لیکوال:  بشیر احمد احمدي


دولت – ملت او د هغه ارزښتونه

 د اروپا نوی تاریخ په خپل اصلي بڼه کې د رینسانس دورې سره پیل کیږي، یعني د نوي او بیا زیږون  دوره، له دې دورې مخکې د اروپایانو ژوند په تیاره او بې بنسټه ټولنه کې روان و، چې تاریخ یې ثبوت دی؛ ځکه چې هغه دوره چې د منځنیو پېړیو په نوم یادیږي، غربي مفکرینو دا دوره د اروپا د تیارو او جهالت په نوم یاده کړې ده.
 د ملي دولت د رامنځ ته کیدو یو لامل د کلیسا په ملاتړ د خلکو د ژوند په بیلابیلو برخو کې په افراطي ډول د مسیحیت خورا مهم رول و، چې ځانونه یې د ځمکې پر مخ د خالق د استازو په توګه معرفي کول او د دین او مذهب له ادرسه یې پر خلکو له هیڅ راز ظلم او زیاتي څخه ډډه ونه کړه، حتی تر دې حده پورې چې د واکمنانو او خلکو په مینځ کې د جنت او دوزخ ټکټونه پېر او پلورل کیدل، او د اروپا په جغرافیه کې د  جهالت او تیارو،  بې وزلي او بدبختي؛  رکود او ویجاړتیا فضا حاکمه وه  .
 په داسې حالت کې اروپایانو غوښتل چې اولادونه یې له بې وزلۍ او لوږې وژغورل شي او د کلیسا او ماڼۍ له ظلم څخه خلاص شي؛ له همدې امله دوی خپل اولادونه د مسلمانانو خاورې ته د علم د ترلاسه کولو او د مسلمانانو د اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستنې او د دوی د ظالمو او استبدادي حاکمانو له شر څخه د خوندي پاتې کیدو لپاره ولیږل. دا بهیر دومره مشهور شو چې هرې اروپایی کورنۍ چې یو ماشوم به یې په منځني ختیځ یا شمالي افریقا کې په اسلامي پوهنتونونو کې شامل و،  ډیر د ویاړ او خوشحالۍ احساس به یې کاوه.
 د اروپا دغه تعلیم موندلی نسل کله چې بیرته خپلې خاورې ته راستانه شول؛  دوی نورو ته د علمی کمالاتو، لوړو اخلاقی ظرفیتونو، د افکارو د آزادۍ، د نعمتونو د زیاتوالي، اقتصادي پرمختګ او عدالت په اړه وویل او د ځوانانو له سترګو څخه یې خوب غلا کړ؛ د اسلامي نړۍ له پوهنتونونو څخه د اروپا فارغانو د وروسته پاتې هېوادونو او د هغوی د بې وزلو واکمنانو لپاره د دغو فضيلتونو او نيکمرغيو هيله ورکړه او تل يې په خپله خاوره کې دا خوبونه ليدل.
 په دې توګه د اروپا د نوې زیږیدنې او بیارغونې لومړنۍ څراغ روښانه شو او د فرانسې لوی انقلاب د دې لپاره چې چارې پرمخ بوځي او په اروپایی ټولنه کې له کړکیچ څخه د خلاصون په لپاره، د دوی مفکرین ناڅاپه عقلیت ته مخه کړه او غوښتل یې چې د دولت- ملت مفکورې په رامنځته کولو سره له اروپا څخه حاکم تور چت لرې کړئ.
 په ۱۶۴۸ کال کې د اتریش په ویانا ښار کې د ویسټفالیا په کنفرانس کې له مذهبي جګړو وروسته د اروپايي هېوادونو په منځ کې د ملت-دولت مفکوره را منځ ته شوه، له دې غونډې وروسته ټولو اروپايي هېوادونو موافقه وکړه چې په ټولنه کې شته ستونزې د بنسټونو او ارګانونو په جوړولو سره حل کېدای شي، دا و چې ملي دولت یا دولت- ملت جوړ شو او هرڅوک په دې باور وو چې د بنسټونو له شتون پرته، څوک د کلیسا او مذهبي ظلم څخه ځان نه شي خلاصولی.
