د الله تعالیٰ جل جلاله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (اته ویشتمه برخه)
مسیلمه او د وحیې د کلام د نزول ادعا:
وروسته له دې چې مسیلمه په رسمي ډول د یمامې غریبو خلکو ته د خپل نبوت اعلان وکړ، هغه د مسجع او موزونو کلمو په جوړولو پیل وکړ چې د هغه په وینا د قرآن کریم ایتونو سره ورته دي او جبرائیل علیه السلام تل هغه ته حاضریږي او دا کلمات ورته لولي؛ لکه څنګه چې امام سهیلي رحمه الله په خپل کتاب کې د غلطو او ځان جوړو آیتونو او د مسیلمه د کلماتو نمونه راخیستې ده: «لقد انعم الله علی الحبلی، اخرج منها مسمة تسعی ، من بین صفاق وحشا و احل لهم الخمر والزنا، و وضع عنهم الصلاة» ؛ (یقینا الله جل جلاله ماته یو حامله حیوان راکړی دی، له هغه ځناور څخه یې یو روح را ایستلی دی چې د پوستکي او کولمو تر منځ تیرېږي، الله جل جلاله د دغو کسانو لپاره شراب او زنا حلال کړل او له لمانځه څخه یې مستثنیٰ کړل).
امام قیس بن حازم رضي الله عنه وایي: یو سړی عبدالله بن مسعود رضي الله عنه ته راغی او ویې ویل: زه په یمامه کې د بني حنیفه له یوه جومات څخه تېر شوم، ما ولیدل هلته خلکو د قرآن کریم هغه آیتونه تلاوت کول چې اصلا پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دي نازل شوي! هغوی دا کلمات تلاوت کول: «والطاحنات طحنا والعاجنات عجنا، والخابزات خبزا، والثاردات ثردا، واللاقمات لقما.»؛ (قسم د اوړو په اوړه کوونکو، د ډوډۍ په پخوونکو، په ثرید کوونکو د ثرید او په مړۍ اخیستونکو د مړۍ.)
کله چې حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه دا بې مانا خبرې واورېدې نو امر یې وکړ چې د هغو خلکو په اړه پرېکړه وکړئ. له دې سره سره مسیلمه کذاب بیا هم د محمد صلی الله علیه وسلم پر نبوت ایمان درلود او ګواهي یې ورکوله، البته هغه هم په دې کار کې ځان شریک ګڼل او بنو حنیفه ورسره بیعت وکړ.
امام بیهقي رحمه الله له حضرت حارثه بن المضرب رضي الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وویل: ما د سهار لمونځ له عبدالله بن مسعود رضي الله عنهم سره وکړ، کله چې هغوی سلام وکړ، هغه ته یو سړی راغی او ورته ویې ویل: چې زه د بنی نوحه جومات ته ورغلم، د اذان په وخت کې مې واورېدل چې مؤذن د مسیلمه نوم واخیست او د محمد صلی الله علیه وسلم نوم یې پرېښود او ویې ویل: «زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او مسیلمه کذاب د الله جل جلاله رسول دی» او خلک هم په عادي توګه ناست وو او هېڅ غبرګون یې ونه ښود.
له حضرت ابن مسعود رضي الله عنه نه پوښتنه وشوه چې دا څوک دي؟ سمدلاسه له موږ څخه يو تن ودرېد او ويې ويل: «علي بابن النواحة و اصحابه» (پر ما واجب ده چې ابن نواحه او د هغه ملګري تاسي ته راوړم).
