لیکوال: ابوریان عزیزي
فمینیزم (نولسمه برخه)
له کوره بهر د کار کولو لپاره د ښځو د وتلو زیانونه
لومړی زیان یې دا دې چې د ماشومانو په وړاندې د شفقت او مهربانۍ په برخه کې نیمګړتیا او تشه رامنځته کیږي. په دې کې شک نشته چې د ماشومانو سمه روزنه د مینې، علاقې او څارنې پر بنسټ تر سره کیږي چې د دې شیانو په نشتوالي کې د روزنې اړینه مسله په سمه توګه نه ترسره کیږي، که څه هم ماشومان وړکتونونو یا تعلیمي مرکزونو ته و لیږل شي، حتی که په هغه مرکزونو کې، ښوونکي او روزونکي خپله ډیره هڅه وکړي بیا هم دا ډول ماشوم بشپړ نشي کیدی؛ ځکه چې دا ښوونکی هیڅکله د ماشوم د اصلي مور ځای نه نیسي او د مور مهربان زړه نه لري او لکه څنګه چې یوه مور د خپل ماشوم د غوښتنو او لوبو په وړاندې صبر کوي او د خپل ماشوم د روزنې او پرمختګ لپاره لیواله وي، دا ښوونکی هیڅکله داسې ځانګړتیاوې نشي لرلی کولی شي.
او ایا هغه مور چې ټوله ورځ له کوره بهر په کار بوخته وي د ماشومانو د پالنې او روزنې په اړه فکر کولی شي؟ او آیا کورنۍ ته دا زیانونه د هغه لږ معاش په واسطه جبران کیږي چې میرمن یې ترلاسه کوي؟!
ښکاره خبره ده چې کومه ښځه چې د کار لپاره له کوره ووځي له نا محرمو نارینه وو سره یې اختلاط رامنځته کیږي او خبرې ورسره کوي، په داسې حال کې چې دا کار حرام دی او اخلاق یې خرابوي او د هغې عزت او وقار ته زیان رسوي.
ایا هغه معاش چې ښځه یې له کوره بهر تر لاسه کوي د ګناه او بدنامۍ وړ ده؟ او ایا دا کوچنی معاش د دې لوی قیمت جبران کولی شي؟
– دا ممکنه ده چې ښځه د کور څخه بهر په کار کولو سره د نارینه وو په دنده وګمارل شي او د هغې له امله نارینه او ځوانان روزونکي بې کاره پاتې شي او له بلې خوا هغه کور پریږدي چې اصلي ځای و. د هغې فعالیتونه، خالي، او د هغې په نشتوالي کې، د کورنۍ د چارو اداره کول ناڅرګند پاتې دي او ګډوډ کیږي.
هغه ښځه چې له کوره بهر کار کوي خپل ښځینه صفتونه له لاسه ورکوي او ماشومان یې د مور له مینې او شفقت څخه بې برخې کیږي.
– کومه ښځه چې د کار لپاره له کوره ووځي د بهر په تګ عادت کېږي، که څه هم کار و نه لري، بې له ضرورته له کوره وځي او په دې توګه د کورنۍ بنسټ په تدریجي ډول ړنګېږي او د غړو تر منځ دوستي او همکاري کمېږي؛ لکه څنګه چې موږ په لویدیز سیمه کې ګورو او شاهدان یو، د کورنیو ګرم زړونه د ماتیدو په حال کې دي.
– د ښځې طبیعت داسې دی چې له ګاڼو او سینګار سره ډېره مینه لري؛ لکه څنګه چې الله جل جلاله د همدې مسئلې په باره کې فرمایلي دي: « »؛ ژباړه: آیا هغه څوک چې په زینت کې روزل کیږي او په جګړو کې نه حاضریږي. له همدې امله کله چې ښځه د کار لپاره له کوره ووځي، نو د خپلې شتمنۍ او سپما ډېره برخه په جامو، ګاڼو او د ويښتانو په رنګ لګوي او په دې لار کې ډېر مالونه مصرفېږي.
کله چې ښځینه کارکوونکې کار ته ځي او کله چې د کار څخه راستانه کیږي، د ډیری میک اپونو ډیر سینګارونه او بې ګټې لګښتونه کوي او د لمر په شان ټولو ته جوته ده چې دا کارونه نه د ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي او نه د ټولنیز اقتصاد سره مرسته کوي.
