لیکوال: عبدالحمید نوروزي


واده او د هغه ثمرات (دریمه برخه)

له کومې ښځې سره واده وکړم؟
څرنګه چې واده او د ژوند په اوږدو کې د میړه/مېرمني انتخاب خورا مهم او اړین دی؛ له همدې امله، سړی/ښځه یې باید په انتخاب کې بې پروايي ونه کړي او هڅه وکړي چې په انتخاب کې ټول اړخونه په پام کې ونیسي، ترڅو په راتلونکي کې پښیمانه نه شي. په دې اړه د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تُنْكَحُ المَرْأَةُ لِأَرْبَعٍ: لِمَالِهَا وَلِحَسَبِهَا وَجَمَالِهَا وَلِدِينِهَا، فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ.»؛ «ښځه د څلورو شیانو لپاره واده کیږي: شتمني، نسب، ښکلا او دینداري؛ نو دينداره ښځه غوره کړه (چې خیر دې په نصیب شي).
 په بل ځاې کې فرمايي: «تَزَوَّجُوا الْوَلُودَ الْوَدُودَ، فَإِنِّي مُكَاثِرٌ بِكُمُ الْأُمَمَ»؛ «له هغو ښځو سره واده وکړئ چې ښایسته وي او ماشومان زیږوي؛ ځکه زه به د قيامت په ورځ د نورو امتونو په منځ کې ستاسو په کثرت فخر کوم.»
حضرت جابر رضي الله عنه هم وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی ماته وفرمایل: «هَلْ نَكَحْتَ؟ “، قُلْتُ: نَعَمْ، قَالَ: ” أَبِكْرًا أَمْ ثَيِّبًا؟ “، قُلْتُ: ثَيِّبًا، قَالَ: ” فَهَلَّا بِكْرًا تُلَاعِبُهَا، وَتُلَاعِبُكَ»؛ واده دې کړی؟ ما وویل: هو، هغه وفرمایل: له پېغلي سره یا کونډي سره؟ “، ما وويل: کونډي سره، هغه وفرمایل: “ولي دې د پيغلي سره واده و نه کړ، چې یو او بل سره به مو لوبې کولی؟.”»
هو، لکه څنګه چې تاسو د یو څه د غوره کولو لپاره ټول اړخونه او ځایونه په دقت سره ګوری؛ نو باید د میړه/مېرمن په انتخاب کې هم خورا احتیاط وکړئ.
یو ارواپوه موږ ته وایي: آغلیه! ښاغلیه! که تاسو وغواړی د ځان لپاره یو جوړه مناسب بوټان واخلی، په خپل خالي وخت کې د څو ورځو لپاره د بوټانو پلورنځیو ته ځی او په نندارتونونو کې د مختلفو ډیزاینونو او رنګونو بوټانو په لټه کې ساعتونه تیروی، چې څنګه مو ښه بوټ پیدا کړل چې تاسو یې له هره خوا خوښوی، هټۍوال(دوکاندار) ته وایست چې دا بوټان خلتې ته واچوي. او په هر قیمت چې وي، د هغه پیسې ورکوی، او خپل ذوق او سلیقې ته مبارکي وایست. په یوه شرط هغه هم دا چې کله له پلورنځي څخه وځی، بل پلورنځي ته مه ځئ او نور بوټان مه ګورئ؛ ځکه چې دا ممکنه ده چې په نورو پلورنځیو کې غوره بوټان ومومئ او دا به تاسو پښیمانه کړي؛ نو څنګه چې مو پیسې ورکړې، سمدلاسه خپل موټر یا ټکسي ته لاړ شئ او کور ته راستانه شئ، او په خوښۍ سره یې په کور کې پښو ته کړئ او ځان ته ووایاست چې تاسو د خپلې خوښې بوټان موندلي دي. دا مفهوم په قرآن کریم کې داسې راغلی دی: «فاسْتبشِروا بِبیعکمُ الذی بایَعتم به»؛ په هغه معامله چې تاسو کړې ده، ځان ته مبارکي ووایست! اوس موږ د ښځې/مېړه د ټاکلو په اړه دا مطلب تعمیم کوو او وایو چې د خپل ژوند د شریک په انتخاب کې د ظاهري ښکلا تر څنګ زر نورې ټکې په پام کې ونیسئ. د هغه د پلار، مور، ورور، خور او خپلوانو شخصیت او معلومات، د هغه د فکر کولو طریقه، د هغه هوښیارتیا، د هغه ټولنیز آداب، د هغه صداقت او پاکوالی، د هغه فزیکي او رواني روغتیا، او داسې نور.