دولت – ملت د ټولنې په منځ کې د هغې د بقا او پایښت لپاره د یوې سرچینې په توګه، خپل شاخصونه لري چې باید وپیژندل شي.
 لومړی شاخص یا ځانګړتیا ارګانیک (طبیعي والی) دی چې باید په طبیعي ډول په یوه سیمه کې د دې خلکو د ژوند شرایطو سره رامینځته شي ، د ټولنې د نورو ارزښتونو سره باید طبیعي همغږۍ ولري ، چې ټول د وخت په تیریدو سره د دې پدیدې تابع کیږي او ټول خلک باید دا د خپل ژوند د ستونزو د حل په توګه ومني، ځکه چې دوی پخپله د هغې د ودې او ظهور شاهدان وو. خو د وخت په تېرېدو سره په ځينو هېوادونو کې د دې پديدې اصلي حاملین یا لیږدوونکي په ځینو سیمو کې په انقلابي ډول د ټوپک او وسلو په زور په خلکو باندې تطبيق کوي او په زور يې خپل ناسم ارزښتونه بنسټيز کړي دي.
 دوهم شاخص: د دې پدیدې میتافزیک والی دې، ځکه چې هر حکومت باید د ځان د دفاع لپاره یوه افسانه ولري، داسې افسانه چې د خلکو فکري اندیښنو ته وده ورکړي او د دې مفکورې لپاره مبارزه او قربانۍ ته چمتو وي، لکه خپلواکي، بشري حقونه، د نارینه او ښځو تر منځ عدالت او برابري، پرته له هغو کسانو څخه چې په دې پورې تړلي دي، په عملي ډګر کې یې احساس نه کوي او پلي کونکي یې په دروغو او لغو ویلو تورنوي.
 دریم شاخص: حریم یا غیرت؛  ملت-دولت، چې باید د بقا او دوام لپاره د حاکم دولت په اړه د خلکو په منځ کې یوه فکري او ذهني اندیښنه شتون ولري ، یعنې د یوې خاورې لپاره ګډ سرحدونه یا حریم باید داسې تعریف شي، چې خلک یې د دفاع لپاره پلان ولري او تل د هغه په فکر وي.  د پولې، جغرافیې، پوځ، قانون درلودل په دې نظریه کې غیرت تعریف شوي، چې په دې توګه وکولی شي د خپلو خلکو له ځواک او احساساتو ګټه پورته کړي.
 څلورم شاخص:  د بیوکراسي سیسټم چې ټولنه له خپل طبیعي حالت څخه د غریزوي حالت په لور را ګرځوي، کوم چې اوس مهال په ټولو ټولنو کې شتون لري، د سوپر مارکیټ د غیر صحي تغذیې څخه پیل په ټولنیزو او سیاسي ډګرونو کې د غیر متوازنې ټولنې تر ودې پورې.
 پنځم شاخص: د خپل ځان د ساتلو او پایښت لپاره، بیوروکراسي سیسټم د خپل کلتور او ثقافت د ساتنې، ودې او پراختیا لپاره بنسټونه رامینځته کوي، کوم چې باید خپل کلتور په ټولنو کې ژوندی وساتي او نورو ته یې حمل کړي، چې نن ورځ موږ په ټولنو کې وینو چې د غربي کلتور او ارزښتونو د نشر او خپراوي لپاره په پرله پسې توګه خپرونې خپریږي او د ځوان نسل افکارو ته غربي لوری ورکوي او هغه ګمراه کوي.
 نن ورځ، پراخه نړۍ د خپلې جغرافیې په کونجونو کې د خپلو نا اهله اولادونو  (دولت – ملت) د لاسه یو وحشتناکه تیاره تجربه کوي چې د کلونو راهیسې دوام لري؛ خو ورځ په ورځ لیدل کیږي چې ډیری انسانان چې په خپلو ټولنو کې ژوند کوي؛ په ډیر زغم او د ډیرو قربانیو او ستونزو په ګاللو سره د دې ښامار  تابع او اسیر شوي دي، دوی د دې شیطان له تنګ او تورو ژورو څخه د خلاصون په لټه کې نه دي، دا ډول تیاره او ګمراهۍ تر دې حده پورې غځیږي چې ملتونه ستړي کیږي او د تاریخ سپینې پاڼې، تورې ویني.
Leave A Reply

Exit mobile version