ساینس پوهان په دې باور دي چې ښځه د سړي په پرتله لږ کار کوي او لږ هیلې لري او د نوي لاسته راوړنو په لټه کې نه وي، او د دې تر څنګ د حیض په څیر ستونزې لري او د ماشوم په زیږون کې باید سختۍ او کړاوونه پر غاړه واخلي او د خپلو ماشومانو روزنه او د هغوی په اړه فکر وکړي، چې دا ټول مسایل د نارینه وو سره د ښځې د مساوي کیدو مخه نیسي او د هغې د پرمختګ مخه نیسي؛ اوس که ښځې له دې قاعدې څخه سرغړونه کوي، د هغوی شمېر ډېر کم دی او دا قاعده د هغوی سره نه ماتیږي.
که وغواړو په صادقانه او له کوم تعصب پرته د ښځو د کارونو، لاسته راوړنو او له کور څخه بهر د ښځو د فعالیتونو پایلې او د پورتنیو مواردو ترمنځ پرتله و کړو، ایا د هغې ګټه په کور کې د ښځو له ګټو زیاته ده؟ په داسې حال کې چې فیمینزم د ښځو پاتې کیدل او په کور کې کار کول د کار په توګه نه ګڼي.
مسلمان په دې ښه پوهيږي او باور لري چې الله جل جلاله بندګان د هغه د عبادت او اطاعت لپاره پيدا کړي دي، او د مسلمان دنده ده چې د هغه د دين او شريعت په لاره او طريقه عمل وکړي او خداى پخپله د هغه د روزي ضمانت کړى دى. روزي چا ته چې وغواړي ورکوي او د انسان د ځورولو ضرورت نشته؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي: « »؛ ژباړه: او د مؤمن نارینه او ښځينه لپاره نه ښایي او جایز نده چې په هغه کار کې چې خدای او پیغمبر د یو څه پریکړه وکړي، د خپل اختیار او واک څخه کار واخلي.
استاذ عباس محمود عقاد وايي: په کومه ټولنه کې چې نارینه او ښځې په یوه کارخانه او بازار کې په ګډه کار کوي، هغه ټولنه هیڅکله سالمه ټولنه نه شي کیدای او د هغې ټولنې د هلکانو او نجونو تر منځ سوله او ارامي نشي راتلای؛ ځکه چې په داسې ټولنه کې به د هغې هڅې ضایع شي او د سوداګرۍ سیسټم به په کې ګډوډ شي او د کورنۍ او ټولنې نظم به هم ګډوډ شي.
د یو نظام او حکومت پالیسي، له ټولو اړخونو سره، د کور له پالیسیو څخه زیاته مهمه او خطرناکه نه ده؛ ځکه چې دا دواړه د دوه متقابلې نړۍ په څیر دي، یوه د جنګ او جهاد نړۍ ده او بله د سولې او آرامۍ نړۍ ده، موجوده خلک په یو نسل کې اداره کیږي او راتلونکی نسل په بل کې اداره کیږي؛ له همدې امله، دا دواړه ساحې مهم دي.
کله چې د یوې ښځې د کار اصلي ډګر او ساحه د ټولو هغو کسانو او شیانو سره چې په کې موجود دي، کور وي؛ نو که دا ښځه له کوره ووځي او د کار لپاره له کوره بهر ولاړه شي، نو دوه ستونزې به راپیدا شي: لومړی دا چې د ښځې حقیقي ډګر چې د کور ساتنه او د کور د چارو سمبالول دي، ګډوډ شي. دوهم، هغې داسې ډګر ته مخه کړې چې د هغې لپاره نه ده جوړه شوې، او دا د یوې ښځې لپاره کافي ده چې راتلونکي نسل ته روزنه ورکړي.
کومه ښځه چې په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې په هغه ټولنه کې حکومت او شرعي قانون شتون لري او الهی طریقه پلي کوي، داسې ښځه باید په دې ښه پوه شي چې ماشوم د خپل ژوند په لومړیو کلونو کې یوې متخصصې مور ته اړتیا لري چې هیڅ شی و نشي کړای هغه د ماشوم د پاملرنې او د نوي نسل د روزنې اړینې چارې مخه ونیسي.
