موږ بايد د شريعت او د انساني تجربو له نظره په دې پوه شو چې د انسانانو په طبيعت کې ډېر توپيرونه شته، حتی وړونه او دوستان هم په ډېرو شیانو کې يو شان نه دي. ملګري هم توپیر سره لري که څه هم هغه په ښوونځي کې وي یا بازار یا بل ځای کې بیا هم توپیر سره لري. میړه او ښځه د دې قاعدې استثنا نه دي؛ ځکه چې دوه جنسونه مخالف دي؛ الله جل جلاله د همدې لپاره حدود او قوانين وضع کړي او لارښوونه يې کړې ده، چې د طبيعت دا توپير د ژوند د ګډوډۍ لامل نه شي.
لکه څنګه چې د اسلام دين په ټولو مواردو کې لارښوونې لري، او د ټولو حقوق یې معلوم کړي دي؛ د بېلګې په توګه، د هغو کسانو لپاره چې له یو بل سره سوداګري کوي یا همکاران او ګاونډیان دي یا په هر ډول یو له بل سره تړاو لري، دا خبرداری ورکوي چې دوی پر یو بل حقوق لري؛ په همدې ډول اسلامي شريعت هم د مېړه او مېرمنې لپاره احکام وضع کړي دي. بې له شکه که موږ مسلمانان شرعي احکامو باندي عمل وکړو، او د يو بل حقوق وپېژنو، نو دا ټولې ستونزې به حل شي.
که موږ اسلامي نکاح له پیله وڅېړو، نو پوه به شو چې د اسلام شریعت داسې طرحه کړې ده چې باید هلک او نجلۍ له یو بل څخه راضي وي او د دوی په رضایت واده سره وکړي او ښه نیت ولري او بې ځایه مصرف ونه کړي. داسي نه چې د پیل څخه شخړې پیل شي، نو دا هغه ځای دی چې د اسلام دین د هر نارینه او ښځینه لپاره ښيي او هغه ته د ژوند طریقه زده کوي. په ځينو ځايونو کې داسې اورېدل کېږي چې وايي اسلام ښځو ته حقوق نه دي ورکړي او اسلامي حکومت او خلافت د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، په داسې حال کې چې موږ په قرآن کې د نارينه وو په نوم سورت نه لرو، خو یو سورت د ښځو په نوم(النساء) شته او بل سورت د یوې مثالي ښځې په نوم نومول شوی چې “مریم” نومیږي، نو پوهیږو چې اسلام د ښځو حقونو ته څومره اهمیت ورکړی دی.
خدای تعالی په سورت النساء کې میړه او میرمنې ته لارښوونه کوي چې د یو بل د حقونو درناوی کوي. البته، په حقیقت کې نارینه د ښځو په پرتله ډیر حقونه لري. ځکه چې په هر ټولګه او کور کې باید یو کس د څارونکي په توګه وي چې چارې یې تر واک لاندې وي او هغه سړی دی. خو د کورنۍ مشري په دې معنا نه ده چې سړی حاکم او د جګړې قومندان دی، بلکې سړی د کور سرپرست او مدیر دی. له همدې امله، کله چې دواړه د یو بل حقونو ته درناوی وکړي، ستونزې خورا کمې کیږي.
په ښځه باندې د خاوند حق
رسول الله صلى الله عليه وسلم يوې ښځې ته چې راغله او د خاوند د حقوقو په اړه يې ترې پوښتنه وکړه وفرمايل: «فإنه هو جنتک ونارک»؛ (ستا خاوند ستا جنت او دوزخ دی.» مطلب دا چې ستا د خاوند نارضایتي به تا جهنم ته بوځي او د خاوند رضا به دې جنت ته بوځي.
په بل ځای کې فرمایي: “کله چې ښځه مړه شي او میړه یې راضی وي، جنت ته داخلیږي.” کومه ښځه چې مړه شي او په داسې حال کې له دنیا څخه ووځي چې خاوند یې ترې راضي وي، جنت ته به ننوځي.
په بل ځای کې فرمايي: «أَيُّمَا امْرَأَةٍ مَاتَتْ، وَزَوْجُهَا عَنْهَا رَاضٍ، دَخَلَتِ الْجَنَّةَ»؛ «ښځې که خپل د مېړه حق ادا نه کړ، نو د الله تعالی حقوق یې نه دي ادا کړي.» مطلب دا چې کومه ښځه چې د خپل خاوند حقوق نه ساتي هغه د الله تعالی حقوقو نه شي ساتلی.
په بل ځای کې فرمايي: «إِذَا بَاتَتِ الْمَرْأَةُ، هَاجِرَةً فِرَاشَ زَوْجِهَا، لَعَنَتْهَا الْمَلَائِكَةُ حَتَّى تُصْبِحَ»؛ «کله چې یو خاوند خپله ښځه خپل بستر ته راوبلي او هغه را نه شي، نو ملائکې تر سهاره پورې په هغې لعنت وایي.»
