حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه (دوهمه برخه)
د هغه مبارک نوم
امام ابن عبدالبر اندلسي رحمه الله په خپل مشهور کتاب “الاستیعاب في معرفة الاصحاب” کې ليکي: “فيروز الديلمي: یکني ابا عبدالله. وقيل: ابا عبدالرحمن”؛
ژباړه: (د حضرت سيدنا فيروز ديلمي رضي الله عنه لقب ابو عبدالله دی او دا هم ويل شوي چې لقب يې ابو عبدالرحمن دی.)
امام ابن اثیر رحمه الله هم په خپل کتاب «أسد الغابة في معرفة الصحابة» کې، او امام ابن سعد په “الطبقات” کې او امام ابن عساکر دمشقي په “تاریخ دمشق” د دې نوم تایید یې کړی دی. البته دوى وايي چې حضرت سيدنا فيروز ديلمي رحمه الله په ابوالضحاك هم مشهور و او د ځينو روایاتو په حواله يې تاييدوي.
نسب
د پلار د نوم په اړه یې د حدیث، سیرت، تاریخ او نورو کتابونو کې هیڅ وضاحت نشته. البته موږ دومره پوهیږو چې په معتبرو منابعو کې چې کله د هغه نوم یاد شوی، نو ټول هغه (دیلمي) ته منسوبوي، یعنې داسې لیکي: «فیروز ابن الدیلمي».
امام اندلسي رحمة الله علیه د ده د نسب په اړه لیکي: «ويقال له الحميري لنزوله بحمير وهو من أبناء فارس من فرس صنعاء. وقد قيل: إن هؤلاء الأبناء ينسبون في بني ضبة»؛
«حضرت سيدنا فيروز رضي الله عنه ته حِمیَري هم ويل کيږي. ځکه چې هغه د حمیر په سیمه کې زیږیدلی و. او دی د هغه فارسیانو د نسل څخه دی چې د یمن په صنعا ښار کې یې ژوند کاوه. دا هم ویل شوي چې دغه نژاد د بنو ضبه قبیلې ته منسوب شوي دي.»
امام ابن سعد رحمه الله فرمایلي دي: «وهو من أبناء أهل فارس الذين بعثهم كسرى إلى اليمن مع سيف بن ذي يزن فنفوا الحبشة عن اليمن وغلبوا عليها»؛
«هغه د فارس د خلکو له اولادې څخه دی، هغه چې د ایران د کسری پاچا د «سیف ابن ذی یزن» سره د یمن خاورې ته استولی و. (د دې لپاره چې هلته جګړه وکړي او یمن وویشي او هلته د ایرانیانو او کسریانیانو واکمني تثبیت کړي) دوی هم د یمن له هیواد څخه د حبشې ځمکه جلا کړه او تر خپل واک لاندې یې راوستله.»
امام ابن اثیر رحمه الله هم د امام ابن منده او امام ابو نعیم اصفهاني رحمه الله نقل کوي او لیکي: «هو ابن أخت النجاشي وهو من أبناء فارس من فرس صنعاء»؛
فیروز دلمي د نجاشي (د حبشې پاچا) وراره و، او هغه د صنعا د پارسیانو له اولادې څخه دی.
په دې اړه هيڅ معلومات نشته چې حضرت سيدنا فيروز رضي الله عنه د نجاشي وراره وو. کېدای شي چې په هماغه وخت کې چې پلرونه او نیکونه یې هغه خاورې ته راغلي وو، پلار یې د نجاشي له یوې خور سره نکاح کړې یي او د دوی د واده پایله سیدنا فیروز یي.
د حضرت فیروز رضي الله عنه زيږیدنه
په دې اړه دقیق معلومات نشته او د تاریخ او ژوندلیکونو ټول معتبر کتابونه په دې اړه چوپه خوله دي. البته د معتبرو منابعو په حواله ویلای شو چې هغه د اسلام له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مخکې زیږیدلی و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې یې ژوند کاوه، او په هغه یې ایمان راوړ. هغه ډېر احادیث روایت کړي دي او په ایمان سره وفات شوی دی.