کله چې هغه سړی ابن مسعود رضي الله عنه ته هغه کسان راوستل، نو د ابن نواحه څخه یې وپوښتل: آیا ته د قرآن تلاوت کوې؟
تاسو قرآن چیرته لوستلی؟
هغه وویل: زه له تا سره له خبرو ډډه کوم. هغه وویل: توبه وکړه؛ خو هغه د توبې څخه انکار وکړ او توبه یې ونه کړه. بیا یې قرظه بن کعب رضی الله عنه ته امر وکړ چې بازار ته یې بوځي او د خلکو په مخ کې یې سر پرې کړي. بيا يې د هغه د اصحابو په اړه مشوره وكړه او تصميم يې ونيو چې هغوى ته هم توبه وباسي، ټولو توبه وكړه او و بخښل شول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د درواغجن مسیلمه لیک
امام یونس بن بکیر رحمه الله له امام ابن اسحاق رحمه الله څخه روایت کوي چې درواغجن مسیلمه د پیغمبرۍ له دعوې او د خلکو د ګمراه کولو وروسته د اسلام پیغمبر ته یو لیک ولیکه چې محتوا یې په لاندې ډول ده: «له مسیلمه رسول الله لخوا محمد رسول الله ته! پر تاسو دې درود شریف وي، اما بعد: بې له شکه ما هم له تاسو سره د نبوت په مسئله کې برخه اخیستې ده، د دې مهم ماموریت نیمه برخه زموږ په غاړه ده او نیمه نوره برخه یې د قريشو پر غاړه ده؛ مګر قریش هغه قوم دی چې سرکشي کوي او حقدار ته حق نه ورکوي او زما پر نبوت ايمان نه لري».
دوو کسانو دا خط رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وړاندې کړ، کله چې هغه دا لیک ولید او د هغې په محتوا خبر شو؛ د مسیلمه په ځواب کې یې داسې ولیکل: (د الله جل جلاله په نوم چې ډېر مهربانه او رحم کوونکی دی. د خدای د رسول محمد صلی الله علیه وسلم له طرفه، ډېر درواغجن مسیلمه ته! سلام دې وي پر هغو کسانو چې د هدایت پیروي کوي. اما بعد. بې له شکه دا ځمکه د الله تعالی جل جلاله ده او الله جل جلاله د خپلو بندګانو په منځ کې چا ته چې وغواړي، وربخښي یې او د کار پایله د پرهیزګارانو دی.)
حضرت امیرالمؤمنین په حدیث کې؛ امام ابو داود او امام نسائي رحمهم الله تعالیٰ په خپلو معتبرو کتابونو کې د مسیلمه کذاب کیسه په تفصیل سره د حضرت نعیم ابن مسعود رضی الله عنه له روایته نقل کړې ده؛ لکه څنګه چې وایي: کله چې د مسیلمه استازو خط د رسول الله صلی الله علیه وسلم محبوب لاس ته ورکړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوستلو وروسته دغو دوو استازو ته وویل: آیا تاسو هم هغه شان وایې لکه څنګه چی مسیلمه وایي؟ هغوی وویل: هو، موږ په هغه څه باور لرو چې هغه وایي؛ بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خو په خدای قسم که دا قانون نه وای چې پیغام رسوونکي نه وژل کېږي؛ ما به هرو مرو ستاسو غاړې وهلې.
امام ابو داود طیالسي رحمه الله له عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وویل: د دغو دوو پیغام رسوونکو نومونه ابن نواحه او ابن اثال وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل: آیا تاسو شاهدي ورکوۍ چې زه په رښتیا د الله رسول یم؟ هغوی وویل: نه، موږ داسې ګواهي نه ورکوو؛ بلکې موږ شاهدي ورکوو چي مسیلمه د خدای رسول دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که ما پیغام رسوونکي وژلی، تاسو به مې هرو مرو وژلي وای.
حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: له هغه وروسته دا رواج شو چې پېغمبران او سفيران بايد ونه وژل شي.
دا و د وخت د کذاب او درواغجن، مسیلمه بن حبیب حنفي پېژندنه، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغه اشنایي او د هغه د دروغو نبوت ادعا او داسې نور.
د دې برخې په دوام کې غواړو د حضرت خالد رضي الله عنه د جګړې په اړه خبرې وکړو.