لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (یو دیرشمه برخه)
د درواغجن مسیلمه وژل کېدل او د نبوت د دعوی کوونکو د فتنې ختمېدل
حضرت خالد رضي الله عنه د مسیلمه د ملګرو په لټه کې و، تر څو ټول یې له منځه یوسي، په دغه وخت کې حضرت وحشي رضي الله عنه د جګړې په ډګر کې راښکاره شو او د اسلام سخت دښمن او د بشریت تاریخ تر ټولو لوی درواغجن یې له منځه یووړل او د حضرت خالد رضي الله عنه تر بیرغ لاندې د مسیلمه د وژلو ویاړ یې خپل کړ.
د مسیلمه د وژلو کیسه د حضرت وحشي رضی الله عنه له مبارکې خولې په داسې ډول ده: امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کتاب کې له حضرت عمرو بن امیه ضمري رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چې هغه وويل: زه له عبيدالله ابن عدي ابن خیار سره ووتم او د حمص ښار ته ورسېدو، په دې وخت کې وحشي رضي الله عنه په حمص کې اوسېده؛ عبيدالله ابن عدي راته وويل: تاسو څه فکر کوئ که موږ وحشی ته لاړ شو او پوښتنه ترې وکړو چې حمزه څنګه ووژل شو؟) ځکه چې هغه وحشی و چې له اسلام څخه وړاندې حضرت حمزه رضی الله عنه یې شهید کړ.) د عبيدالله په ځواب کې مې د هغه وړانديز ومنلو، نو موږ لاړو او د هغه په اړه مو له خلکو وپوښتل، خلکو موږ ته وویل چې هغه اوس د خپل کور تر سیوري لاندې ناست دی، موږ هغه ته ورغلو او په ورو ورو ورته ودریدو، هغه زموږ د سلام ځواب راکړ؛ هغه خپله پګړۍ تړلې وه چې یوازې د هغه سترګې لیدل کیدی شوې، او داسې جامې یې اغوستې وې چې یوازې د هغه دوه پښې څرګندې وې.
عبیدالله ابن عدی له وحشی څخه وپوښتل: ای وحشي ! آيا ما پېژنې؟ وحشي د هغه خوا ته وکتل او ویې ویل: په خدای قسم زه تا نه پیژنم، البته زه یوازې دومره پوهیږم چې عدي ابن خضر د ام قتال بنت ابی عیس په نامه له یوې ښځې سره واده وکړ، دې ښځې د مکې په ښار کې د عدي لپاره زوی وزېږاوه، ما هغه هغه ماشوم د شودو ورکولو لپاره واخیست؛ او ما هغه ماشوم د مور سره بیرته عدي وسپارل، اوس چې ستا پښو ته ګورم، د هماغه ماشوم د پښو په څېر دى، چې ما پورته كړى و.
له دې وروسته عبیدالله ابن عدی خپل مخ راښکاره کړ او ویې ویل: اې وحشيه! ته موږ ته د حمزه د وژلو خبر نه راکوي؟هغه وويل: هو! زه به تاسو ته معلومات درکړم؛ حمزه د بدر په جګړه کې د عبيدالله ورور طعیمه ابن عدي وواژه، زما مولا جبير ابن مطعم راته وويل: که تا حمزه زما د تره طعیمه په بدل کې وواژه، ته آزاد يې.
کله چې خلک د احد جګړې ته راووتل، زه هم ورسره ولاړم، ټول خلک د جګړې لپاره په لیکو کې ولاړ وو؛ په دې وخت کې د سباع په نوم یو کس زموږ له ډلې څخه مخکې شو او چیغې یې کړې: آیا ستاسو مسلمانانو په منځ کې داسې څوک شته چې جنګ ته راووځي؟ حمزه بن عبدالمطلب مخ ته راغی او ویې ویل: ای سباع د ام انمار زویه! ایا تاسو له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول سره جګړه کوئ؟ له دې وروسته د دوی تر منځ جګړې زور واخیست، په همدې وخت کې زه د حمزه په کمین کې وم، تر دې چې هغه ماته نږدې شو، ما خپله نېزه راواخيسته او له شا څخه مې حمزه ته وغورځوله، نېزه په هغه ولګیده او د هغه له مخي بهر شوه او په دې توګه مې له مولا جبير سره خپل عهد پوره کړ.
