لیکوال: زید  


حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه (ديارلسمه برخه)

                  
د مسلمانانو بري ليک او د فيروز ديلمي رضي الله عنه امتياز د هغو په منځ کې
د اسود د قتل څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرېدل
مجاهدینو د اسلام د دښمنانو پر وړاندې د مسلمانانو د بریا خبر یې په یوه لیک کې ولیکل او هغه لیک یې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې وړاندې کړ. خو له دې مخکې الله تعالی په همدې شپه د وحی له لارې هغوی ته خبر ورکړی و چې اسود وژل شوی دی.
امام سیف ابن عمر تمیمي، د ابن کثیر رحمه الله استاد له ابو القاسم شنوي څخه روایت کوي چې د هغه شیخ علاءالدین ابن زید له حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما څخه اورېدلي چې هغه وويل: «أتى الخبر إلى النبي صلى‌الله‌عليه‌وسلم من السماء الليلة التي قتل فيها العنسي ليبشرنا، فقال: قتل العنسي البارحة، قتله رجل مبارك من أهل بيت مباركين.» ژباړه: « په هغه شپه کې چې اسود قتل شو، له اسمانه څخه د حضرت جبرئیل په واسطه نبي کریم صلی الله علیه و سلم ته خبر راغی، رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: برایي شپه یو مبارک سړي له یو مبارکه کورنۍ څخه، اسود عنسي یې قتل کړ.»
د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم منظور له دې خبره حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه و. رښتیا رسول الله صلی الله علیه و سلم څومره ښه وینا د هغه په ​​وصف کې وکړه چې هغه د تاریخ په پاڼو کې ثبت ده او تل به د مسلمانانو په یاد کې پاتې وي.
امام ابن اثیر رحمه الله په خپل کتاب کې یو روایت ذکر کړی دی: «هو قاتل الأسود العنسي الذي ادعى النبوة باليمن وحديثه في الأشربة صحيح ولما أراد قتل الأسود اتفق هو وداذويه وقيس بن المكشوح على ذلك فدخل فيروز عليه فقتله وكان قتله قبل وفاة النبي وأتى الوحي إلى النبي بقتله وهو مريض قبيل موته فأخبر بقتله وقال قتله العبد الصالح فيروز الديلمي.» ژباړه: «فیروز د نبوت د درواغجن مدعي (اسود عنسي) قاتل وو او د هغه حدیث د صحیح په اشربه کې شته. کله چې يې د اسود د وژلو هوډ وکړ، نو له قيس او داذويه سره يې موافقه وکړه او بيا د اسود کوټې ته ننوتل او هغه يې وواژه. دا قتل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه مخکی وشو، همداسې وشول او د هغه خبر پیغمبر ته د وحی له لارې ورسید. په دې وخت کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ناروغه و چې ویې ویل: «اسود د الله تعالی یو نېک او صالح بنده، فیروز دیلمي له خوا ووژل شو.»
په دې روایت کې رسول الله صلی الله علیه و سلم د فیروز دیلمي رضي الله عنه لپاره (العبد الصالح) کلمه وکارول، چې دا هم یو له هغو امتیازاتو څخه دی، چې هغه یې ترلاسه کړی دی.
امام بخاري رحمه الله په خپل تاریخ کې حضرت فیروز رضي الله عنه د “قاتل الکذاب” (د هغه کس قاتل چې ډېر درواغ وايي) په نوم یادوي. هغه د حضرت عمر رضی الله عنه څخه هم دا نوم را نقل کړی دی او وایي: «عن المؤذن قال خرجت مع فيروز بن الديلمي في ألفين فأتيت عمر ثم أتاه فيروز فقال عمر: هذا فيروز قاتل الكذاب.» ژباړه: «له موذن څخه روايت دی چې وايي: « زه او فيروز دیلمي رضي الله عنه له دوه زره لښکر سره ووتلو او بیا زه حضرت عمر رضي الله عنه ته ولاړم او حضرت فیروز رضي الله عنه هم ورته راغی. حضرت عمر رضي الله عنه وویل: دا سړی فیروز دی، هغه څوک چې درواغجن اسود یې وواژه.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version