په دې ټولنه کې باید د خپل مېړه/مېرمنې د خپلوانو په شخصیت ویاړو او د هغوی له روحیې څخه ګټه واخلو، د هغوی په زړونو کې ځان ځای کړو او د هغوی له تجربو څخه اخیستنه وکړو، او د اړتیا په وخت کې د خپلې مېرمنې کورنۍ ته خپل کفایت وښوده او دوی باید دا حقیقت ته ورسیږي چې ت د دوی په مینځ کې یو روښانه قیمتي جواهر یې، او باید د راتلونکي په غم کې هم اوسې.
د میړه او میرمنې ترمنځ د اړیکو طبیعي اړیکه
خدای تعالی فرمایي: «هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَ أَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ»؛ «ښځې ستاسو لپاره جامې دي او تاسو د ښځو لپاره جامې یاست.» د دې مطلب د خاوند او مېرمنې تر منځ نږدی اړیکي ته اشاره ده او په دې تشبیه کې ویل شوي چې د مېړه او مېرمنې تر منځ ژوره اړیکه ده او دا د خدای رحمت دی چې دا ډول نږدې او پیاوړې اړیکې یې رامنځته کړې، چې د هغې په پرتله قوي اړیکه نشته. ځکه چې د مېړه او مېرمنې تر منځ له قوي او غښتلي اړیکي پرته، په اسانۍ سره د حقوقو ادا کول ناشوني دی. په همدې خاطر الله تعالی د دواړو ترمنځ دومره ټینګه اړیکه ایښې ده چې دا ګمان کیږي چې دوی دوه بدنونه په یوه روح کې دي! لنډه دا چې په دې آيت كې د مېړه او مېرمنې د جامو په تشبيه كې دې موضوع ته اشاره شوې ده: چې هغه حقوق چې موږ د دوی په مینځ کې ایښی دی د دغه اړیکي له برکته مو د حقوقو ادا کول اسانه کړل، او له دې څخه دا څرګندیږي چې د حق ادا کول خورا اړین دي. ځکه چې الله تعالی هغه ته دومره توجه کړې ده او د حقوقو د ادا کولو آسانه طريقه يې داسې ترتيب کړې ده. له همدې امله، دا زموږ لپاره اړینه ده چې د هغه شي ساتنه وکړو چې خدای په پام کې نیولي دي.
په واده کې مهر
اسلام د ښځي حق ټاکلی دی. په دې ډول چې د هغې له رضایت پرته هیڅوک له دې څخه څه نه شي اخیستلی، خدای جل جلاله فرمايي: «وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا» « او د ښځو مهر د الهي هدیې او فرض په توګه په ښه نیت سره ورکړئ، نو که دوی تاسو ته په رضایت سره څه درکړي، هغه حلال او خوندور وخورئ.» اصلي لامل چې ښځه مجبوروي چې د سړي مشري ومني، مهر دی. لوى څښتن تعالی فرمايي: «الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ»؛ «نارینه د ښځو سرپرستان او ساتونکي دي، ځکه چې خدای ځیني ته په نورو باندې فضیلت ورکړی او همدارنګه د دوی لپاره خپل مال مصرف کوي.»
 اسلام د مهر لپاره حد نه دی ټاکلی؛ بلکي دا د سړي د توان او مالي ځواک پر بنسټ دی، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د لږ مهر سپارښت کړی دی. لکه څنګه چې یې فرمایلي دي: «إِنَّ مِنْ يُمْنِ المرأةِ تَيْسِيرُ خِطْبَتِهَا وَتَيْسِيرُ صَدَاقِهَا وتيسيرُ رَحِمِهَا»؛ «په حقیقت کې د ښځې له برکاتو څخه یو د مرکې آسانتیا، د مهر آسانتیا او د زیږون او حمل آسانتیا ده.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«خَيْرُهُنَّ أَيسرُهُنَّ صداقًا»؛ «تر ټولو ښه ښځي هغه دي چې لږ مهریه ولري، اوهمدارنګه فرمایي: «إِنَّ أَعْظَمَ النِّكَاحِ بَرَكَةً أَيْسَرُهُ مَؤُونَةً»؛ «تر ټولو نېکمرغه واده هغه  دی چې د هغه لګښت کم وي.»
 له ذکر شوو موضوعاتو څخه دا جوتېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له حده زیات مهر نهی کړی دی. په دې ډول چې له خپلو ښځو سره يې په لس درهمو او د کور د سامانونو په بدل کې نکاح کړې ده، لکه: لاسي ژرنده؛ د خټو کوزه؛ د څرمن بالښت چې د کجورو (خرماو) له پاڼو ډک شوی.