هر هغه څه چې د کور د چارو د سمبالولو او د ماشومانو د پالنې خلاف وي، د دې ماشومانو او د راتلونکي نسل په سترګو کې لوګي ګرځي.
که ښځه له کوره بهر کار کولو ته اړ ایستل شوې وي، پوښتنه نشته؛ خو که له کوره بهر کار کولو ته اړتیا نه وي، نو د کور له چاپېریال بهر د ښځو کار کول یو حماقت دی چې د یوویشتمې پېړۍ د تمدن د پرمختګ او ساینس په نوم د نوې جاهلیت له خوا ترسره شوی دی.
ټولې هغه اړتیاوې چې نوې جاهلیت د ښځې د کور څخه د وتلو په لاره کې پیدا کوي، یا هغه جوازونه چې هغې ته یې له کوره د وتلو اجازه ورکوي، دا ټول یوازې د دې لپاره دي چې د یوې پوهې او متخصصې مور څخه، یوه کارمنده یا یوه کارګره جوړه کړي چې خپله ټوله انرژي د کور څخه بهر په کار کې مصرف کړي؛ په داسې حال کې چې دا اصل نه دې او هغه پروګرامونه دي چې شیطان د دې لپاره ترتیب کړي چې دا روښانه کړي چې د ښځو لپاره له بوختیا پرته بله چاره نشته.
کله چې په دې عصري جاهليت کې د ښځو د کار او ژوند خبره کوو نو ذهن سمدستي له کوره بهر د ښځو کارونو ته ځي.
د معاصر جاهلیت په ټولنه کې، چې ډیری هیوادونه یې اشغال کړي، نارینه او ښځینه په مساوي توګه کار کوي، د دوی انګیزه نه د دوی او نه د ټولنې د اقتصادي اړتیاوو پوره کول دي؛ ښایي د علت په توګه وویل شي چې یو سړی کار کوي، ښځه هم د هغه په څیر کار کول غواړي؛ له همدې امله، فیمینستان یا نوې جاهلیت تل ښځو ته دا وړاندیز کوي چې دوی باید په خپلو ټولو کړنو او فعالیتونو کې د نارینه وو په څیر وي، او دوی ورو ورو پرمختګ وکړ چې دوی د ښځو لپاره ښوونځي جوړ کړل او ښځو ته یې هغه تخنیکونه او مهارتونه زده کړل چې د نارینه وو ځانګړتیا وه .
یو ځل بیا که ځیر شو نو وبه ګورو چې په امریکا کې ښځو ته د کار زیاتره فرصتونه د “سکریټري” دنده ده، اوس دا مهمه نه ده چې عمومي سکرټره وي او که ځانګړې، او که موږ روسیې ته پام وکړو، و به ګورو چې ډیری دندې چې میرمنو ته پریښودل کیږي، هغه لاسي کارونه دي چې هغه یې په فابریکه کې ترسره کوي، یا د کوم دفتر د پاکولو کار کوي، یا د اورګاډي په تمځایونو او هوایي ډګرونو کې د مسافرینو خدمت کوي، اود دوی کڅوړې یا سامانونه لیږدوي.
د فمینسټانو ټوله اندیښنه دا ده چې دوی ښځې په غیر ښځینه طریقو او ځانګړتیاوو وروزي، ښځې باید د میرمنې، میندو او د کور کارکونکي په توګه خپلې دندې ترسره نه کړي، او د کور ساتنه باید د هغې د خوښې دنده نه وي، او دوی غواړي چې ښځه دې ټولو چارو ته په سپکه سترګه وګوري او که یوه ورځ دې کارونو ته اړ او مجبوره شي نو د دویم کار په توګه ورته وګوري او ارزښت ورنکړي .
هغه په اصطلاح متمدنې ښځې چې د فېمنستانو د لوبو په چلونو کې دوکه شوې دي، کله چې خپلې زده کړې پای ته ورسوي، لومړی شی چې دوی ته مهم دی او هغې لوري ته لیواله دي، هغه دنده او کار دی او معمولاً دا کار د نارینه او غیر محرمو خلکو په مینځ کې دی؛ خو همدغه ښځه مور او مېرمینتوب د ځان لپاره مهمه نه ګڼي او نه يې اراده لري او په ټولنه کې ورته ارزښت نه ورکول کېږي.