لیکوال: عبدالحمید نوروزي


حج او  د هغه اړین مسائل (شپږمه برخه)

 د حج میقاتونه
د حج موده د شوال میاشت، ذوالقعده او د ذی الحجې نهه ورځې او د اختر شپه (د لوی اختر تر سهاره پورې) ده، که له دې مودې مخکې یا وروسته د حج لپاره احرام وتړل شي، عمره ګڼل کیږي. د عمرې د احرام وخت ټول کال دی او مکروه وخت نلري؛ پرته له دې چې د عمرې احرام له حج څخه مخکې او په رمي او مبیت مني کې تړل شوی وي.
د ځای یا مکاني ميقات د هغه چا لپاره چې په مکه کې اوسيږي، د احرام  تړلو ځای مکه ده او څوک چې له حرم څخه بهر اوسيږي بايد له پنځو ميقاتونو څخه په يوه کې احرام واغوندي:
۱- ذوالحلیفه:  دې ته ابیار علی هم ویل کیږي او له مدینې څخه یو فرسخ لېرې دې، دا د هغو کسانو لپاره دی چې له مدینې څخه حج ته ځي.
۲- جحفه:  دا د مکې او مدینې تر منځ یو کلی دی چې د  “رابغ”  په نوم هم یادیږي، دا د مصر او شام او هغو کسانو لپاره دی چې له دې لارې حج ته ځي.
۳- ذات عرق:  له مکې څخه شپاړلس فرسخ لرې یو کلی دی، د هغو کسانو لپاره دی چې له همدې لارې حج ته ځي.
۴-  قرن المنازل:  دا ښار له مکې څخه شپاړلس فرسخ لرې پروت دی، چې د حجاز، نجد او یمن د خلکو او له همدې لارې حج ته د تلونکو خلکو لپاره  دې ، دا سیمه د «تهامه» په نوم هم یادیږي.
۵-  یلملم:  له مکې څخه شپاړس فرسخ لرې د یمن، فارس او ختیځ د خلکو لپاره چې د سمندر له لارې حج ته ځي، که څوک مکې ته د حج يا عمرې لپاره ځي په داسې حال کې چې احرام یې نه وي تړلی او په لاندې ميقاتونو تېر شي، فديه پرې واجبیږي؛ پرته لدې چې ميقات ته راستون شي او احرام واغوندي په دې صورت کې فديه له هغه څخه ساقطیږي؛ د حج فدیه هغه پسه ده چې په زیارت کې مسکینانو ته ورکول کیږي.
هغه څوک چې د حرم له دننه څخه د حج احرام واغوندي، غوره ده چې په کور کې يې واغوندي او څوک چې له حرم څخه بهر احرام واغوندي په داسې حال کې چې مکې مکرمې ته نږدې وي، د هغه ځای د احرام ځای دی.  هغه کسان چې په الوتکه کې حج ته ځي او د ناستې ځای نه پېژني، کولای شي په جده کې احرام واغوندي، په دې شرط چې هلته پاتې شي.   د حج او عمرې احرام د هغو کسانو لپاره چې له ميقات څخه ليرې وي، د احرام ځای د پنځو ميقاتونو په شان دی.  څوک چې غواړي له مکې څخه د عمرې احرام وتړي نو غوره ده چې له مکې څخه شپږ فرسخ واټنه له جعرانې څخه احرام واغوندي او که له هغه ځايه احرام ونه باسي نو بايد له تنعیم څخه احرام وتړي چې د عایشه جومات په نوم هم یادیږي او له مکې څخه یو فرسخ لېرې دې.

 

د حج فرائض
 ۱. احرام اغوستل؛
  1. 2. عرفې ته وقوف؛
  2. 3. د زیارت طواف.
 د حج واجبات
  1. 1. له ميقات څخه احرام؛
  2. 2. د احرام سره جوخت تلبیه ویل؛
  3. 3. تلبیه
  4. 4. کین اړخ ته کعبې  پریښودل؛
  5. 5. له حجر اسود څخه د طواف پیل؛
  6. 6. په پښو طواف کول که عذر نه وي؛
  7. 7. له بې اودسۍ څخه پاکوالی؛
 ۸.   د حطیم شاته طواف کول
 ۹.   د عورت پټول
  1. 10. د طواف دوه رکعته لمونځ؛
 11.د صفا او مروه تر منځ سعی
  1. 12. له طواف وروسته د سعی واقع کېدل؛
  2. 13. د سعیې نیت؛
  3. 14. سعی له صفا څخه پیل او په مروه پای ته رسیږي.
 ۱۵.   په پښو هڅه یا سعی کول؛
  1. 16. د هڅې یا سعی اووه  شوطونه یا پړاوونه؛
۱۷.   ویښتان  خریل یا یې لنډول؛
 ۱۸.  په مزدلفه کې وقوف؛
 ۱۹.  په مزدلفه کې د مازیګر او ماسخوتن د لمانځه جمع کول؛
۲۰. د جمرو رمی؛
 ۲۱.   د غیر اهل حرم لپاره طواف الوداع؛
 ۲۲.  د رمي (په وړو ډبرو وهل)، ذبح او حلق تر منځ ترتیب؛
 ۲۳.  د قارن او متمتع لپاره د شکرانې ادا کول؛
 ۲۴. د اختر په ورځو کې طواف افاضه؛
 ۲۵.   د نحر په ورځو کې ذبح کول؛
 ۲۶.   د حرم په ځمکه کې ذبح کول ؛

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version