ کار نه لري؛ خو حضرت سيدنا خالد بن وليد رضي الله عنه هغه ټول د ځان تابع کړل او ټول يې مجبور کړل چې د هغه شرطونه ومني، بيا يې امر وکړ چې د عقه  سر غوڅ کړي او د هغې جسد په عامه پل باندې وغورځوي، بيا هغه لاړ او د هغې سیمې  ټولې کلا ګانې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې .
 په دې توګه د عین التمر ښار هم فتح شو او د اسلام د دښمنانو پوزه په خاورې ومښودل شوې. له دې واقعې څخه څرګنده ده چې سیدنا خالد بن ولید رضی الله عنه د بلاد فتح کولو او د اسلام د دین د خپرولو لپاره دومره لیواله و چې د یوې شیبې لپاره یې هم ځانته د آرام کولو اجازه ورنکړه.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version