بیا کله چې خلک مکې ته راستانه شول، زه هم هلته میشت شوم، کله چې اسلام خپور شو، زه د طائف ښار ته لاړم، له څه مودې وروسته د طائف خلکو یوه ډله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ولیږله؛ ویل شوي وو چې محمد صلی الله علیه وسلم قاصدانو او استازو ته تکلیف نه رسوي، نو زه هم له هغوی سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، کله چې هغه زه ولیدم نو ویې ویل: ایا تاسو وحشي یاست؟ ما وویل: هو. بيا يې وويل: آيا تا حمزه وواژه؟ ما وویل: خبره دا ده لکه څنګه چې تاسو ته رسېدلې ده(دا رښتیا ده، ما حمزه شهید کړی دی)؛ بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وفرمایل: نو په دې صورت کې کولای شې خپل مخ زما څخه پټ کړي؟ “تر څو ستا په لیدو سره زما تره حمزه را په یاد نشي او په تا غوسه نه شم.”
حضرت وحشي رضي الله عنه فرمايي: له دې وروسته زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مجلس څخه ووتم او تر وفات پورې يې ما ونه ليد. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفاته وروسته زه د مسلمه د فتنې څخه خبر شوم، له ځانه سره مې وويل: هرو مرو د مسیلمه د له منځه وړلو لپاره ورځم او کیدای شي د هغه په وژلو بریالی شم او د هغه په وژلو سره به د حمزه رضی الله عنه د وژلو جبران وکړم،( لکه څنګه چې ما د اسلام څخه وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته محبوب کس حمزه شهید کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه مي زخمي کړ، اوس چي مي اسلام قبول کړ، بايد د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دښمنانو په وژلو لاس پوري کړم تر څو پیغمبر زما څخه راضي شي؛ له همدې امله زه د مجاهدينو له يوې ډلې سره د مسیلمه سره د جګړې لپاره روان شوم، د جګړې په ډګر کې د هغه په لټه کې وم، تر دې چې د دېوال په يوه درز کې مې يو سړی وليد، چې ويښتان يې پرې شوي وو، پوه شوم چې مسيلمه پخپله ده، نیزه مې تیاره کړه او پرې مې وغورځوله، نیزه مې د دواړو سینو په منځ کې دننه کړه او د دواړو اوږو له منځ څخه راووتله، له دې وروسته د انصارو یو مجاهد پر هغه برید وکړ او په توره یې د هغه سر وواهه او خپل کار یې په بشپړه توګه پای ته ورساوه.
حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه فرمايي: د مسیلمه له وژل کېدو وروسته د دښمن د ډلې یوه نوکره د یوه کور پر سر ودرېده او په لوړ غږ یې وویل: وَا امیرالمُوْمِنِینَ قَتَلَ العَبَدِ الاسود” (افسوس د مومنانو پر قومندان؛ مسیلمه د یوه تور غلام له خوا ووژل شو. (د مسیلمه ملګرو هغه ته امیرالمومنین ویل او ځان یې مؤمن ګڼل).
پایله
په دې ډول د مسلمه کذاب وژل کېدل، د هغه د فتنې رڼا د تل لپاره ورکه شوه او مسلمانانو د ارام ساه واخیسته؛ البته یو مهم ټکی چې باید په یاد ولرو هغه دا دی چې که څه هم حضرت وحشي رضي الله عنه لخوا مسیلمه له منځه یووړل شو او د عبدالله مزنی رضی الله عنه په نوم د انصارو یو کس د هغه کار پای ته ورساوه؛ خو دا ټول زړورتیا او شجاعت د خدای د تورې په لښکر کې د حضرت سیدنا خالد رضی الله عنه په لاس کې و.
په حقیقت کې د دې جګړې د ویاړ مډال د حضرت خالد رضي الله عنه په غاړه کې ځوړند شوی دی، ځکه هغه د اسلام او ایمان لښکر په داسې ډول تنظیم کړی و چې هر یو مجاهد به په اسانۍ سره خپل دښمن موندلی شو او د هلاکت کندې ته به یې ټیل وهل.
ادامه لري…