په بل حدیث کې راغلي دي: «ثَلَاثَةٌ لَا تُرْفَعُ صَلَاتُهُمْ فَوْقَ رُءُوسِهِمْ ….وَامْرَأَةٌ بَاتَتْ وَزَوْجُهَا عَلَيْهَا سَاخِطٌ»؛ «درې کسان دي چې لمونځونه یې له سر هم نه پورته کیږي، یعنې لمونځ یې نه قبلیږي. په دوی کې یوه هغه ښځه ده چې میړه ځیني په غوسه وي.» كه لمونځ هم وكړي، دعا يې نه قبليږي. ځکه چې هغې خپل میړه په غوسه کړی دی.
پر خاوند باندي د ښځې حق
ښایي خویندې دا پوښتنه وکړي چې ایا میړه حق لري چې د هر غلط کار ته امر وکړي او موږ باید د هغه اطاعت وکړو؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د نارینه وو لپاره احکام معرفي کړي دي او قرآن عظیم الشان د میړه لپاره هم یو چوکاټ ټاکلی دی. په یو حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د غوره کیدو معیار په لاندې ډول معرفي کړی دی: «أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم أخلاقا»؛ دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا نه دي ویلي چې غوره مسلمان هغه دی چې حج کوي، یا غوره مسلمان هغه دی چې لمونځ کوي او یا روژه نیسي، بلکې فرمایلي دي چې غوره مسلمان هغه دی چې ښه اخلاق ولري او زیاته یې کړې ده: «خيركم خيركم لأهله»؛ « په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلې کورنۍ سره مهربانه وي.»
ځینې خلک هغه وخت ډېر اخلاقي وي چې له خپلو ملګرو سره وي، یا په دوکانونو کې وي. خو په کور کې دننه لیوه ګرځي، په داسې حال کې چې حدیث کې راغلي چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلې کورنۍ سره ښه او مهربان وي او اخلاق ولري. دوه حدیثونه دي، که موږ يې په خپلو ټولنیزو او کورنیو چارو کې یې عملي کړو، ډېرې ستونزې به مو حل شي؛ په دې لومړی حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إني ضامن لربض الجنة لمن ترك المراء ولوكان محقاً.»؛ «زه د هغه چا لپاره د جنت ضمانت کوم چې د جنګ او جګړې په لټه کې نه یي. حتی که حق هم د هغه سره وي،» ؛ خو اوس د دوه زره افغانیو لپاره وینه تویول کیږي، یو یو څه وايي او بل هغه خبره غټوي، چې ولې یې ما ته دا ډول خبره وکړ، ولي موږ د جګړې په لټه کې یو؟ ولې دومره غرور لرو؟ ایا موږ یوه کلمه نه شو زغملی؟
یو سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت ته راغی او ویې ویل: ای د خدای رسوله زما سره داسې قوم شته چې زما سپکاوی کوي، او ما ته کنځا کوي او زما حقونه تر پښو لاندې کوي. خو زه یې بخښم او د هغوی حقوق په پام کې نیسم او د هغو سره په ښو اخلاقو سره چلند کوم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لکه څنګه چې ته وایې، ته ډېر ښه کار کوي او دا داسې دی لکه د دوی په مخونو چې خاوري اچوې وي او شرمنده کوې یې.
دوهم حدیث دی: «اهل الْجَنَّةِ كُلُّ هَيِّنٍ لَيِّنٍ سَهْلٍ»؛ «د جنت خلک نرم دي او آساني کوي.»
پایله
په دې مقاله کې د تېرو محتوياتو له مخې دا څرګنده شوه چې اسلام واده ته ځانګړې پاملرنه کوي او مسلمانان هغه ته هڅوي او په هغه ټينګار کوي.
ګرانو لوستونکو، ګرانو پلرونو، قدرمنو میندو او محترمو والدینو، آیا پوهېږئ چې ستاسو وروستۍ پرېکړه ستاسو د زوی او لور برخلیک ټاکي؟ نو هڅه وکړئ چې د خپلو اولادونو د واده په اړه ټول اړخونه په پام کې ونیسئ. که تاسو ته مناسب ادرس درکړل شوی وي، ځنډ مه کوئ، خپل زوی او لور ته د انتخاب کولو حق ورکړئ او مشوره کوئ، ترڅو د یوه عمر لپاره پښیمانه و نه کړی، دوی مه مجبور کوئ. چې د هغه چا سره واده وکړي چې دوی یې نه غواړي. هڅه وکړئ چې د واده په اړه د خدای احکام او اسلامي احکام مراعات کړئ؛ له بې ضرورته مصرف، بې بنسټه دودونو، درنو مهرونو او په لنډه توګه له هر هغه څه چې شرعي اړخ نه لري، ډډه وکړئ.
هڅه وکړئ چې اسلامي ودونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم ترسره کړئ، تر څو ستاسو د اولادونو ژوند او ریښې یې په سنت سره اوبه شي او راتلونکی نسل مو په اسلام مین او نیکمرغه شي.