امت په دې متفق دی چې الله تعالی بندګانو ته بخښنه کوي او قرآن هم دا مسئله بیان کړې ده چې په دې کې شک نشته چې د کوچنیو ګناهونو مرتکبینو د سزاګانو عفوه له توبې وروسته واجب دي.
علامه طحاوي رحمه الله په دې اړه لیکي: هغه کسان چې د محمد صلی الله علیه وسلم له امت څخه دي، که هغو لویه ګناه کړې وي او د توحید په حالت کې مړه شي، نه کوي، د دوزخ په اور کې به د تل لپاره پاتې نه شي؛ که څه هم دوی توبه نه وي کړې او (د لویې ګناه خاوندان) وروسته له دې چې دوی د خدای سره ولیدل او هغه یې وپېژندی (او شهادتین یې پر ژبه راوړ) د خدای ارادې ته پرېښودل کیږي، که وغواړي، هغه به خپل د فضل او مهربانۍ په اساس وبخښي، لکه څنګه چې خدای په قرآن کې فرمایلي دي: «ویغفر ما دون ذلک لمن یشاء»؛ ژباړه: «الله جل جلاله پرته له شرک څخه ګناهونه بخښي که وغواړي» او که وغواړي د خپل عدل سره سم به په اور کې عذاب ورکړل شي. بیا له عذاب وروسته هغوی له جهنم څخه په خپل رحمت یا د شفاعت کوونکو په شفاعت سره راباسي او جنت ته به يې داخل کوي.
امام رازي رحمه الله فرمايي: “مؤمن د ايمان په صفت سره ځانګړى دى، لکه څنګه چې تور د توروالي په صفت باندي متصف دی او فاسق کې د ايمان صفت شته، ځکه چې د ایمان معنی تصدیق ده، د امام رازي په مذهب کې فاسق د تصدیق په صفت متصف دی؛ نو هغه ته مؤمن ویل کیږي، او دا هغه څه دي چې د منلو وړ دي.”
هغه زیاتوي: “مؤمن د خپل ایمان او نورو اطاعتونو په بدل کې د اجر او ثواب مستحق دی، او د خپلو ګناهونو په خاطر د سزا مستحق دی. نو یا به هغه ته لومړی اجر ورکول کیږي او بیا به جنت ته ننوځي، چې د ټولو په اتفاق سره دا باطل دی. او يا به د څه مودې لپاره دوزخ ته ننوځي، او بیا به جنت ته لیږدول کیږي، او دا حق دی، نو دا معلومه شوه چې مومن ګناهکار به د تل لپاره په دوزخ کې پاتې نشي. “
د شرح العقائد لیکوال لیکي: د لویو ګناهونو مرتکبین چې مؤمنان وي د تل لپاره به په دوزخ کې نه وي. که څه هم دوی له توبې پرته مړه کیږي؛ ځکه چې لوی خدای فرمایي: ومن یعمل مثقال ذرة خیر یره»؛ ژباړه: «نو هر چا چې یوه ذره نیکي هم کړې وي هغه به ویني.» ایمان پخپله یو نیک عمل دی، او دا ممکنه نه ده چې د دوزخ اور ته له ننوتلو مخکې اجر وویني، او بیا دوزخ ته ننوځي او دا د اجماع له مخې باطل دی. نو څرګنده شوه چې دوی باید د جهنم له اور څخه راویستل شي [له دې وروسته به دوی ته اجر ورکړل شي] او د الله سبحانه وتعالی د دې قول له امله چې فرمایي: «وعد الله المؤمنین والمؤمنات جنات»؛ ژباړه: «الله د نرو او ښځو مؤمنانو سره د باغونو وعده کړې ده». او په بل ځای کې فرمايي: «إن الذین آمنوا وعملوا الصالحات کانت لهم جنات الفردوس نزلا»؛ ژباړه: « بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي د هغوی د استوګنې ځای د جنت باغونه دي.» او داسې نور نصوص هم شته چې په دې دلالت کوي چې مؤمن به جنت ته خامخا ننوځي، له څنګه چې مو مخکې دلایل ذکر چې بنده د ګناه په کولو سره سره له ایمان څخه نه وځي. دا هم باید ووایو چې د دوزخ په اور کې د تل لپاره پاتېدل له سترو عذابونو څخه دی او دا لوی عذاب د کفر سزا ده چې یو له سترو جنایتونو څخه ده، که له کافر پرته بل څوک په دې عذاب محکوم شي; نو سزا له جرم څخه زیاتیږي، او دې ته عدالت نه ویل کیږي.
هیڅوک [چې ګناه یې کړې وي] د ایمان له حلقې څخه کفر ته نه ځي. مګر دا چې کفري عمل ترسره کړي چې هغه لوی کفر ته رسوي او د هغه توحید په بشپړ ډول نقض کوي، الله تعالی په خپل قضاوت کې عادل دی، هغه څوک چې ښه عملونه یې له بدو څخه ډېر وي. نو ان شاء الله هغه به د دوزخ څخه ژغورل کیږي، او څوک چې د ګناهونو او بدیو بار یې دروند وي، خدای به موحدین په اور کې واچوي ترڅو د دوی ګناهونه پاک شي، او وروسته چې د دوی مستحق مجازات خلاص شو، هغو له هغه ځای څخه راباسي.
د لویو ګناهونو مرتکبین که توبه ونکړي، د خدای تعالی په اراده به یا عذاب ویني او بیا به جنت ته ځي، یا به هم بخښل کیږي. ځکه چې څوک له لویې ګناه یا شرک څخه توبه باسي د هغه په اړه کوم اختلاف نشته. ځکه چې توبه هغه څه له منځه وړي چې مخکې وو، د الله تعالی مشیت او اراده د هغه چا په حق کې ثابت ده چې مړ شي او توبه ونه باسي. لکه څنګه چې امام مسلم رحمه الله له حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه څخه روایت کړی دی: موږ له هغه سره په یوه مجلس کې ناست وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ایا زما سره بیعت کوئ چې له الله جل جلاله سره به هیڅ شی نه شریکوئ، زنا به نه کوئ، غلا به نه کوئ او قتل به نه کوئ؟ چا چې په دې شرطونو عمل وکړ د الله په نزد اجر لري او هغه چا دغه کارونه وکړل او د خپل کارونو مجازات یې ولیدل د هغه لپاره کفاره ده، ا، او چا چې دا کارونه وکړل او خدای پاک هغه وپوښل، نو د هغه کار خدای ته سپارل کیږي، یا به هغه معاف کیږي یا به خپل عذاب ویني.»
اهل سنت او جماعت وايي: د لویو ګناهونو مرتکبین به د تل لپاره د جهنم په اور کې نه وي. حتی که دوی له توبې پرته له دې دنیا څخه ووځي، نو د خدای تعالی په مشیت کې دي، که هغه وغواړي، د شفاعت کوونکي په شفاعت سره به یې وبخښي او دوزخ ته به یې ونه لیږي. الله تعالی فرمایي: «إن الحسنات یذهبن السیئات»؛ژباړه: « ښه کارونه بد له منځه وړي.”