د مرجئه و د عقیدې په اړه یو بل نظر د «ایمان زیاتېدل یا کمېدل» دی چې په دوه برخو ویشل کیدی شي:
لومړۍ ډله په دې باور دي، چې ايمان زياتېږي، خو کمېږي نه؛ نو د دې ډلې له نظره، یو مؤمن د نورو مومنانو په پرتله غوره او قوي ایمان درلودلای شي. د دې ډلي فرقې عبارت دي له: غسانيه، ثوبانيه، نجاريه او شبيبيه.
دویمه ډله په دې باور دي چې په اصل کې ایمان برخې نه لري چې کمي یا زیاتي شي. بلکه، دا د یو کُل په حیث باندي دی، چې نه زیاتیږي او نه کمیږي. نو د دې ډلې له نظره هېڅ مؤمن له بل مؤمن څخه لوړ نه دی، د دې ډلې فرقې دا دي: غيلانيه، شاميه او جهميه.
د اهل سنت نظر
په دې اړه دوه نظرونه شته؛ د لومړي نظر له مخې: ايمان زياتيږي او کميږي؛ دا د هغو کسانو نظر دی چې عملونه د ایمان بشپړ رکن ګڼي ځکه چې الله تعالی فرمایي: ترجمه: «فأما الذین آمنوا فزادتهم إیمانا و هم یستبشرون»؛ «اما مومنان، د دوی ایمان زیاتیږي او خوشاله کیږي.» او دغه آیت :«وإذا تلیت علیهم ءایاته زادتهم ایمانا»؛ «او کله چې د هغه آیتونه دوی ته ولوستل شي، نو دا د دوی ایمان زیاتوي.” او هغه آیت چې د حضرت ابراهیم علیه السلام وینا ده: «ولکن لیطمئن قلبی»؛”چې زړه کې ډاډ ترلاسه کړم.”
د زړه ډاډ د ایمان او باور د زیاتوالی دی. او دا هم استدلال کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ایمان او د امت د هر غړي په ایمان کې فرق شته.
او د رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه قول ته يې هم اشاره کړې ده، چې فرمايي: «لو وزن إیمان أبيبکر رضیاللهعنه بإیمان أهل الأرض لرجح بهم»؛ «که د ابوبکر رضي الله عنه ایمان د ځمکې د ټولو خلکو د ایمان په مقابل کې وزن شي، نو یقینا د ابوبکر رضي الله عنه ایمان لوړ او ډېر دی.»
او د دوهم قول له مخې: ایمان نه زیاتیږي او نه کمیږي. دا د هغو کسانو عقیده ده چې وايي کله د زړه تصدیق د جزم او اذعان درجې ته ورسیږي نو د هغې د زیاتوالي او کمېدو تصور هم نه کیږي، او د هغو آیتونو او احادیثو په اړه چې د ایمان په زیاتوالي دلالت کوي، ویلي دي: د دې څخه مراد د میوو او تاثیراتو زیاتوالی دی او دا د زړه د رڼا ده چې د ایمان ځانګړتیا ده. نو ځکه د ایمان میوې او اغیزې د اطاعت او بندګۍ له لارې زیاتیږي او په ګناه سره کمیږي او د هغو کسانو ځواب ویل کیدای شي چې وایي ایمان زیاتیږي او کمیږي، نو په همدې اساس کله چې موږ وایو چې عمل ایمان زیاتوي نو مطلب مو همدا دی، داسې نه ده چې عمل د ایمان لازمي برخه ده او کله چې عمل له منځه لاړ شي ایمان هم له منځه ځي. بلکه عمل د ایمان یو تکمیلي برخه ده. نو دا زموږ پر ضد دلایل نه دي. بلکه دا د هغه چا په خلاف دي چې د هغه چا څخه ایمان ردوي چې په عبادت کې ناکام وي.
او حق دا دی، چې په هماغه اندازه چې انسان د لوی څښتن آیتونه او نښي ویني او د پیدایښت او د دنیا د تدبیر او د ځینو نورو عجایبو شیانو څخه خبر شي چې د انسان په فهم کې نه راځي، نو باید د انسان ایمان غښتلی شي او څومره چې د شرعي احکامو په ادا کولو سست وي، ایمان یې هغومره کمزوری کیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إن الإیمان لیخلق في جوف أحدكم کما یخلق الثوب فسئلوا الله أن یجدد الایمان في قلوبکم»؛ « ایمان ستاسو په زړونو کې زوړ کیږي لکه څنګه چې جامې زړیږي. نو له خدای تعالی څخه وغواړئ چې ایمان ستاسو په زړونو کې تازه کړي. “
علامه تفتازاني رحمه الله فرمایي: په حقیقت کې ایمان نه زیاتیږي او نه کمیږي، او په تعریف کې مو مخکې هم یادونه کړې ده چې د ایمان حقیقت د زړه تصدیق دی چې د یقین او اعتراف حد ته ورسیږي. او په هغه کې هیڅ زیاتوالی یا کمښت شتون نلري؛ که د چا لپاره د تصدیق حقیقت حاصل شي، که هغه اطاعت وکړي او یا یې و نه کړي، د هغه اثبات همداسې پاتې دی او په هغه کې هېڅ بدلون نه راځي. او هغه آيتونه چې د ايمان پر ډېروالي دلالت کوي، د امام ابوحنيفه رحمه الله له نظره دا دی چې صحابه کرامو په پیل کې اجمالي ایمان راوړ؛ بیا به چې هر حکم یا فرض نازل کېدی، هغوی به پرې بیا ایمان راوړی.