که په دې کار کې مبالغه ښه وای، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به تر ټولو مخکې وای. د ام سلیم (د ملحان انصاري د لور او د انس بن مالک رضي الله عنه مور) مهر د هغې د مېړه اسلام راوړل و، او د سعید بن مسیب د لور مهر دوه درهم وو.
حضرت علي رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور مهر یوه زغره وټاکل چې بیه یې ۳۰۰ درهمه وه.
خو په ننني عصر کې که څه هم ډېر مهر ورکول بد کار دی، خو رسمي شوی دی او ځینې نارینه حتی په دې خبره فخر کوي چې د مېرمنې مهر یې ډېر دی. کاش چې دوی د واده په اصلي هدفونو پوه شوي وای، او په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ته غوږ شوي وای: «ثَلَاثٌ مَنْ فَعَلَهُنَّ ثِقَةً بِاللَّهِ وَاحْتِسَابًا كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُعِينَهُ وَأَنْ يُبَارِكَ لَهُ: مَنْ سَعَى فِي فِكَاكِ رَقَبَةٍ ثِقَةً بِاللَّهِ وَاحْتِسَابًا، كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُعِينَهُ، وَأَنْ يُبَارِكَ لَهُ، وَمَنْ تَزَوَّجَ ثِقَةً بِاللَّهِ وَاحْتِسَابًا، كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُعِينَهُ، وَأَنْ يُبَارِكَ لَهُ، وَمَنْ أَحْيَا أَرْضًا مَيِّتَةً ثِقَةً بِاللَّهِ وَاحْتِسَابًا، كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُعِينَهُ، وَأَنْ يُبَارِكَ لَهُ»؛ «څوک چې درې عملونه خدای ته په توکل او په اخلاص سره ترسره کړي، د خدای حق به د هغه سره وي، چې د هغه مرسته وکړي او کار هغه ته مبارک کړي: 1. هغه څوک چې خدای ته په توکل او اخلاص د یو غلام (بندي) د آزادولو هڅه کوي، پر خدای حق لري چې د هغه مرسته وکړي او هغه کار مبارک وګرځوي. 2. هغه څوک چې خدای ته په توکل او اخلاص، واده وکړي، نو خدای حق لري چې د هغه مرسته وکړي او د هغه کار مبارک وګرځوي. 3. هغه څوک چې خدای ته په توکل او اخلاص، هغه ځمکه چې نه کرل کېده هغه وکري، نو پر خدای حق لري چې د هغه مرسته وکړي او د هغه کار مبارک وګرځوي.»
د درنو مهریو(ولورونو) په اړه فکر کولو سره، موږ ګورو چې ډیر فسادونه رامنیځته کوي؛ لکه:
۱. ډېری ځوانان د درنو مهرونو له امله له واده کولو ډډه کوي.
۲. ډیری ځوانان د درنو مهرونو له امله له کوم شرم پرته د خپل جنسي شهوت پوره کولو لپاره د انجونو حریم باندي تعرض کوي.
۳. په ټولنه کې د نامشروع اړیکو زیاتوالی د درونو لګښتونو له امله.
۴. ډیری ځوانې نجونې د ژوند د غوښتنو د پوره کولو او د خپلو ورځنیو او مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په عامه ځایونو او بازارونو کې کار ته مخه کوي.
۵. پاک ځوانان له ډیرو رواني پیچلتیاو یا ناخوالو سره مخ کیږي لکه: د فحاشۍ خپریدل؛ د رواني ناروغیو پیښې؛ د ټولنې بنسټ ماتول؛ په لارو کوڅو کې د نجونو غلا کول او نور.
د مهر د زیاتوالي لاملونه په لاندې ډول لیست کیدی شي:
۱. د اسلام د دين د اصولو په اړه او د واده د اصلي موخو څخه د خلکو ناپوهي.
۲. د ځينو خلکو د ناروا دودونو څخه پيروي کول.
۳. د نجلۍ د اخلاقو او عقیدې په اړه بې باوري هغه ځکه چې په داسې چاپیریال کې لوی شوې ده چې له دین څخه بې برخې وي، او په ورته وخت کې د سړي څخه د لوی مهر غوښتنه د هغه د مطیع کولو پخاطر.
۴. د خلکو په مخ کې په لوړ مهر او ولور باندي فخر کول.
دا ټول د دې لامل کېږي، چې ټولنيزې اړيکې په ژوره توګه خپګان کې ډوب شي، کرکه خپره شي او ځوانان هغه لارې چارې او طريقې ته مخه کړي، چې بدې دي او د ګمراهۍ لامل کېږي.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version