لیکوال: شکران احمدي
د قربانۍ غوښه
کوم حیوان چې څو کسان پکې شریک وي، غوښه یې باید د وزن له مخې ووېشل شي، نه د تخمین له مخې.
غوره ده چې د قربانۍ غوښه په دریو برخو وویشئ: یوه برخه یې د خپلې کورنۍ لپاره وساتئ. دوهمه برخه یې په خپلو دوستانو او عزیزانو وویشئ او دریمه برخه یې غریبانو او مسکینانو ته ورکړئ. او هغه څوک چې کورنۍ یې غټه وي کولی شي ټوله غوښه د ځان لپاره وساتي.
د قرباني د غوښې خرڅول حرام دي.
د قرباني غوښه او پوست د مزد په توګه قصاب ته ورکول روا نه دي، د هغه اجره باید جلا ورکړل شي.
د حلال غوښو حیوانانو اووه ځایه خوړل حرام دي او یا مکروه تحریمي (حرام ته نږدې) دي: ۱. بیانده وينه (هغه وينه چې د څاروي د ذبحې پر مهال تويېږي هغه خامخا حرامه ده)؛ 2. د نارینه حیوان تناسلي آلت؛ 3. بیضه (خوټي) 4. د ښځینه حیوان تناسلي آلت؛ 5. غدې (کیسټونه)؛ 6. مثانه؛ 7. تریخی (د صفرا کڅوړه) تحریمي مکروه دی.
د قرباني پوست
د قرباني د خاوند لپاره دا جواز لري چې د قرباني پوست پخپله وکاروي؛ د بېلګې په توګه: ډول ځیني جوړ کړي او نور؛ خو که هغه يې خرڅ کړي، نو هغه پیسۍ ورته روا نه دي، او د هغه صدقه کول واجب دي او د قرباني د پوست خرڅول د صدقې له نيت پرته روا نه دي.
د قرباني د پوست، د خدمت او مزد په بدل کې ورکول روا نه دي. او همدارنګه روا نه دی چې د جومات امام او مؤذن ته د اجر په توګه ورکړل شي.
د پوست د استفادې غوره ځای د ديني مدرسو د بې وزلو او اړمنو طالبانو لپاره دی، چې هلته د خيرات او د ديني علومو د بيا ژوندي کولو ثواب دواړه شته. خو د مدرسې د مدرسینو او کارکوونکو معاشونه ځیني ورکول جواز نه لري.
د قربانۍ آداب
مسئله: غوره دا ده چې د ذبحې څخه څو ورځې مخکې قرباني په کور کې وساتل شي. ځکه چې د قربانۍ د تعظیم امر شوی، څرنګه چې الله تعالی فرمایي: وَمَنْ يُعْظِمْ شَعَائِرَ اللهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى القُلوبِ»؛ ژباړه: «او څوک چې د الهي شعائرو (قربانۍ) درناوی وکړي، دا د زړونو د تقوا نښه ده.»
مسئله: د قربانۍ د شېدو لوشل او د هغه وړیو پرې کول روا نه دي او که د ضرورت له امله شيدې یې ولوشل شوې او یا یې وړۍ پرې شوې، نو د هغه صدقه کول ورته واجب دی.
مسئله: مستحب دی چې قرباني کوونکی قبلې ته مخامخ ودریږي.
مسئله: مستحب دی چې د ذبح کولو دمخه چاړه ښه تیزه شي ترڅو قرباني د ذبح کولو په وخت کې اذیت نشي. او هغه مهال یې د پوست په ایستلو او ټوټې کولو پیل وکړي چې حیوان سوړ او بې حرکته شي.
مسئله: یو حیوان د بل حیوان په مخ کې مه ذبحه کوئ.
او په پای کې باید هېر نه کړو چې د اختر په ورځو کې د نېکو کارونو ترسره کول لکه د خپلوانو او دوستانو سره ناسته پاسته، له دښمنۍ او کینې، بغض او عداوت څخه لیروالی وکړو او له دې ټولو ناروغیو څخه زړه پاک کړو. او همدارنګه له اړمنو او بې وزلو او یتیمانو سره مهربانی کول، د هغوی سره مرسته کول او د هغوی د زړونو خوشحاله کول باید هېر نکړو، چې دا کارونه د شریعت مقبول اعمال او د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر دي.
له لوی څښتن تعالی څخه غواړو چې هر هغه څه چې د هغه رضا وي، او موږ ته د خپل دین پوهه راکوي د هغه توفیق راکړي، او د ذو الحجې په دې ورځو کې نېک اعمال زموږ په نصیب کړي. و صلی الله علی نبینا محمد و علی آله و صحبه اجمعین.
Leave A Reply

Exit mobile version