له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د فیروز دیلمي رضي الله عنه پوښتنې
د سيدنا فيروز رضي الله عنه د اسلام د راوړلو له يادولو وروسته به په دې خبرې وکړو چې هغه د اسلام په وړاندې څومره لېواله و او د يوې شېبې لپاره به يې هم د اسلام او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لارښوونو څخه سرغړونه نه کوله. تل به یې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنې کولې او په دې توګه به یې خپله علمي تنده خړوبه کول.
لاندې هغه پوښتنې ذکر کوو چې سیدنا فیروز دیلمي رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې ذکر کړي دي، چې ان شاء الله بې ګټې به نه وي.
امام ابن اثیر شیباني رحمه الله له ابو وهاب جیشاني څخه روایت کوي چې هغه د فیروز له زوی عبدالله څخه اوریدلي چې له خپل محترم پلار څخه یې روایت کړی چې ویل یې: «أتيت النبي فقلت يا رسولالله! إني أسلمت وتحتي أختان فقال النبي: اختر أيتهما شئت»؛ ژباړه: « زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم او ومې ویل: ای د خدای رسوله! ما اسلام قبول کړ په داسې حال کې چې دوې خویندې زما په نکاح کې دي [په داسې حال کې چې اسلام د یو سړي لپاره په ورته وخت کې د دوو خویندو واده منع کوي؛ د دې دوو ښځو مسله څنګه کېږي؟ ایا دواړو ته طلاق ورکړم او که دواړه وساتم؟] رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: په دوو خوېندو کې چې هره یوه غواړې وساته او بله پرېږده.”
له دې پوښتنې او ځواب څخه داسې ښکاري چې دی پوهېدی چې د دوو خویندو سره په یوه وخت کې د یوه مېړه سره واده کول جایز نه دی، نو له پوښتنې او ځواب او په دې مساله باندي د پوره پوهېدلو وروسته، یوه یې له ځانه سره وساتله. او بله یې پرېښودل.
امام مرثد ابن عبدالله یزني رحمه الله له سیدنا فیروز دیلمي رضي الله عنه څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قلت يا رسول الله! إنا بأرض باردة وإنا نستعين بشراب من القمح. فقال: أيسكر؟ قلت: نعم. قال: فلا تشربوه. ثم أعاد فقال: أيسكر؟ قلت: نعم. فقال: لا تشربوه. قلت: إنهم لا يصبرون عنه. قال: فإن لم يصبروا عنه فاقتلهم»؛ژباړه: «ما وویل: ای د خدای رسوله! موږ په سړه او خنکې ځمکه کې ژوند کوو او ( د دې لپاره چې د یخني په مقابل کې طاقت راوړو) د غنمو د شرابو څخه کار اخلو. (ایا د دې عذر په درلودلو سره هغه موږ ته روا دي؟) رسول صلی الله علیه و سلم وفرمایل: نشه لري؟ ویې ویل: هو. نبي کریم علیه الصلاة و السلام وفرمایل: نو هغه مه څکئ!ما وویل چې خلک د شرابو څخه ډډه نه کوي. رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: که یې ډډه نه کوله له هغو سره جګړه وکړه.»
امام یحیی بن ابو عمرو شیباني رحمه الله د هغه د زوی عبدالله الدیلمي له قوله چې له خپل پلار څخه روایت کوي وايي: «قدمت على رسول الله صلىاللهعليهوسلم، فقلت: يا رسول الله! إنا أصحاب كروم وأعناب و قد نزل تحريم الخمر، فماذا نصنع بها؟ فقال: تتخذونها زبيباً. قال: فنصنع بالزبيب ماذا يا رسول الله؟ قال تنقعونه على غدائكم وتشربونه على عشائكم وتنقعونه على عشائكم فتشربونه على غدائكم. قال: قلت: يا رسول الله! أفلا نتركه حتى يشتد؟ قال: فلا تجعلوه في الدنان واجعلوه في الشنان وإنه إن تأخر عن عصره صار خلا. قال: قلت: يا رسول الله! نحن ممن قد علمت ونحن بين ظهراني من قد علمت فمن ولينا؟ قال: الله ورسوله. قال: قلت: حسبنا يا رسول الله»؛ « د رسول الله صلی الله علیه و سلم خدمت ته حاضر شوم او ومې ویل: ای رسول الله! موږ د تاکانو د باغونو خاوندان یو، (او زموږ خلک د شرابو په څکلو عادت دي) سره له دې چې د شرابو د حراموالي آیت هم نازل شوی دی، نو موږ د هغه (دومړه ډېرو انګورو) سره څه وکړو؟ رسول علیه الصلاة و السلام وفرمایل: د هغه څخه کشمش جوړ کړئ! نو ما وویل: ای رسول الله: نو کله چې د هغه څخه کشمش جوړ شول څه په وکړو؟ ويې فرمایل: سهاري مهال هغه په اوبو کې لانده کړئ، او د شبې یې وڅکئ! او بیا یې د شپې په اوبو کې لانده کړئ، او سهار یې وڅکئ!»
بیا مې وویل: یا رسول الله! [کله چې موږ ممیز په اوبو کې واچوو] ایا تر ناوخته پورې یې پریږدو نه تر څو یې اوبه ښه غلیظي شي او بیا یې وڅښو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په دې حالت کې باید دا ممیز د “دنان” په لوښي کې مه اچوئ، بلکې هغه د “شنان” په لوښي کې واچوئ. ځکه که په اوبو کې د ممیزو د اچولو وخت وځنډول شي او ممیز هم په اوبو کې پاتې شي، سرکه به جوړه شي.
تر دې وروسته مې وویل: یا رسول الله! ته پوهېږې چې زه د کومې قبیلې څخه یم او له کوم ډول خلکو سره اوسېږم، نو څوک به زموږ سره مرسته وکړي؟”
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله او د هغه رسول به ستاسو سره مرسته وکړي. ما وویل: دا زموږ لپاره بس دی یا رسول الله!»
امام بیهقي رحمه الله هم په خپل کتاب کې له حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کوي چې وایي: لما قتل الأسود العنسي، كذاب صنعاء، فيروز الديلمي، وقدم قادمهم على رسول الله صلیاللهعلیهوسلم قد أسلموا، قالوا: يا رسول الله! من نحن؟ قال: أنتم إلينا أهل البيت ومنا»؛ «کله چې د صنعاء درواغجن اسود عنسی(د نبوت لومړۍ مدعي) د فیروز دیلمي رضي الله عنه له خوا ووژل شو، نو د هغه قوم د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلل او اسلام یې راوړ او ویې ویل: ای د خدای رسوله! موږ څوک یو [تاسو سره کوم مقام او منزلت لرو؟] رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: تاسو زموږ اهل بیت او زموږ څخه یاست.»
دا و د هغو پوښتنو بېلګه چې حضرت فیروز رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې ترې وپوښتل. البته، نورې پوښتنې هم شوي دي، چې په دې مقاله کې د ټولو ذکر امکان نشته.