لیکوال: شکران احمدي


ښځه او په ټولنه کې د هغې رول (لومړۍ برخه)

یوه له هغو موضوعاتو څخه چې په اوسنیو حالاتو کې یې د دیني چارو د څیړونکو او کارپوهانو پام ځان ته اړولی د ژوند په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ټولنیز رول مسله ده.
له یوې خوا په اسلام کې ښځې ځینې محدودیتونه او ځانګړي احکام او مسائل لري او له بلې خوا په معاصره پرمختللې نړۍ کې د ښځو د آزادۍ او د کور د زندان څخه د هغوی د را ایستلو شعار(د دوی په اند) هر ځای پورته شوی دی او مختلفو ټولنو یې هم لبیک ویلی دی. پر دې سربیره دغه ناسم تصور چې د غربي تمدن پرمختګ د ټولنې د دویمې برخې یعنې د ښځو څخه د کار اخیستلو له برکته شوی دی او همدارنګه دغه تصور چې د مسلمانانو وروسته پاتې والی (چې پخپله جلا عوامل لري) د ښځو په وړاندې د اسلام چلند پورې اړه لري.
دغه ډول تبلیغاتو د ډېرو پوهانو، اسلامي نظریه پوهانو او د مسلمانانو په مختلفو خلکو کې شکونه پیدا کړي دي او د ښځو په اړه د اسلام د نظریې توضیح او په اسلام کې د هغې ټولنیز رول یې یو له اړینو موضوعاتو څخه ګرځولی دی. پر دې سربېره داسې شبهې هم شته چې اسلام د عدالت، آزادۍ او برابرۍ دین دی او د ټولنې ټولې طبقې باید مساوي حقوق ولري او ښځې او نارینه تر منځ چې په انسانیت کې یو شان دي د تبعیض لاندي رانشي. او د ژوند په مختلفو برخو کې د نارینه او ښځو شتون په ټول شموله او عام ډول سره حتمي دی.
دوی باید د ژوند په مدیریت کې له یو بل څخه برتري ونه لري او په کور کې د نارینه په مدیریت او سرپرستۍ د دوی په وینا د عدل او انصاف خلاف کار دی.
د ښځو د حجاب مسئله بله هغه مسئله ده چې په اسلام کې په ښځو ظُلم شوی دی، د دوی په تعبیر کې هم د ښځو د حقونو په برخه کې د اسلام له خوا پلي شوي یو له هغو ظُلمونو څخه دی چې د دې لامل شوی چې ښځې په ټولنه کې هیڅ رول ونلري او بې برخې شي. دا شکونه او د هغوی په شان نورو د دې مسئلې د وضاحت او توضیح اړتیا تر بل هر وخت زیاته کړې ده.
له همدې امله، موږ د پورتنۍ مسئلې ریښه موندلو او د لاندې پوښتنو په اړه عادلانه څېړنه کوو:
– آیا ښځې په اسلام کې ټولنیز رول لري او که نه؟
– آیا د ښځو په اړه اسلامي احکام د بې عدالتۍ او ظُلم لامل شوی؟
– آیا د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو شتون (لکه په لویدیځه نړۍ کې) د نارینه او ښځو تر منځ د عدالت او برابرۍ څرګندونه کوي؟
– آیا د غربي تمدن پرمختګ او د مسلمانانو شاته پاتې کېدل د ښځو په وړاندې د بېلابېلو فکرونه پایله او نتیجه ده؟
– آیا په کور کې د سړي مدیریت د عدل او انصاف خلاف دی؟
که څه هم په لنډه مقاله کې د پورتنیو پوښتنو او څو نورو پوښتنو سم ځواب ترلاسه کول ستؤنزمن کار دی؛ خو په لنډه توګه کولای شو چې د اسلامي علماوو د افکارو په رڼا کې یوې ښې پایلې ته ورسېږو.
د بحث په پیل کې، لومړی باید دا یادونه وکړو چې د تاریخ په اوږدو کې د ښځو لپاره د هر ډول رول، په هغو تصورونو پورې اړه لري چې د ښځې له خلقت د پیل راهیسې او د ژوند ډګر ته د هغې ننوتل سره یې شتون درلودلی. او په اصل کې په هره ټولنه کې د ښځو لپاره د هر ډول حقونو او امتیازاتو منل، په هره ټولنه (که هغه دیني اوسي که غیر دیني) د ښځو په وړاندې د هغې ټولنې په عقایدو، اندونو او تصورونو کې ریښې لري او دا یوه طبیعي خبره ده. ځکه چې په هره ټولنه کې د برترۍ ارزښتونه او معیارونه د هغې ټولنې د عقایدو له مخې ټاکل کېږي. له همدې امله، پکار ده چې په مختلفو ټولنو کې د ښځو په وړاندې مختلف تصورونو ته لنډه کتنه وکړو.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version